newsspec-35029-100-women > app > pashto > core

Test Page

Core include appears below:

۲۰۲۲ کال لپاره د بي بي سي د ۱۰۰ ښځو په لېست کې دا ښځې شاملې دي

د بي بي سي د ۲۰۲۲ کال ۱۰۰ ښځې: سږکال په لېست کې څوک شاملې دي؟

۱۰۰ ښځې - د بي بي سي نړیوال سروېس

بي بي سي د ۲۰۲۲ کال لپاره د نړۍ له لروبر د ۱۰۰ الهام بښونکو او با نفوذه ښځو خپل نوملړ خپور کړی دی

په دوی کې د موسیقۍ نامتو نړیواله څېره بیلي ایلیش، د اوکراین لومړۍ مېرمن اولېنا زیلینسکه، فلمي لوبغاړې 'پریانکا چوپړا جوناس' او 'سلما بلایر'، د روسیې د پاپ موسیقۍ ملکه 'الاپوګاچووا'، ایرانۍ غر ختونکې اېلناز رکابي، د درې ګامه ټوپ اچونې ریکارډ ماتونکې یولیماررویاس، او ګانايۍ لیکواله 'نانا دارکووا سیکیاماه' شاملې دي.

دا د ۱۰۰ ښځو لسم فصل او نوملړ دی او موږ په دې فرصت کې هڅه کوو وګورو چې په تېرو لسو کلونو کې څومره پرمختګ شوی. که څه هم له ښخینه مشرانو نیولې تر 'مي ټو' یا 'زه هم' غورځنګ پورې د ښځو حقونو برخه کې ستر ګامونه اخیستل شوي- خو داسې احساسېږي چې د نړۍ ډېرو برخو کې ښځو لپاره لا اوږه لاره مخ کې پرته ده.

دا لېست په ۲۰۲۲ کال نړۍ کې د هغو ښځو رول هم منعکسوي چې شخړو کې راګیرې دي - لکه هغه ښځینه اعتراض کوونکې چې په زړورتیا سره ایران کې بدلون غواړي او هغه ښځې چې د اوکراین او روسیې ترمنځ جګړه او مقاومت کې ښکېلې دي. سږکال په لومړي ځل موږ له پخوانیو۱۰۰ ښځو هم غوښتي چې نورې هغه ښځې ونوموي چې د دوی له نظره د ۲۰۲۲ کال نوملړ کې د شاملېدو وړ دي.

د خپلې لیوالتیا برخې ټاکلو له مخې د ۱۰۰ ښځو په اړه نور معلومات ترلاسه کړئ

سیاست او زدکړې

سیمون تېبېت

سیمون تېبېت ، برازیل

د برازیل د فدرالي سنا غړې

د ځینو له نظره منځلارې برازیلۍ سناتوره سیمون تېبېت داسې شخصت دی چې هېواد کې ژورېدونکی دوه قطبي والی راکمولای شي. هغې سږکال د ولسمشرۍ په ټاکنوکې یې دریم مقام خپل کړ. هغه په ۲۰۰۲ کې ایالتي استازې په توګه انتخاب شوه او په ۲۰۰۴ او ۲۰۰۸ کلونو کې یې د خپل ښار ترېس لاګواس د ښاروالې ټاکنې وګټلې. په ۲۰۱۴ کې د ۵۲ سلنه باوري رایو په مرسته د سنا جرګې غړې شوه.

سیمون لومړنۍ ښځه وه چې برازیل کې د سنا د اساسي قانون اوعدل کمېټې مشره شوه، چې د سنا تر ټولو مهمه کمېټه ګڼل کېږي. سیومن تېبېت څه باندې لس کاله د حقوقو استاده وه، د ښځو پر ضد د تاوتریخوالي د ګډې کمېټې مشرتوب یې هم کړی.

ټول باید وپوهېږي چې راتلونکی ښځینه دی، او هر چېرې چې ښځه وغواړي مقام یې هلته شته.

سیمون تېبېت

کیسانېت تېدروس

کیسانېت تېدروس ، اېریتریا

د زدکړو برخې متشبثه

بېلېس بوبو د یوټیوب یو چېنل دی چې اېریتریا کې ماشومانوته د دوی ژبه او کلتور ور زده کوي. د محتویاتو جوړونکې او سوداګرې کیسانېت تېدروس لخوا یې بنسټ ايښودل شوی. هغه په ایتیوپیا کې زېږېدلې او لویه شوې، له کوچنیوالي د ژبې پوهېدو پراهمیت پوهېدله چې خپل اصلي کلتور سره د اړیکواحساس وکړي.

د هغې په تولیدي ډله کې له اېریتریا، یوګندا او د کانګو دیموکراتیک جمهوریت ډیجیټل هنرمندان او داسې کسان شامل دي چې خپله یې زدکړې کړې دي او ډیجیټلي محتویات تولیدوي. اېریتریا او اېتیوپیا کې د تیګرینیا ژبې ویونکي میندې او پلرونه او د دوی ماشومان دا ويډیوګانې ترلاسه کوي. تېدروس، د یوګندا په کمپالا ښار کې ماشومانو لپاره د بېلېس بوبو لومړنی فیسټیوال جوړ کړ.

پارک جې-هون

پارک جې-هون ، سوېلي کوریا

سیاسي سمون پاله

هغه لا د پوهنتون محصله وه چې په سوېلي کوریا کې یې په مستعار نوم په انلاین بڼه د جنسي جرمونو تر ټولو لویې کړۍ په رسوا کولو او نیولو کې مرسته وکړه، دا ډله د Nth Rooms په نوم پېژندل کیده. په همدې کال هغې خپلې تجربي عمومي کړې او سیاست ته یې مخه کړه چې د ګڼ شمېر ښځو رایه یې تر لاسه کړه.

کله چې د سوېلي کوریا دېموکراتیک ګوند د ولسمشرۍ ټاکنې وبایللې دوی نوموړي د موقتي مشرې په توګه غوره کړه. هغه د ښځو په کمیټه کې هم وه چېرې چې ډېر تمرکز په ډیجیټلي جنسي ځورونې وه. د جون په میاشت کې دې ګوند لا زیانونه ولیدل او په تعقیب یې هغې استعفا وکړه. که څه هم جېهون اوس کوم رسمي مسولیت نه لري خو لا هم دې ته ژمنه پاتې ده چې په سیاست کې جنسي برابري مروج کړي.

په نړېواله کچه ډیجیټلي یا انلاین جنسي ځورونې د ښځو حقونه ګواښي او مونږ ته پکار ده چې دا ودروو.

پارک جې-هون

معین العبیدي

معین العبیدي، یمن

مدافع وکیله

لکه څنګه چې په یمن کې د کورنۍ جګړې له کبله سږ کال تاوتریخوالی ډېر شوی، وکیله معین العبیدي هڅه کوي چې د تایز په محاصره شوې ښار کې د سولې پر ټينګښت تمرکز ډېر کړي، نوموړي د یوې منځګړي رول غوره کړی او په جګړو کې د ښکیلو خواوو تر منځ د بندیانو تبادلې زمینې برابروي، که څه هم ډېر وخت هغه په دې نه بریالۍ کیږی چې جنګیالي روغ کورنیو ته ستانه کړي خو دا هڅه کوي چې وژل شوې هرو مرو تر خپلو وارثینو ورسیږي.

نوموړي د یمن د ښځو ټولنې یوه رضاکاره هم ده چې هغه د بندي ښځو دفاع او وکالت کوي، العبیدي لومړنۍ میرمن ده چې د وکیلانو د اتحادیې شورا غړیتوب اخلي او د ښځو د حقونو او ازادۍ کمېتو څارنه کوي.

فاطمه امیري

فاطمه امیري، افغانستان

زدکوونکې

فاطمه امیري د کابل د زدکړو په یوه مرکز کې له ‍ځانمرګي برید ژوندۍ وتلې ده، په دې پېښه کې ۵۰ زدکونکي ووژل شول چې ډيری یې نجونې وې، خپله امیري هم ژوره ټپي شوې وه، په دې پېښه کې د نوموړې یوه سترګه ړنده شوې او ژامه او غوږ یې زیانمن شوي دي.

هغې له دغو ټپونو سره سره همت ونه بایله بلکې د کانکور ازموینې ته یې چمتووالی ونیو او د اکتوبر په میاشت کې یې په دې ازموینه کې ګډون وکړ چې د ۸۵ سلنې کامیابۍ نومرو په اخیستلو د کمپیوټر ساینس پوهنځي ته بریالۍ شوه. د هغې خوب چې د کابل پوهنتون کې زده کړې وې اوس رښتیا شوی او په وینا یې د سترګې له ړندېدو وروسته لا پیاوړې شوې چې موخې ته ورسېږي.

جوی نګوزي اېزیلو

جوی نګوزي اېزیلو، نایجېریا

د حقوقو پروفېسره

د نایجېریا پوهنتون د حقوقو پوهنځي متقاعده مشره او د انساني قاچاق په اړه د ملکروملتونو پخوانۍ ځانګړې راپورتره، جوی نګوزي اېزیلو د نړیوالو بشري حقونو په ډګر کې یوه مخکښه څېره ده.

هغه ښځو سره د مرستې ټولنې یوه بنسټګره مشره ده، چې تېر ۲۵ کاله یې نایجېریا کې ۶۰۰۰۰ زیان منونکو ښخو ته وړیا حقوقي مرستې او پناه ځایونه چمتوکړي. د تمار په نوم یې د جنسي تېري قربانیانو ته د مراجعې مرکز بنسټ هم ایښی دی چې د جنسي تېري قربانیانو او ژغورل شویو لپاره ګړندي اقداماتو شي.

Chimamanda Ngozi Adichie

نوموړې د ۲۰۲۱ کال د ۱۰۰ ښځو لیست کې د شاملې لیکوالې چیماماندا نګوزي ادیچي لخوا نومول شوې ده

پروفیسورې اېزیلو، بیوزلو کسانو په تېره بیا ښخو او نجونو ته چې بشري حقونه یې تر پښولاندې شوي، د وړیا قانوني مرستې برابرولو له لارې د ډېرو خلکو پر ژوند اغېز کړی.

کریسټینا بېردینسکیخ

کریسټینا بېردینسکیخ، اوکرایین

خبریاله

په اوکرایین کې د جګړې پر مهال د جایزې ګټونکې خبریالې کریسټینا بېردینسکیخ د خپل هېواد بېلابېلو سیمو ته سفرونه کړي او له هغو سیمو څخه یې راپور ورکړی چې تر روسیې تر بریدونو لاندې وې. د هغې ځینې کارونه په ځانګړې توګه په ښارونو کې د جګړې او ورځني ژوند پر جزییاتو تمرکز کوي.

په خېرسون کې زیږیدلې، بېردینسکیخ ۱۴ کاله په کیف کې د سیاسي خبریالې په توګه کار کړی، هغې د NV مجلې په ګډون په بیلابیلو تلویزیونونو او راډیو پروژو کې کار کړی دی. هغې د اي خلکو پروژه رامنځته کړه، چې د اوکرابین د یوروړمیدان انقلاب کې یې د برخه اخیستونکو په اړه د ټولنیزو رسنیو پروژه وه او وروسته بیا په کتاب بدله شوه.

تایسیا بېکبولاټوا

تایسیا بېکبولاټوا، روسیه

ژورنالېسته

روسي مشهورې خبریالې تایسیا بېکبولاټوا په ۲۰۱۹م کال کې د هولود په نوم د خپلواکه رسنۍ بنسټ کېښود. دې بنسټ په اوکرایین کې له جنګ جګړو ډېر راپورونه ورکړي او تر څنګ یې د ناانصافیو، تاوتریخوالي او ښځو حقونو اړوند ډېرې خپرونې تر خلکو رسولي. روسي چارواکو تېره اپرېل میاشت په ازادو او خپلواکه رسنیو د محدودیت وضع کولو پر مهال د نوموړي وېبپاڼه هم بنده کړې وه.

له دې سره سره بېکبولاټوا او د هغې کاري ډلې ژمنه کړې چې خپل کار ته به دوام ورکوي، او اوس په دې باور ده چې یې لوستونکي ډېر شوي. بېکبولاټوا په ۲۰۲۱م کال کې د بهرنۍ جاسوسې په نوم له تورنیدو وروسته له روسیې ووتله ، هغې د اوکرایین اصلي تصویر انځورولو په موخه خپله اوکرایین ته هم سفر کړی او د جګړې له لومړۍ کرښې یې راپورونه ورکړي.

زه په ناګزېر پرمختګ باور نه لرم، عصري تمدن تل په نازک حالت کې ښکارېده او نابودول یې اسانه دي او د میرمنو حقونه معمولا تر ټولو لومړی له منځه ځي.

تایسیا بېکبولاټوا

نتالي بېکوارت

نتالي بېکوارت، واټیکان

راهبه

نتالي بېکوارت لومړنۍ ښځه وه چې د پاپ فرانسیس لخوا د بېشپ پادریانو شورا د منشي مرستیالې په توګه وګومارل شوه. پر دې څوکۍ د هغې دنده دا ده چې د نورو سلاکارانو په څېر پاپ ته د کاتولیک کلیسا د مهمو مسایلو په اړه مشورې ورکوي، او یوازینۍ ښخه ده چې په دې شورا کې د رایی ورکولو حق لري. په ۲۰۲۱ کې د دې شورا سرمنشي وویل د هغې ټاکنه ښيي چې د ښځو لپاره ور پرانیستل شوی دی.

د فرانسې د کاتولیکو راهبه خویندو ټولنې دغه پخوانۍ غړې په فرانسه کې کلیسا ته د ځوانانو د راجلبولو د ملی خدمتونو موسسې لومړنۍ ښځینه مشره وه.

هغسې چې پاپ فرانسیس وايي: دا د عدالت دنده ده چې د ښځو پر ضد د هر ډول توپيري چلند او تاوتریخوالي سره مبارزه وکړي...موږ باید په ګډه په هر ډول چې کېږي د دې ملاتړ وکړو چې په ټولو کچو کې لا نورې ښځې په مشرتابه کې برخه ولري.

نتالي بېکوارت

زهرا جویا

زهرا جویا، افغانستان

ژورنالیسته

زهرا جویا د طالبانو د لومړی واکمنۍ پرمهال شپږ کاله د "محمد" په نوم ښوونځي ته ولاړه. هغې د هلکانو کالي اغوستل خو کله چې په ۲۰۰۱ کال کې د امریکا په مشرۍ نړیوالو ځواکونو د طالبانو واکمني ختمه کړه، هغه ښوونځي ته د زهرا په نوم او بڼې ستنه شوه، نوموړې په ۲۰۱۱م کال کې د خبریالې په توګه کار پیل کړ او ډېر وخت به خبر خونې یوازینۍ ښځینه خبریاله وه.

هغه افغانستان کې د رخشانه میډیا په نوم د ښځو د لومړني فیمینېسټ خبري اژانس بنسټګره ده. دغه اژانس د طالبانو لخوا د سنګسار شوې ۱۹ کلنې رخشانې نوم ورکړ شوی. زهره جویا د ۲۰۲۱م کال اګست افغانستان کې واک ته د طالبانو له راګرځېدو وروسته له افغانستان ووتله. نوموړي اوس له بریتانیا د رخشانې په نوم خپله رسنۍ چلوي او په ۲۰۲۲م کال کې یې د ګېټس بنسټ د بدلون راوستونکې ښځې جایزه تر لاسه کړه.

زه د نرمو خبرو په زور باور لرم او مونږ باید د ښځو پر وړاندې پر بې عدالتیو وغږېږو.

زهرا جویا

نازنین زاغري-رتکلیف

نازنین زاغري-رتکلیف، ایران الاصله بریتانوۍ

خیریه کارکونکي

" دا نړۍ باید سره متحده او یو موټی شي تر څو دا یقیني کړي چې هیڅوک د داسې څه له کبله چې دوی نه دي کړي یرغمل کیږي نه او په زندان کې نه اچول کیږي." دا د ایران الاصله بریتانوۍ نازنین زاغري-رتکلیف وینا ده چې د مارچ په میاشت کې د ایراني چارواکو لخوا له خلاصیدو وروسته یې کړې. د نوموړي میړه ریچارد بیا بیا د بریتانیا پرحکومت فشار اچوه چې نازنین زاغري-رتکلیف راخلاصه او له ایران سره د تاریخي پور پر سر مناقشه حل کړي.

نازنین په ۲۰۱۶م کال کې هغه مهال چې له خپلې لور سره په رخصتیو د ایران په سفر وه ونېول شوه، ورپسې د ایراني چارواکو لخوا د بریتانیا پر حکومت د فشار راوړلو ډېپلوماټیکې مهرې په توګه یرغمل شوه. هغه شپږ کاله په زندان کې وه، نوموړي په پيل کې د انقلابي محکمې لخوا د ایران حکومت د نسکورولو دسیسې په تور نېول شوې وه. کله چې په ۲۰۲۱م کال کې د هغې د سزا لومړۍ حکم موده پای ته ورسیده ورپسې دویم حکم صادر شو او تر ډيپلوماټیک جوړجاړي په ایران کې وساتل شوه. خپله زاغري -رتکلیف دا ټول تورونه په ټینګه رد کړي او دا مهال له خپل مېړه سره د خاطراتو په لیکلو بوخته ده.

اولېنا زېلېنسکه

اولېنا زېلېنسکه، اوکرایین

د اوکرایین لومړۍ مېرمن

اولینا زیلینسکه د تلویزیون یوه بریالۍ متن لیکونکې وه چې د پردې تر شا یې کار کاوه. نوموړې تر هغې وروسته په نړیواله څېره واوښته چې مېړه یې ولادومیر زېلېننسکي په ۲۰۱۹ کال کې د اوکرایین ولسمشر شو. هغې د لومړۍ میرمنې په توګه د میرمنو حقونو او د اوکرایین کلتور ته وده ورکولو لپاره کار کړی.

هغې د روسیې تر یرغل وروسته د اوکرایین خلکو د کړاوونو روښانه کولو لپاره خپل دریځ وکاراوه، د یوه بهرني هېواد د ولسمشر لومړنۍ لومړۍ مېرمن شوه چې د امریکا کانګرس کې یې وینا وکړه. هغه اوس له هغو ماشومانو او کورنیو سره د رواني روغتیا برخه کې پر ملاتړ تمرکز کوي چې د جګړې له امله زیانمن شوي.

ښځو د سولې وخت په پرتله ډیر مسؤلیتونه پر غاړه اخیستي دي ... هغه ښځه چې دا (جګړه) یې تجربه کړې هېڅکله به یو ګام هم شاته نه شي. او ډاډه یم چې زموږ داخلي باور به لا وده ومومي.

اولېنا زېلېنسکه

روزه صالح

روزه صالح، سکاټلنډ

سیاستواله

روزه صالح لومړۍ کډواله ده چې د ګلاسګو ښاري شورا د غړي په توګه ټاکل کیږي، نوموړي دا ویاړ د ۲۰۲۲م کال مۍ میاشت کې تر لاسه کړ، نوموړي لا کوچنۍ وه چې له خپلې کورنۍ سره له عراق څخه کډوالۍ ته اړه شوې. اغلي صالح لا له ورکوټوالي د کډوالو د حقونو لپاره کمپاین پیل کړی. خپله هغه او د ښوونځي ملګرې یې د یوې بلې ملګرې د نیول کیدو پر وړاندې یو ځای اعتراضونو ته هم راوتلې وې.

د ګلاسګو نجونو دا کمپاین پناه غوښتونکو ته په ملي کچه د پام ډېریدو لامل شو.اغلې صالح د یوې بشري فعالې په توګه د ترکیې کردي مېشتو سیمو لیدنه کړې او په سکاټلنډ کې یې له کوردستان سره د پیوستون بنسټ هم جوړ کړی.

اېبیجوک فابورود

اېبیجوک فابورود، نایجېریا

د 'هغه وټاکئ' سازمان - بنسټګره

اېبیجوک فابورود د 'هغه وټاکئ' سازمان له لارې د نایجېریا د ښځو په سیاسي غورځنګ کې بدلون راوستی. د دې دا سازمان په سیاسي استازولۍ کې د نابرابرۍ له منځه وړلو لپاره کار کوي او د افریقا له ۲۰۰۰ ډېرو سیاسي ښځو سره یې اړیکي جوړې کړې دي. له 'اجنډا ۳۵' هشتګ کمپاین سره د ۲۰۲۳ ټولټاکنو کې د ۳۵ ښځو مستقیم ملاتړ کوي چې په سیمه ییزو او فدرالي کچه نوماندې شوې دي. نوموړې هغوی ته بشري او مالي سرچینې برابروي.

نوموړې د افریقا لومړي فیمینېست موبایل اپ سره هم مرسته کوي چې د ټاکنو ډېټا یا مالومات تحلیلوي. فابورود اوسمهال د دیموکراسۍ او کلتور بنسټ د مشرتابه شورا غړې ده، چې د دیموکراتیکو پروسو د ښه والي لپاره نوې لارې چارې لټوي.

سېپېده قولیان

سېپېده قولیان، ایران

سیاسي کمپاینره

اغلي قولیان د حقوقو زده کونکي وه چې په سوېل لویدیځ خوزېستان ولایت کې د کاریګرو د حقونو د ملاتړ په تور پنځه کاله بندې شوه. نوموړي وروستي څلور کالونه د اېوېن په ګډون د ایران په څلورو بېلابېلو زندانونو کې تېر کړي. هغه د ۲۰۲۱م کال د اکتوبر په میاشت کې د سیاسي بندیانو زندان ته هم لېږدول شوې وه.

خو له زندانه هم هغې خپل کار ته دوام ورکړ او یو ځل یې په یوه لیږلی غږیز پیغام کې له نوموړي سره د کیدونکي ناانساني چلن توضیحات ورکړي، هغه د نورو ښځو لپاره هم په یوه اوچت غږ بدله شوې، نوموړي هغه مهال هم چې په ضمانت خوشې شوې وه د ایران په زندانونو کې له ښځینه بندیانو سره د ناانصافیو او شکنجو په اړه کتاب ولیکه .

ناومي لانګ

ناومي لانګ، شمالي ایرلنډ

سیاستواله

د عدلیې پخوانۍ وزیره ناومي لونګ سږکال په شمالي آیرلینډ کې د یو شمېر نوي جنسي جرمونو سره د مبارزې لپاره قوانین رامنځته کړل. په دوی کې ترلمن لاندې د ښځو بدن عکسونه اخیستل، په انلاین بڼه د لوڅو عکسونو لېږلو او د "دردونکي جنسي عمل" دفاع لغوه کول هم شامل وو. لانګ نوموړې ته د مرګ له ګواښونو سره سره د ښځینه سیاستوالو د ځورونې په اړه د پوهاوي د ډېرولو هڅې کړې دي.

د هغې مسلک انجنیري دی او په ۱۹۹۵ کال کې د متحد یا ایلاینز ګوند سره یو ځای شوه، د بیلفاسټ د لارډ ښاروالې په توګه تر خدمت کولو وروسته، په ۲۰۱۰ کال کې ویسټمنسټر لپاره د متحد ګوند له خوا لومړۍ غړې وټاکل شوه، او پخوانۍ لومړی وزیر پیټر رابینسن یې ۳۰ کاله وروسته د ویسټمنسټر له څوکۍ لیرې کړ.

موږ باید هغه چلندونه له منځه یوسو چې یو داسې چاپیریال رامنځته کوي چې ناوړه ګټه اخیستنه پکې عامېږي. دا په دې مانا ده چې موږ ټول په مستقیم ډول او په دوامداره توګه د نارینه استحقاق، جنسیت پالنه، او له ښځو د کرکې کلتور ننګوو.

ناومي لانګ

اورسولا فون در لېین

اورسولا فون در لېین، جرمني

د اروپايي کمیسیون رییسه

د اروپايي کمیسیون لومړنۍ ښځینه مشره اورسولا فون درلېین یو جرمنۍ سیاستواله ده. هغې د انګېلا مېرکل کابینې کې دنده درلوده او لومړنۍ ښځینه دفاع وزیره وه چې جرمني کې ټاکل شوې وه.

په بروکسل کې زېږېدلې، وړاندې له دې چې سیاست ته لاړه شي په اقتصاد او طب کې یې زدکړې کړې وې. په ۲۰۱۹ کې د اروپايي ټولنې په لوړه دنده وټاکل شوه، او له هغې راهیسې یې د برېګزېټ، کووېډ-۱۹ نړیواله وبا او د اوکرایین جګړې پر مهال د اروپايي کمیسیون مشري کړې. اورسولا د اروپايي ټولنې د هغه قانون ملاتړ کړی چې له شرکتونوغواړي چې په مشرتابه شورا کې یې باید جنسیتي انډول برابر وي. دا قانون سږکال تصویب شو.

Sanna Marin

هغه د ۲۰۲۰ کال د ۱۰۰ ښځو لیست کې د شاملې، د فنلنډ لومړۍ وزیرې سنا مارین لخوا نومول شوې ده

په داسې حال کې چې اروپا له پرله پسې کړکیچونوسره مخ وه، اورسولا فون درلېین بېسارې ژمنتیا وښوده او له اروپايي ټولنې سره یې مرسته وکړي چې په ګډه د دغو ننګونو پر وړاندې بریالۍ شي. د هغې مشري پیاوړې اوغښتلې ده. وخت ستونزمن و، خو هغه ترې غښتلې ده.

زارا محمدي

زارا محمدي، ایران

ښوونکې

زارا محمدي د نوجین سوشیو په نوم د کلتوري ټولنې چلولو تر څنګ له یوې لسیزې راهیسې خلکو ته پخپل پلرني ښارګوټي سنندج کې چې د ایران دریم لوی ښار بلل کیږي کوردي ژبه ور زده کوي.

د ایران په قوانینو کې د سیمه ییزو او نورو توکمو ژبو زده کولو ازادي ده، خو قانون پوهان او فعالان وایې دا تعریف په عمل کې داسې نه دی او په وینا یې ډېرو زدکوونکو ته پخبله مورنۍ ژبه د زده کړو زمینه نده برابره. ایراني حکومت زارا محمدي بهرنیو ټولنو او ګروپو ته په کار کولو تورنه کړې او په وینا یې هغه پخپلو کارو د ایران ملي امنیت ته صدمه رسوي. اوس زارا په پنځه کاله بند محکومه ده او د ۲۰۲۲م کال د جنورۍ له میاشتې په زندان کې ده.

عایشه ملک

عایشه ملک، پاکستان

قاضي

سږ کال د پاکستان ستره محکمه کې د لومړنۍ ښځينه قاضي په توګه ټاکل شوې قاضۍ 'عایشه اې ملک' د ښځو د حقونو خوندیتوب لپاره پرېکړې کړې دي. په دې کې هغه تاریخي حکم هم شامل دی چې د جنسي تیري قربانیانو تش په نامه د 'دوه ګوتو' ازموینه منع کوي. د"پیغلتوب ازموینې" دا چاره د جنسي تیري د قضیو د ازموینو بهیر کې ترسره کیدله خو په 2021 کې غیر قانوني وګڼل شوه.

اغلې ملک په سترې محکمې کې د کار تر څنګ د نړۍ ببلابېلو برخو کې قاضیانو ته روزنه هم ورکوي او په پاکستان کې یې د ښخینه قاضیانو لپاره کنفرانس هم پرانیستی، چې په عدلي سیستم کې د جنسیت په شمول ځینې بحثونه هڅوي.

ښځې باید یو نوی حکایت جوړ کړي- هغه چې د دوی لیدلوری او تجربې پکې شریکې او شاملې وي او هم د دوی کیسې پکې شاملې وي.

عایشه ملک

میا موتلي

میا موتلي، باربادوس

لومړۍ وزیره

میا موتلي د باربادوس لومړنۍ ښځینه لومړۍ وزیرې په توګه تېره جنورۍ کې ټاکنې په غټ توپیر وګټلې او دویم ځل لپاره واک کې پاتې شوه. هغه له ۲۰۰۸ کال راهیسې د باربادوس د کارګر ګوند مشره ده. نوموړې د کارېبین دا ټاپو داسې مهال رهبري کړ چې د بریتانیا له شاهي کورنۍ سره یې اړیکي پرې کړې، پاچا یې د دولت له مشرۍ ګوښه کړ او نړۍ کې د یوه نوي جمهوریت په توګه رامخ ته شو.

موتلي د اقلیم بدلون په اړه د ډانګ پیېلو څرګندونو له کبله مشهوره ده. په کاپ ۲۷ سرمشریزه کې یې پر شتمنو هېوادونو نیوکه وکړه چې د اقلیمي کړکېچ مخنیوي کې پاتې راغلي دي. نوموړې خبرداری ورکړ چې که ګامونه پورته نشي تر ۲۰۵۰ کال پورې ښايي یو میلیارد کسان د اقلیمي بدلون له کبله کډوال شي.

ایریکا هېلټن

ایریکا هېلټن، برازیل

سیاستواله

ایریکا لومړنۍ تور پوستې ښځه ده چې د برازیل ملي کانګریس څوکۍ ته ټاکل شوې. ایریکا هیلټن یوه فعاله ده چې د توکمپالنې ضد کمپاین کوي ، دغه راز د همجنس خوښو یا LGBTQ او بشري حقونو لپاره کار کوي.

د یوې تنکۍ پیغلې په توګه، هغه خپلې محافظه کاره کورنۍ له کوره وشړله او پوهنتون ته تر تګ مخکې یې پر سړکونو ژوند کاوه. د زده کړې پر مهال سیاسې فعالیت شالید سره، هیلټن ساو پاولو ته لاړه او د کیڼ اړخ PSOL ګوند سره یوځای شوه. په ۲۰۲۰ کال کې د ښاروالۍ استازۍ شورا ته وټاکل شوه او د قانون لیکلو ته یې مخه کړه، چې د برازیل په ترټولو لوی ښار کې د لوږې پروړاندې د ښاروالۍ بودجه معرفي کړه.

Save translation زموږ مبارزه د مساوي حقونو، مساوي معاشونو او د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي پای ته رسولو لپاره ده، که موږ تور، لاتیني، سپین، غریب، بډایه یو او یا مو هم جنسیت بدل کړی وي

ایریکا هېلټن

ماریا فرناندا کاسترو مایا

ماریا فرناندا کاسترو مایا، مکسیکو

د معلولینو فعاله

فرناندا کاسټرو د یوې ښځې په توګه چې ذهني معلولیت لري، د خپل ځان په شان نورو کسانو لپاره مبارزه کوي، چې وکولی شي په سیاست کې ونډه واخلي. هغه د معلولینو د حقونو ملاتړ د یوې ډلې برخه ده چې د بشري حقونو د څار لخوا یې ملاتړ کیږي او په مکسیکو کې یې له ټولو سیاسي ګوندونو غوښتي چې په خپلو پالیسیو کې د ذهني او زده کړې معلولیت لرونکي کسان شامل کړي

د هغې کار د سیاسي پریکړو په اړه اسنادو کې د ژبې لاسرسی، او په سیاسي ګوندونو او ټاکنیزو چارو کې ګډون شامل دي. کاسټرو ملګرو ملتونو ته د مکسیکو د پلاوي یوه برخه وه چې د معلولیت حقونو په اړه راپور وړاندې کړي، او د نړیوال ګډون شبکې نړیواله استازې هم ده.

چانېل کانتوس

چانېل کانتوس، اسټرالیا

د جنسي اړیکې د رضایت فعاله

چانېل کانتوس "موږ ته رضایت رازده کړئ" په نامه د یوغورځنګ بنسټګره ده چې د عمومي رضایت او جنسي پوهاوي لپاره مبارزه کوي. هغې په ۲۰۲۱ کې پرانسټاګرام یوه کیسه خپره کړه او له خپلو څارونکو یا فالوورانو یې وپوښتل چې ایا په تاسې ښوونځي کې جنسي تېری شوی او یا داسې څوک پېژنئ چې ښوونځي کې ورسره جنسي زیاتی شوی وي. ۲۴ ساعتونو کې له ۲۰۰ ډېرو کسانو د "هو" ځواب ورکړ.

نوموړې د یوه غوښتنلیک په سپارلو سره اسټرالیا کې د جنسي نږدې کېدو رضایت په اړه کم عمر کې د زدکړو غوښتنه وکړه. د هغې د دغه کمپاېن له برکته به له ۲۰۲۳ کال وروسته له وړکتون نیولې تر لس کلنۍ ټولو ښوونځیو کې د رضایت په اړه زدکړې اجباري شي. هغه اوس خلکو ته د مقاربت پر مهال له رضایت پرته د کانډوم لیرې کولو یا پټولو په اړه پوهاوی ورکوي او دا چې دغه کار باید د قانون له مخې جرمي عمل وبلل شي.

ایوا کوپا

ایوا کوپا، بولیویا

سیاستواله

د ایمارا نسل پخوانی زدکونکی مشره ایوا کوپا په بولیویا کې سیاست ته مخه کړې. د د غه هېواد دویم لوی ښار اېل التو ښاروالې په توګه د خپل ګوند د نوماندۍ په ګټلو کې تر پاتې راتللو وروسته، ایوا د سیال نوماند پر وړاندې ودرېده او د او هغه ټاکنې یې په ۶۹ سلنه رایو سره وګټلې. هغې په دې وروستیو کې د ښځو لپاره د ښار پلان اعلان کړ، چې موخه یې د پالیسۍ او پانګونې له لارو د ښځو حقونه پیاوړي کول دي.

کوپا نوې سیاستواله نه ده، بلکې د ۲۰۱۵ تر ۲۰۲۰ کلونو یې د مشرانو جرګې غړې په توګه کار کړی دی. له واکمن ګوند څخه د هغې جلا کېدل د ډیرو لخوا په بولیویا کې د یو متنوع سیاسي لرلید په لور د بدلون په سترکه لیدل کیږي.

موږ ډیرو ښځو مشرانو ته اړتیا لرو، چې تل پر خپلو پښو ولاړې وې ، هیڅکله په ګونډو نه وي

ایوا کوپا

چینګ ین

چینګ ین، تایوان

بودايی بشردوسته

دھرما ماسټر چېنګ ین د عصري تایوان بودیزم په پراختیا کې یو له خورا اغیزمنو شخصیتونو شمیرل کیږي. د ژو چی بشردوستانه مرستو بنسټ ایښودونکې، چې ځینې وخت د "آسیا ټیریسا مور" په توګه هم پیژندل کیږي.

هغې په ۱۹۶۶ کال کې دغه موسسه یوازې د ۳۰ کور مېرمنو په مرسته پیل کړه، چې د خپلو سپما شویو پیسو په وسیلې به یې له اړمنو کورنیو سره مرسته کوله. له هغه وخت تر اوسه د نړۍ په کچه مبلیونونه لارویان لري، دوی نړیوالې مرستې او طبي مرستې چمتو کوي، ښوونځي او روغتونونه پرمخ وړي. اوس هغه د خپل ژوند د اتیایمې لسیزې په وروستیو کې ده، خو د هغې پیروان لا هم خپلوبشردوستانه خیریه کمپاینونو ته دوام ورکوي او په دې وروستیو کې یې د جنګ ځپلي اوکرایین کډوالو ته مالي او مادي مرستې هم برابرې کړې.

کلتور او ورزش

سلیمه راضیه موکانسانګا

سلیمه راضیه موکانسانګا ، رونډا

لوبڅاره

سلیمه راضیه موکانسانګا نړیوال فوټبال لپاره د یوې تاریخي شېبې په توګه د فیفا لخوا د دریو لومړنیو ښځینه لوبڅارانو کتار کې غوره شوه چې په قطرکې د ۲۰۲۲ کال د نارینه وو په نړیوال جام کې رسمي دنده ترسره کړي- دا د نارینه وو فوټبال نړیوال جام په تېر ۹۲ کلن تاریخ کې لومړی ځل دی چې یوه ښځه پکې لوبڅارنه کوي.

سلیمه تېره جنورۍ کې لومړنۍ ښځه شوه چې د افریقايي هېوادونو د نارینه فوټبال یوه لوبه کې یې لوبڅارې وکړه او د توکیو اولمپیک په لوبو کې یې هم دغه دنده درلوده. د ښځو د فوټبال په نړیوالو لوبو کې یې وار له مخه په لوړه کچه مشرتوب کړی. هغې د سپورت برخې ته له راتګ وړاندې د دایې په توګه روزنه کتلې.

ګیتانجالي شري

ګیتانجالي شري ، هندوستان

لیکواله

ناول لیکونکې او لیکوالې ګیتانجالي شري سږکال تر هغې وروسته تاریخ سازه شوه چې د 'رېت سماندهي' یا د شګو مقبرې ناول انګلیسي ژباړې یې بوکر نړیواله جایزه وګټله. نوموړې لومړنۍ هندي لیکواله شوه چې دا جایزه ګټي. د دغه کتاب فرانسوي ژباړه د ایميل ګویمېت جایزې ته هم شارټ لیست شوې وه.

شري په هندي ژبه افسانې لیکي او په هندي او انګریزي غېرافسانوي داستانونه لیکي. د هغې اثار چې نوښتګره ژبه او جوړښت پکې کارول شوی، په ډېرو هندي او بهرنیو ژبو ژباړل شوي. هغه همدا راز د تیاتر د 'ویوادي' ډلې سره په همکارۍ تیاتري لیکنې هم کوي. شري د دې ډلې بنستګره غړې ده.

ښخو تل د خپل دریځ لپاره زیار ایستلی. د ژوند په ټولو ساحو کې یې د پام وړ پرمختګ کړی، که څه هم په ټولو کلتورونو او طبقو کې یوشان نه دی.

ګیتانجالي شري

الا پوګاچووا

الا پوګاچووا ، روسیه

موسیقي غږونکې

لوبغاړې او کمپوزره 'الا پوګاچووا' د خپلو سندرو له ۲۵۰ میلیونو زیات ریکارډونه پلورلي دي. څه باندې ۵۰۰ سندرې یې ویلي او۱۰۰ البومونه لري. د روسي پاپ یا ولسي موسیقۍ دا ملکه یوه نامتو کلتوري څېره ګڼل کېږي، چې د خپل غږ له امله شهرت لري، خو اوس نه لوبېږي او تقاعد یې کړی.

روسیې یې په وار موسیقي ستایلې، خو پوګاچووا څوځله د حکومت پرضد وینا کړې. په دې وروستیو کې هغې پر انسټاګرام خپلو ۳.۶ میلیون فالوورانو ته یو پیغام خپورکړ او د اوکرایین جګړه یې غندلې، چې پر وړاندې یې راز راز غبرګونونه څرګند شول، له ستایلو نیولې د خیانت تر تورونو پورې.

نړۍ زدکړو ته د ښځو لاسرسي او مالي خپلواکي لپاره مبارزه کې پام وړ پرمختګ کړی. خو په ډېرو هېوادو کې کورنی تاوتریخوالی لا تر اوسه یوه لویه مسله ده.

الا پوګاچووا

اونس جابیور

اونس جابیور ، تونس

ټېنس لوبغاړې

د تونس ټینس ستورې اونس جابیور د ۲۰۲۲ کال ویمبلډن سیالیو کې تر تاریخي خغاستې وروسته لومړۍ عربه یا افریقایي ښځه شوه چې د 'ګرانډ سلم' سیالیو پایلوبې ته ورسېده. هغه تر دې یوازې څو میاشتې وروسته د متحدو ایالتونو د پرانیستو سیالیو پایلوبې ته هم ورسېده.

اته ویشت کلنې جابیور له درې کلنۍ ټینس لوبه پیل کړې او د ښځو ټېنس ټولنې کې یې دویم مقام خپل کړ. دا تر ټولو لوړ مقام دی چې د عرب ښځو او نارینه وو ترمنځ د دوی یو کس ورته رسېږي. اغلې جابیور په دې برخې کې درې مقامونه ګټلي دي او د لوبغاړو نوي نسل ته الهام بښونکې بلل کیږي.

زار امیر ابراهیمي

زار امیر ابراهیمي، ایران

هنرمنده

سږ کال زار امیر ابراهیمي لومړی ایرانۍ میرمن ده چې په هولي سپایډر فلم کې د هنري رول لوبولو او فلم جوړولو له کبله یې د کېنز غوره هنرمندې اېوارډ واخیست، دا فلم د یوه ریښتیني داستان پر بنسټ چې پکې جنسي کارکوونکي هدف ګرځول کیږي جوړ شوی دی.

امیر ابراهیمي د تعقیب اوځورونو څخه د مخنیوي په موخه ایران پرېښود، کله چې دهغې یوه خصوصي ویډیوراووتله او د هغې د مینې تېرژوند په اړه د بدنامۍ یو کمپېن سره مخ شوه . هغه په ۲۰۰۸م کال کې پارېس ته ولاړه او هلته یې الامبېک کمپنۍ په نوم خپل تولیدي کار پیل کړ. نوموړي د کمرې پر وړاندې او د پردې تر شا د پام وړ ارزښتناک کار تر سره کولوته دوام ورکړ.

دېما اکتع

دېما اکتع، سوریه

زغاستونکې

د دیما اکتع کور په ۲۰۱۲م کال کې بمبار شو . په دې بمبارۍ کې هغې خپله یوه پښه وبایلله او له دې سره د هغې د خوښې یو مهم شی هم له توانه ووت، یعنې منډې وهل. په اټکلي ډول ۲۸ سلنه سوریایې وګړي یو نه یو ډول معیوبیت لري او د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې دا د نړیوالو شمېرو دوه برابره دي. لس کاله وروسته اکتع اوس په بریتانیا کې ده او د ۲۰۲۴م کال پارا المپېک سیالیو ته چمتوالی نیسي.

د کورونایې محدودیتونو پر مهال هغې د کډوالو لپاره د پیسو جمع کولو کمپاین وکړ. هغه د انګلستان د فوټبال د بدیلې لوبډلې ، لاین هارټس غړې نومول شوې. د نوموړي داستان د پاپ موسیقۍ مشهورې سندرغاړې ان ماری په یوه ویډیو کې هم تصویر کړی. هغه هڅه کوي چې د معیوبینو د پیاوړتیا او له هغوی سره د خلکو د چلند په اړه عامه پوهاوی ډېر کړي.

بیلي ایلیش

بیلي ایلیش، د امریکا متحده ایالتونه

سندرغاړې - سندرې لیکونکې

د ګرامي جایزې ګټونکې او ریکارډ ماتونکې ستورې 'بیلي ایلیش' له دې امله شهرت موندلی چې د موسیقۍ ډګرکې پولې نړوي- لکه 'ستا ځواک' یو کسي سندره یې چې له کم عمره نجونو ناوړه ګټه اخیستونکي غندي او د اقلیمي بدلون په اړه سندره یې چې وايي 'ټولې ښې نجونې دوزخ ته ځي'.

هغه سږکال ګلاستنبري فیسټیوال کې له دې کبله تر ټولو د ځوانې سندرغاړې په توګه خبر سازه شوه، چې د امریکا متحدو ایالتونو د سترې محکمې لخوا یې د حمل زیانولو د قانوني حق لغوه کېدو خلاف اعتراض وکړ. نوموړې همدا راز د بدني انځور، د خپل رواني فشار دورو او له تورېتس سنډروم سره د ژوند په اړه ډاګیزه وغږېده.

زه د اوسني وخت په اړه وېره او اندېښنه کې یم. تر ډېره د ښځو په اړه. داسې ځانګړی وخت و چې زه د ناهیلیو په دغسې یو کنده کې وم ځکه نه مې کتل چې زما په څېر نجونې دې جدي وګڼل شي.

بیلي ایلیش

سلما بلایر

سلما بلایر، د امریکا متحد ایالتونه

لوبغاړې

سلما بلایر یوه امریکايي فلمي او تلویزیوني ستورې ده چې د پاپ کلتور کلاسیکو فلمونو لکه 'ظالمانه نیتونه'، 'قانوني بلونډ' او 'هېل بوای' سریالونو کې د لوبېدلو له امله یې شهرت موندلی.

په ۲۰۱۸ کې هغه د مولټیپل سکلېروسېز تشخیص شوه او د دې حالت په اړه د عامه پوهاوي هڅو له امله ستایل شوې. نوموړې په ډاګه د خپلو روغتیايي ستونزو په هکله غږېږي. سږکال یې د 'مین بې بي' یا بد چلنده ماشوم به نامه خپلې خاطرې خپرې کړې او د سینګارتوکو یو شرکت سره یې لاس یو کړ چې د سینګار داسې توکپ جوړ کړي چې کارول یې هر چا ته اسان وي.

زه داسې ښځه یم چې سخت ژوند مې تېر کړی، کېدی شو زما ځواک یې په اسانۍ سره له منځه وړی وای، خو زه د نورو ښځو د ملاتړ له امله اوس دلته یم.

سلما بلایر

سنیها جاوېل

سنیها جاوېل، هندوستان

ټولنیزه فعاله

د سنیها جاوېل مېړه دا د ۲۰۰۰ کال ډسمبر کې تر هغې وروسته د تېلو اور کې وسوځوله چې مور او پلار د ولور ورکولو توان نه درلود. کورنۍ یې پولیسو ته شکایت ونه کړ. وروسته له هغې چې مېړه یې د دوې له زوی سره تر ولاړ، سنیها تکل وکړ چې د یوې پال کتونکې او سکرپت لیکونکې په توګه له سره ژوند پیل کړي- دا داسې کارونه و چې په ترڅ کې یې خلکو د هغې مخ نشو لیدلای.

له جاوېل، چې اوس ټولنیزه کارکونکې ده، غوښتل شول چې په ۲۰۱۲ کې ډیلي کې د یو ډله ییز جنسي تېري د قربانۍ په نوم 'نیربهایا' تیاتر ننداره کې رول ولوبوي، چې له تاوتریخوالي د ژغورل شویو کسانو د تجربو پر بنسټ جوړه شوې وه. هغه د نړۍ له بیلابیلو برخو د ورغلو کتونکو پر وړاندې تیاترکې رول لوبولو په مرسته بریالۍ شوه چې پرخپل ډار او وېرې برلاسه شي.

تېرو ۱۰ کلونو کې د هغو کسانو په اړه چې په اور یا تېزابو سوځول شوي او ژغورل شوي د ټولنې چلن بدل شوی. زه خپل ځان د ښکلا له نړیوال ستوري کم نه ګڼم. وایم زه تراوسه هم ښکلې یم، همداسې یم.

سنیها جاوېل

ریما جفالي

ریما جفالي، سعودي عربستان

د سیالۍ موټر چلونکې

ریما جفالي په ۲۰۱۸ کال کې د لومړنۍ مېرمنې په توګه د موټر ځغلونې مسلکي سیالۍ کې ګډون سره تاریخ جوړ کړ، سږ کال هغې خپل ټیم Theeba Motorsportجوړ کړ، چې د جي ټي په نړیوال نندارتون کې سیالي وکړي او د موټرو ځغاستې سیالیو ته د سعودي عربستان لاسرسی او ګډون ته وده ورکړي. د خپلې ډلې یا ټیم له لارې، مسلکي موټر چلوونکو په سپورت کې رنګینۍ ته د وده ورکولو په موخه بېلابېل ښوونیز او روزنیز پروګرامونه جوړوي.

په ټوله نړۍ کې د نورو ښځینه موټر ځغلوونکو لپاره بېلګه، جوفالي هیله لري چې د Theeba Motorsport سره د لي مانس ۲۴ -ساعتونو سیالۍ کې ګډون وکړي او یو ځل بل په سر کې ځای ولري.

په ټولنه کې د ښځو لپاره ډېرې کلیشې شته، د ټولنې په شان د کورنۍ ملاتړ ته هم اړتیا ده چې مانا داره او تلپاتې بدلون رامنځ ته شي.

ریما جفالي

یولیمار روخاس

یولیمار روخاس، وینزوېلا

ورزشکاره

یولمار روجاس د المپیک مډال ګټونکې (د سرو زرو او سپینو زرو) او درې ځله نړیوال اتله، د مارچ په میاشت کې د نړیوال سالون دننه اتلیټیک سیالیو کې د ۱۵،۷۴ مترو په واټن ټوپ وهلو سره د نړۍ ریکارډ جوړونکې شوه. هغې اوس د یوې لویې لاسته راوړنې په لور تکل کړی چې ۱۶ متره ټوپ ووهي .

د وېنزوېلا په کارا کاس کې زېږېدلې او د کارابین سمندرغاړو بې وزلې سیمې کې را لویه شوې ده. هغه وايي بې وزله او فقیرانه ژوند ورسره بریاوو ته رسېدو کې مرسته کړې. اوس مهال د بارسلونا FC اتلیتیک لوبډلې برخه ده، روخاس په خپل هېواد کې د اتلې حیثیت ترلاسه کړی. هغه په ښکاره توګه همجنس خوښې ده او د LGBTQ+ مسلو په تړاو په یوه مدافع غږ بدله شوې ده.

موږ ښځې باید ونه وېرېږو. زموږ لپاره هېڅ هم ناممکن نه دي، دا لا دمخه روښانه ده چې موږ کمې ګڼل کېږو، خو موږ وار دمخه په ډېر ویاړ سره ښودلې چې وړتیا لرو.

یولیمار روخاس

اېلناز رکابي

اېلناز رکابي، ایران

غر ختونکې

تېره اکتوبر میاشت سوېلي کوریا کې د اسیایي اتلوالیو پر مهال اېلناز رکابي له پړوني پرته ګډون وکړ، چې په دې توګه یې خپل هېواد کې له اجباري حجاب سره مخالفت او د ایران له خلکو سره ملاتړ ښودلی وي. هغې په دې اتلوالیو کې څلورم مقام وګاټه او د ایراني لاریونوالو ترمنځ یې ښه محبوبیت وموند. ایران ته د بېرته ستنیدو پر مهال یې په تهران هوایې ډګر کې ډېرو خلکو تود هرکلی وکړ او په ټولنیزو رسنیو ډېره وستایل شوه.

وروسته په یوه انسټګرام پوسټ کې هغې ولیکل چې د سیالیو پر مهال یې حجاب په ناڅاپي ډول غورځیدلای و، هغې د ایران په دولتي تلویزیون له دې کبله له خلکو بخښنه هم وغوښته خو وروسته بي بي سي فارسي ته سرچینو وویل چې له نوموړې دا مرکه په زور اخیستل شوې.

الېکسندرا سکوچیلېنکو

الېکسندرا سکوچیلېنکو، روسیه

هنرمنده

الېکسندرا سکوچیلېنکو په مارکېټ کې د توکوپر نرخ پاڼو باندې د اوکرایین جګړې په ضد پیغامونه خپرول چې وروسته په همدې تړاو ونېول شوه، نوموړي د اوکرایین ماریپول ښار په یوه سینما د روسانو د برید له کبله اوښتو انساني زیانونو په اړه هم لیکنې کړي وې، وروسته یوه سودا اخیستونکي د هغې دې کار په اړه شکایت ثبت کړ او الېکسندرا د روسي ځواکونو پر وړاندې د نفرت او ناسمو معلوماتو پر خپرولو تورنه شوه.

اوس مهال هغه د محکمې وروستي حکم تر صادریدو په توقیف کې ده، نوموړي وايي د خپل فکر په خاطر بندي شوې چې له لس کاله زندان سره مخ کیدای شي.

سکوچلېنکو ژور خفګان او مانیا ناروغۍ په ګډون د رواني روغتیا په اړه څو کومیدي کتابونه لیکلي. د هغې ملګرې په توقیف خونه کې د اغلي الېکسندرا روغتیايي وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې.

نانا دارکوا سکیاماه

نانا دارکوا سکیاماه، ګانا

لیکواله

د هغې کتاب د افریقايي میرمنو جنسی ژوند کتابونو مخ کتنې په بهیر کې "د جنسي آزادۍ په لټه کې حیرانونکي راپور" په توګه تشریح شوی. دا د اکانومېست مجلې لخوا د کال د غوره کتابونو په لیست کې شامل شوی وو، چې د لویدیځ او نړۍ له ګوټ ګوټه د مختلفو خلکوغږونه منعکسوي.

لیکواله او ښځینه فعاله نانا ډارکوا سیکییاما د افریقايي میرمنو د خوب خونو څخه د سفرونو شریکولو بنسټ ایښودونکې هم ده - یوه ویب پاڼه، پوډکاسټ او فستیوال چې د جنسي کړنو، جنسیت او خوښۍ په هکله د افریقايي میرمنو تجربو بیاکتنې لپاره منځپانګې رامنځته کوي.

د ښځو ملاتړې په دې بریالۍ شوې چې د ټولو میرمنو لپاره ځای جوړ کړي. خو موږ له یوه غبرګون سره مخ یو، هغه چې زموږ د لاسته راوړنو پایله ده - او دا غبرګون په ځانګړې توګه د متنوع جنسیت لرونکي او هغه کسان چې د جنسیت په اړه دودیزه مفکورې سره مطابقت نه لري، اغیزمنوي.

نانا دارکوا سکیاماه

سالي سکېلز

سالي سکېلز، اسټرالیا

هنرمنده

د هنر سلاکاره سلي سکېلز په ۲۰۲۲ کال کې هغې ډلې ته وګومارل شوه چې د اسټرالیا له حکومت سره له نظر پوښتنې څخه مخکې کار کوي او د "پارلمان ته غږ" په نوم پیژندل کیږي. یوه تاریخي مشوره چې که بریالۍ شي، نو به په پارلماني چارو کې به د خلکو د دایمي استازیتوب وکړي.

سکېلز یوه محترمه کلتوري مشره او هنرمنده ښځه ده چې د اسټرالیا سویل د انانګو پیتجانتجاجارا یانکونیتجاتجارا (APY) لویدیځ کې په لیرې پرتو سیمو کې ده. هغه دویمه ښځه ده چې د APY د مشرې په توګه دنده ترسره کوي. د APY هنري مرکز چې د ځايي اصلي خلکو ملکیت کلتوري شرکتونو یوه ډله ده، ویانده هم ده.

Julia Gillard

د ۲۰۱۸ کال د ۱۰۰ لیست کې شاملې پخوانۍ سیاستوالې جولیا ګیلارد لخوا نومول شوې ده

سالي د عالي هنر او انساني پوهاوي دواړو یوه ښه بېلګه ده. د نورو ذهن په روښانه کولو او هڅولو سره، د نژاد پرستۍ او جنسیتپالنې ناوړه ترکیب پای ته رسولو لپاره بدلونونو کې رول لوبوي.

مي کیونګ (میکي) لي

مي کیونګ (میکي) لي، سویلي کوریا

پروډیوسره

میکي لي د هنرونو د یوې ټینګې ملاتړې په توګه کوریا کې د یوې کلتوري څپې مشري کوي. هغه د کې- پاپس د نړیوالې بریا ترشا یو فعال ځواک او د موسیقۍ (KCON) نړیوال فېسټیوال بنسټګره ده. هغه د 'پرازیټ' په نوم د یوه فلم اجرائیوي پروډیوسره هم ده او دا د بهرنۍ ژبې لومړنی فلم دی چې د ښه انځور اوسکار جایزه یې ګټلې.

لي د سویلي کوریا د تفریحي تولیداتو صنعت د "سي جی يي‌اېن‌اېم" ټولنې مرستیاله رييسه هم ده - دا د فلم او تلویزیون یوه پیاوړې سټډیو، د کېبلي خپرونو او د موسیقۍ تولید کمپنۍ ده.

Rebel Wilson

هغه د ۲۰۲۱ کال د ۱۰۰ ښځو نوملړ کې د شاملې ممثلې رېبل ویلسن لخوا نومول شوې.

"هغه یو بشپړ ښځینه ځواک او ما لپاره یوه بېلګه ده. هغې د خپل کلتور استازیتوب کړی، نړۍ ته یې ورپېژندلی او زیار یې د لوړې کچې دی."

ریتا مورینو

ریتا مورینو، پورتوریکو/ متحد ایالتونه

لوبغاړې

ډېر لږ لوبغاړې دې مقام ته رسېږي چې ایمي، ګرامي، اوسکار او ټوني په څېر ټولې جایزې وګټي- ریتا مورینو له همدغسې کسانو یوه ده. دې پورتوریکويي ممثلې، سندرغاړې او نڅاګرې په ۱۳ کلنې کې په براډوې کې خپل هنری کار پېل کړاو په تېرو اوو لسیزو کې یې ډېر بریالیتوبونه درلودل.

هغه که څه هم 'باران کې د سندرې ویل' او 'پاچا او زه' په نامه فلمونو کې وځلېده، خو د 'وېست سایډ سټوري' په نامه فلم کې د انیتا په نوم د دې رول د دې لامل شو چې د لاتینې امریکا لومړنۍ فلمي لوبغاړې شي چې د اوسکار جایزه یې وګټله. فلم جوړونکي ستیون شپیلبرګ د مورینو لپاره یو بشپړ کرکټر لیکلی و. مورینو اوس څه باندې ۹۰ کلنه ده.

لورا مکالېستر

لورا مکالېستر، وېلز

پروفیسوره او پخوانۍ فوټبالره

د وېلز د فوټبال لوبډلې پخوانۍ لوبډلمشره لورا مېکالېستر په ورزشي حکومتوالۍ کې څو لوړرتبه دندې ترسره کړې. هغه اوس د اروپایې ټولنې فوټبال Uefa د یوې کمیټې مرستیاله ده. هغه د ۲۰۲۱م اپرېل په میاشت کې د همدې بنسټ یعنې یوفا په استازولۍ ټاکنو ته هم ولاړه وه.

د کاردېف پوهنتون دا پروفیسوره د وېلز په سیاست پوهه میرمن ده. سږ کال هغه د وېلز لخوا د LGBT ورزشي سفیرې په توګه ټاکل شوې چې د دوی په استازولۍ په قطر کې د فوټبال په نړیوال جام کې برخه واخلي. خو لوبغالي ته د تلو پر مهال له هغې غوښتل شوې وه چې د +LGBTQI سره د همدردی رنګه پټۍ لرې کړي.

میلي

میلي، تایلنډ

د رپ موسیقي هنرمنده

هنرمنده او د سندرو لیکونکې دانوفا کاناتیراکول، چې د هنري ډګر په 'میلي' نوم ډېره مشهوره ده، د ښکلا غېرواقعبینه معیارونواو جنسي رضایت په شان مسلو ته رسېدو لپاره ناندره ییز شعرونه ټاکي. هغه په بېلابېلو ژبو اولهجو رپ سندرې بولي او د تایلنډ د ټرانسجنډر ټولنې عامیانه ژبه هم پکې کاروي. هغې په دې وروستیو کې خپل لومړنی البوم خپور کړ چې 'باب بوم بوم' نومېږي.

نوموړې سږکال هغه مهال د ډېروخلکو پام ځان ته واړوه چې په کوچېلا فیسټیوال کې یې پر کلیشه يي باورونو او حکومت نیوکې وکړې او د ستیج پر سر یې د تایلیند دودیز خواږه خواړه 'منګو سټیکي رایس' وخوړل. هغه تېر کال د کوویډ-۱۹ ناروغي په اړه د تایلنډ حکومت پر تګلارو د نیوکو له کبله د بدنامولو تورونو سره مخ شوه. له هغې وروسته د 'میلي وژغورئ' هشټګ ډېر لاس په لاس شو.

اېسرا واردا

اېسرا واردا، الجزایر/ امریکا

نڅاګره

د الجزایر کډواله ماشومه، اېسرا وردا یوه فرهنګي مبارزه ده چې دودیزه الجزایري نڅا یې د خپل اوسېدو له خونې ټولګي ته ځان وړې ده. هغه د شمالي افریقا د مېرمنو نڅا د دودنو ساتنې لپاره کمپاین او وکالت کوي. هغه په raï چې یو ولسي ژانر دی او له تاریخي پلوه له ټولنیز اعتراض سره تړاو لري، ځانګړي تمرکز کړی.

هغه د چیخا رابعه یوه ښوونکې ده، چې په بهر کې د دودیزو raï له څو ښځینه استادانو یوه ده. وردا یوه ګرځندویه هنرمنده او ښوونکې ده او د هغې نندارې او ورکشاپونو له واشنګټن ډي سي نیولې تر لندنه ټولې نړۍ ته لار موندلې.

وېلیا ويدال

وېلیا ويدال، کولمبیا

لیکواله

وېلیا د کولمبیا د ال چاکو سیمې د کلتور یوه کیسه ویونکې او ترویج کوونکی ده. ویلیا ویدال په ګډه د لوستلو مینه واله ده. هغه د میټوټ Motete بنسټ ایښودونکې ده، هغه اداره چې د لوستلو او سواد زده کړې ته وده ورکوي، او همدارنګه د چوکو Chocó ځانګړي کلتور لپاره کار کوي. وېلیا د Chocó د لوستلو او لیکلو فیستیوال چارې هم تنظیموي او ادب ته د کولمبیا په یوه خورا محرومه سیمه کې نابرابرۍ او توکمپالنې سره د مبارزې لپاره د یوې وسیلې په توګه ګوري.

د هغې وروستی کتاب، Aguas de Estuario، د کولمبیا د کلتور وزارت لخوا د افریقا - کولمبیا لیکوالانو لپاره د خپرونو لومړنۍ ګټونکی شو. هغه دغه راز د Afluentes پروژې څیړونکې ده چې د برتانیا موزیم سره یو ګډ نوښت وو.

موږ اوس پر ښځو د تاریخي ظلمونو او د هغوی د حل لارو پر اړتیا تر ډېره خبر یو، خو موږ په دې نه پوهیږو چې د توکمپالنې ظلمونه د افریقا او سیمې پر خلکو څومره ژور اغېز لري.

وېلیا ويدال

سارا چان

سارا چان، سوېلي سوډان

NBA سکاوټر

د باسکټبال پخوانۍ مسلکي لوبغاړې سارا چان اوس په ټولې افریقا کې تنکي خوانان روزي، دوی ته ورزش ورښیې او څاري یې.هغه په افریقا کې لومړی میرمنه ده چې د باسکټبال ټيم روزنې مسوولیت یې واخیست.

د سوډاڼ په خرطوم کې له جګړو وروسته هغه کېنیا ته کډواله شوه چېرې چې نوموړي باسکټبال پیل کړ. چان د جاکسون له یونیون پوهنتونه د باسکټبال بورس تر لاسه کړ او وروسته یې بیا په افریقا او اروپا کې مسلکي لوبې وکړې. چان په کور کې د کور په نوم یو بنسټ او موسسه جوړه کړه چې د کم عمره ودونو د مخنیوي او تعلیم ته د خلکو د هڅونې تر څنګ ځوان نسل ته د ورزش په برخه کې زده کړې ورکوي.

تاسې چې د خان په اړه څه باور لری هماغسې یاستئ، نو په داسې راتلونکی باور ولرئ چې تاسې یې وړ یاست.

سارا چان

پریانکا چوپړا جوناس

پریانکا چوپړا جوناس، هندوستان

لوبغاړې او پرودیوسره

پریانکا چوپړا جوناس چې له ۶۰ زیاتو فلمونو کې یې کار کړی، د بالیووډ له سترو فلمي ستورو ده. د ښکلا دې نړیوالې ستورې په ۲۰۰۲ کال کې د خپل لومړي فلم په وسیله د هالیووډ نړۍ ته لاره وکړه او سویلي اسیا لومړنۍ فلمي لوبغاړې وه چې د امریکا ډرامو شبکې یوه مخکښه ممثله شوه ( کوانټیکو، ۲۰۱۵)

هغه هالیووډ کې د 'ماټریکس بیا راژوندي کېدل' او 'ایا دا رومانټیک نه ده' فلمونوکې وځلېده. نوموړې د فلمونو د تولید خپله کمپنۍ جوړه کړه، چې هند کې فلمونه جوړوي. پریانکا چوپړا جوناس د یونیسېف د ښه نیت سفیره هم ده. هغه د ماشومانو حقونو او د نجونو د زدکړو لپاره هڅې کوي.

د 'زه هم' غورځنګ او ورپسې د ښځو ګډ غږونه، د یو بل ساتنه او یو له بل سره ملاتړکول- دغسې ګډ کار کې ځواکمنیتا نغښتې ده.

پریانکا چوپړا جوناس

اونا کاربونېل

اونا کاربونېل، اسپانیا

لامبوزنه

اسپانوي هنري لامبوزنه 'اونا کاربونېل' د دې تصور عامېدو لپاره هلې ځلې کوي چې ښځه کېدای شي هم مور او هم د لوړې کچې ورزشکاره واوسي. درې ځله یې اولمپيک لوبو کې ګډون کړی او د اولمپیک د سپینو زرو او برونزو په ګډون یې تر۳۰ ډېر ستر مډالونه ګټلي دي.

په ۲۰۲۰ کې یې لومړی ماشوم وزېږاوه خو بیا یې هم د توکیو اولمپیک لوبو کې ګډون ته رسېدو لپاره تمرین پیل کړ. نوموړې د هغو مقرراتو خلاف غږ پورته کړ چې ګوندې د لوبو پر مهال خپل ماشوم ته تی نشي ورکولی. سږ کال دویم واري مور شوه. په یو مستند فلم کې یې خپله کیسه وکړه چې نورو ښځینه ورزشکارو ته وښيي چې مورتوب او سپورت سره هممهاله پر مخ وړل کېدای شي.

کدري کېیونګ

کدري کېیونګ، هانګ کانګ

د ځآنګړي فېشن ارایشګره

د زړو او بېلابیل ډوله معلولو کسانو لپاره د دوی په ځآن د برابرو او ښایسته جامو ډیزاینول د کدری کېیونګ مسلک او د خوښې وړ کار دی. هغې په ۲۰۱۸م کال کې له خپلې مور اوپهیلا کېیونګ سره یو خای د RHYS په نوم د فېشن په صنعت کې خپل نوم جوړ کړ. هغوی د کدري له انا څخه د دې کار الهام اخیستی او په دې پوهیدل چې لویان کوم ډول جامې او څنګه سینګار خوښوي.

د جامو په ډيزاین برخه کې د زده کړو له فارغیدو وروسته کېیونګ له خپلې پوهې او د پیریدونکو له تقاضا او غوښتنې سمه استفاده کوي. د هغې شرکت ۹۰ بې بضاعته میرمنو ته د کار زمینه برابره کړي او د ځينو معلولو په ګډون یې ډېرې کار ته روزلي. کدري کېیونګ په ۲۰۲۲م کال کې د بوندلېس Boundless په نوم شرکت پرانېست چې اوس د فیشني توکو په برخه کې برانډ یا نوم وتی دی.

فعالیت او وکالت

ساندیا اېکنالیګودا

ساندیا اېکنالیګودا ، شري لنکا

د بشري حقونو فعاله

د بشري حقونو فعاله او کمپاینره ساندیا اېکنالیګودا له هغو زرګونو میندو او مېرمنو سره مرسته کوي چې د شري لنکا د کورنۍ جګړې پرمهال یې خپل عزیزان له لاسه ورکړي. د هغې مېړه، پراګیت اېکنالیګودا، چې یو مخکښ څېړیز ژورنالېست او کارتونېست و، د ۲۰۱۰ کال جنورۍ کې بې درکه شو. هغه پرحکومت توندې نیوکې کولې او د بېلتونپالو تامیل پړانګانو خلاف یې د تېریو په هکله څېړنې کولې.

د هغه له ورکېدو راهیسې، د دوو ماشومانو دغه مور د عدالت د تامین غوښتنه کوي. هغه د شري لنکا پخواني ولسمشر ماهیندا راجاپاکسا پرملاتړو تور لګوي چې د دې د مېړه په تښتولو کې لاس لري. که څه هم مشکوک کسان پېژندل شوي، خو ټول بېرته ازاد شوي دي.

زه یوه ښځه یم چې په هر فرصت کې د نورو په خاطر جنګېږم، په نوښتګره توګه مبارزه کوم - له سپکاويو او تورونو سره سره د سرښندنې او قربانۍ له لارې پر ننګونو بریالۍ کېږم.

ساندیا اېکنالیګودا

ژو شیاوسوان

ژو شیاوسوان ، چین

د ښځو د حقوقو فعاله

په چین کې د زه هم یم "MeToo" غورځنګ دې فعالې غږ په ډېر لږ وخت کې په ټول چین او نړۍ کې تر خلکو ورسید. نوموړې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د چین د دولتي تلویزیون له یوه ویانده ژوهو جون شکایت وکړ چې په ۲۰۱۴ کال کې یې په تلویزیون کې د زدکړو د دورې پر مهال په زور ښکل کړې، هغه دا تورونه رد کړي او په ژو یې د هغه د بدنامولو دعوه کړې.

د هغې دوسیه د کافي شواهدو او ثبوت نه درلودو له کبله څنډې ته او تر دې چې سږ کال له یوې مخې رد شوه، بهرنیو رسنیو دا ګام د هغې زه هم یم "مي ټو" حرکت ته ګزار بللی. ژو شیاوسوان اوس مهال د هغو ښځو ملاتړ کوي چې له جنسی زورونې سره مخ دي او یا په چین کې د ښځو موضوعات را برسېره کوي.

لېنا ابو عاقله

لېنا ابو عاقله ، فلسطیني سیمې

د بشري حقونو کمپاینره

د بشري حقوقو دا فعاله د فلسطین الاصله امریکايي ژورنالېستې شیرین ابو شېخ ورېره ده، شیرین ابوشېخ د الجزیرې خبري شبکې خبریاله وه چې د اسراییلي ځواکونو لخوا د فلسطین نیول شوې لویدیځ ساحل نومې سیمې څخه د راپور ورکولو پر مهال وژل شوې وه. اسراییلي ځواکونو ویلي چې ډېراحتمال لري نوموړي د یوه سرتیري لخوا په بې پامۍ او غلطۍ وژل شوې وي.

لینا اوس د خپلې ترور لپاره د عدالت او حساب غوښتنې په کمپاینرې مشهوره شوې، نوموړې په نړیوالو مطالعاتو کې ماسټري لري. هغه په ۲۰۲۲ م کال کې د ټایم لخوا سلو راپورته کیدونکو مشرانو ته هم نومانده وه.

مونږ باید له هغه ځایه کار ته دوام ورکړو چې مې ترورشیرین ابو عاقله درول شوې وه او د ښځو لیدلورو پیاوړي کولو ته دوام ورکړو، له دې لارې مونږ دا یقیني کولای شو هغه معلومات چې مونږ یې راغونډوو یا هغه داستانونه چې مونږ یې وایو منصفانه، دقیق او بشپړ دي- او دا هرڅه له ښځو پرته ناممکنه دي.

لېنا ابو عاقله

جېبینا یاسمین اسلام

جېبینا یاسمین اسلام، بریتانیا

کمپاینره

یاسمین اسلام د لومړني ښوونځي ښوونکي سابینا نېسا خور کیږي، چې مړی یې د ۲۰۲۱م کال سپتامبر میاشت کې د لندن په یوه پارک کې موندل شوی و. له هغې وروسته جېبینا یاسمین اسلام د بریتانیا په کوڅو کې د ښځو د خوندیتابه په یوه مدافع غږ بدله شوه. هغه په قانون کې د بدلون لپاره کمپاین کوي تر څو تورن باید د سزا لپاره محکمې ته حاضر شي.

یاسمین اسلام د هغې د خور له وژنې وروسته د بریتانیا حکومت په نه ملاتړ تورن کړ، نوموړي پخپلو ویناوو کې دې ته اشاره کړې چې د سړیو لخوا تاوتریخوالي ته کمه پاملرنه کیږي او د نژادي تبعیض په اړه یې هم غږ پورته کړی. یاسمین ویلی "که د هغې کورنۍ له سپین نژاده اصلی بریتانویانو له ډلې وی له دوی سره به ډېر غوره چلند کیده." اغلي اسلام خپله خور حیرانوونکي الګو یا بېلګه بولي چې د هغې په باور"پیاوړې، باجرته او پاک زړې وه."

د ځمکې په کره له بل هر چا ډېر له خپل ځان سره مینه ولرئ! (دا د سابینا نېسا له یاداښتونو هغه پیغام دی چې د هغې خور جېینا اسلام خپور کړی.)

سبینا نېسا

د سبینا نېسا له یادښتونو څخه یوپېغام، چې دهغې خور جبینا لخوا شریک شوی

ویلماریری بامباري

ویلماریری بامباري، اندونیزیا

فعاله

ویلماریری بامباري د اندونیزیا د یوې لېرې پرتې سیمې مرکز سولاویسي کې د جنسي تاوتریخوالي قربانیانو حقونو لپاره مبارزه کوي. هغې د سیمه ییزو شورا غړي وهڅول چې دودیز قانون مات کړي او له جنسي تیري پر ژغورل شویو کسانو جریمه ونه لګوي.

د "کلي مینځلو" دودیز قانون وايي هغه مرتکبین چې فکر کیږي له دودیزو ارزښتونه یې سرغړولی باید جریمه ورکړي. دا تګلاره پر قربانیانو هم پلې کیږي. د هغې د کمپاین له امله، بامباري تر ډېره لومړی کس وي چې د پولیسو لخوا د جنسي تاوتریخوالي په تړاو راپور ورته ورکول کیږي. هغې سږکال هم د څو قضیو څارنه کړې.

که څه هم زه په فزیکي توګه معیوبه یم خو غواړم خپله انرژي په خپل چاپیریال کې د ښځو د ځواکمنولو لپاره وکاروم، د فرصتونو په رامنځته کولو سره چې دوی ته اجازه ورکوي خپله مالي خپلواکي ولري.

ویلماریری بامباري

تارانه بورک

تارانه بورک، امریکا

فعاله

پنځه کاله مخکې په ټولنیزو رسنیو د زه هم یم "مي ټو" هشتګ او کمپاین په پراخه کچه عام شو، دغه مهال د نړۍ له لر و بره مېلیونونه خلکو د جنسی ځورونې اړوند خپلې تجربې شریکې کړې. خو په اصل کې دا خوځښت د ژغورل شوې او فعالې تارانه بورک لخوا په ۲۰۰۶ کال کې پیل شوی، نوموړي د میرمنو پر وړاندې د تاوتریخوالي او د دوی د جنسي ځورونې او ناوړه ګټه اخیستنې خلاف لیکنې وکړې چې عامه پوهاوی ډېر کړي.

په ۲۰۱۷م کال کې د #MeToo یا زه هم یم له هشتګ سره د هنرمندې الیسا میلانو ټوېټ له ښځو سره د چلند او دا چې د قرباني کېدونکو ښځو غږ څنګه پیاوړی کیدای شي په اړه نړېوال بحث راپورته کړ. بورک د ناړه ګټې اخیستنې او قرباني شویو ښځو غږ ته ژمنه پاتې شوې او لا یې هم د کلتوري او ټولنیز بدلون لپاره مبارزه روانه ساتلې.

اېفرت تېلما

اېفرت تېلما، اسراییل

رضاکاره

د اسراییلو پولیسو په لیکو کې د لومړنۍ جنسیت بدلونکې یا ټرانسجېنډر په توګه اېفرت تېلما بیړنیو تیلفونونو ته ځواب ورکوي تر څو د پولیسو او جنسیت بدلونکو،LGBTQ+ ټولنې تر منځ اړیکې پياوړي کړي. تېلما هغه مهال چې د جنسیت بدلولو په اړه د خپلې کورنۍ له مخالفت او پولیسو ځورونې سره مخ شوه په کم عمرۍ کې خپل هېواد پرېښود. نوموړي هغه مهال چې لا په اروپا کې د جنسیت پر بدلون بندیز و په ۱۹۶۹م کال کې کاسابلانکا کې د جنسیت بدلولو عملیات وکړل.

هغې په برلېن کې واده وکړ او په الوتکه کې یې د خدمتګارې دنده پیل کړه او په ۲۰۰۵م کال کې له طلاق وروسته بېرته اسرایلو ته راستانه شوه. خو دا ځل دلته د جنسي لږکیو په توګه له هغې ډېر ښه راغلاست وشو او دې کار نوموړي وهڅوله چې د پولیسو په لیکو کې د رضاکارې په توګه دنده اجرا کړي.

جهاد حمدي

جهاد حمدي، مصر

بشري کمکونه او د غاښونو ډاکټره

د غاښونو ډاکټره جهاد حمدي د مصري ښځو د هغه نوښت بنسټګره او مسوله هم ده چې د ټولنیزو رسنیو څخه په استفادې خلک هڅوي د ښځو جنسي ځورونکي او د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالي کونکي رسوا کړي، په مصر کې شمېرې ښيي چې په ۲۰۲۲م کال کې د ښځو پر وړاندې څو ډوله جرمونه تر سره شوې او هغه دې موضوع ته د خلکو پام ډېروي.

د هغې بنسټ میرمنې هڅوي چې د ښځو پر وړاندې د ناوړه استفادې او تاوتریخوالي موضوعاتو په اړه غږ پورته کړي. د دې تر څنګ هغه قانوني او عاطفي ملاتړ ورته برابروي او په مسولینو د عمل په موخه فشار اچوي. د اغلي حمدي کمپاین په ۲۰۲۲م کال کې د نړیوال عدالت په غونډه کې ، د برابرو حقونو او تعصب ته د نه ویلو زمینو برابرولو له کبله جایزه اخیستي او تر څنګ یې په ګڼو نورو غونډو کې په ښو یاد شوی دی.

موخې ته تر رسیدو اوږده لار ده ، مونږ پای ته نه یو نږدې او په حقیقت کې مونږ اوس لار وهل پیل کړي.

جهاد حمدي

یولیا ساچوک

یولیا ساچوک، اوکرایین

د معلولیت لرونکو مشره

د اوکرایین د بشري حقونو مدافع یولیا ساچوک د معلولیت لرونکو میرمنو په مشرۍ د حق لپاره د مبارزې د یوې موسسې مشري کوي. هغې پر اوکرایین د روسیې د یرغل په وړاندې بیړنی غبرګون وښود، له نړیوالو سازمانونو سره د خلکو د ایستلو پلانونو همغږي کولو لپاره ساعتونه کار کوي، چې وکولای شي د زرګونو معلولیت لرونکو اوکراینیانو ژوند وژغوري.

ساچوک د نجونو او معلولیت لرونکو ښځو پیاوړتیا ته لیواله ده چې وکولای شي په پریکړه کولو کې ونډه واخلي. هغې د اوباما بنسټ د اروپا رهبر پروګرام کې برخه اخیستې، د ۲۰۲۰ کال د بشري حقونو ملي جایزې ګټونکې هم ده، او د معلولیت لرونکو وګړو د حقونو په اړه د ملګرو ملتونو کمیټې کې د اوکرایین نومانده ده.

 سووادا سیلموویچ

سووادا سیلموویچ، بوسنیا هرزګوینیا

د سولې کمپاین کوونکې

دېرش کاله کیږي چې جګړې بوسنیا او هرزیګوینا ویجاړ کړي، سووادا سیلیموویچ اوس په یوه کلي کې ژوند کوي چې هغې له نورو بې ځایه شویو میرمنو سره یوځای د کلي په بیا روغونه کې مرسته کړې چې بیرته خپلو کورونو ته راستانه شوې دي. دغې کونډې او د کوچنیو ماشومانو مور، د سولې د فعالیتونو او د ښځو د ځواکمنتیا لپاره د انیما موسسه جوړه کړه.

وروسته تر هغه چې په ۲۰۰۸ کال کې د هغې د میړه پاتې شوني په یوه ډله ییز قبرکې وموندل شول، هغې د جنګي جرمونو په محکمه کې شاهدي ورکړه او نورې ښځې یې وهڅولې چې ورته کار وکړي. نن ورځ، انیما موسسه د هغو میرمنو لپاره د ورکشاپونه کوربتوب کوي چې د جګړې له زیانونو اغېزمنې شوي، او دوی ته دا فرصتونه هم برابروي چې خپل تولیدات وپلوري.

ګوهر عشقي

ګوهر عشقي، ایران

مدني فعاله

اغلی ګوهر په ایران کې د صبر او استقامت پر سمبول بدله شوې، د هغې زوی ستار بهشتي یو وېب لیکونکی و چې یوه لسیزه مخکې په توقیف خونه کې ومړاو له هغې مودې راهیسې ګوهر عشقي خپل زوی ته د انصاف په لټه راوتلي. نوموړي د ایران حکومت په شکنجو او وژنو تورن کړی.

هغه د ایرانیانو له منځه د هغې میندو له منځه یوه ده چې د خپلو اولادونو پر وژلو د عدالت غږ پورته کوي. په ۲۰۱۹م کال کې نوموړي د هغو لاسلیک کونکو له منځه وه چې د ایراني مذهبي مشر ایت الله خامېنه ای د استعفا غوښتنه کوله. د حجاب نه کولو په تور د مهسا امینی له وژلو راوروسته چې د ایران په لر و بر کې لاریونونه روان دي اغلي ګوهر له لاریونوالو سره د همدردۍ او پېوستون په موخه خپل پړونی لرې کړ.

سیسي فلورس

سیسي فلورس، مکسیکو

فعاله

وسله والو کسانو په ۲۰۱۵ کال کې د سیسي فلورس ۲۱ کلن زوی وتښتاوه، څلور کاله وروسته یوې جرمي ډلې د هغې بل زوی ۳۱ کلن مارکو انتونیو وتښتاوه. فلورس وايي د هغې فعالیتونه له دې وېرې سرچینه اخلي چې مړه شي خو ونه پوهېږي چې ورک شویو ماشومانوته یې څه پېښ شوي، چې په مکسیکو کې د جبري ورکیدو قربانیان دي.

سږکال، دغه هېواد یو سخت پړاو ته رسېدلی، د ورکو شویو کسانو شمېر سل زرو ته رسېدلی چې ملګرو ملتونو "د لویې کچې تراژیدي" بللې. د فلورس تر مشرۍ لاندې، د میډریس بسکاډوراس دي سونورا ډله (د سونورا لټونکې میندې) په پټو قبرونو کې تر ۱۰۰۰ ډیرو ورک شویو کسانو موندلو کې مرسته کړې.

هغه ښځه چې خپل ویښته لنډوي

هغه ښځه چې خپل ویښته لنډوي، ایران

لارېون کوونکې

په ایران کې د ۲۲ کلنې مهسا امیني له وژلو وروسته ګڼ شمېر خلکو په لاریونونو لاس پورې کړی.دا کوردۍ ښځه د سپتامبر په ۱۳مه د ایراني پولیسو لخوا په دې تور چې سم پړونی یې نه و په سر او د دوی په اصطلاح د ایران له قوانینو او حجابه یې سرغړونه کړي نېول شوې وه.

سږ کال مو وغوښتل هغه میرمنې وپېژنو چې په دې لاریونونو کې یې مهم رول لوبولی، د خپلې ازادۍ او د حجاب اړوند ایراني ريژیم سخت چلند پر وړاندې مبارزه کوي.

اوس د وېښتانو کمول د دې غورځنګ په یوه مهمه نښه بدل شوی او دا کار ان تر مشهورو څيرو، سیاستوالو او په نړۍ کې تر کمپاین کوونکو هم رسیدلای. بېلابېلې ټولنې اوس دا نښه د همدردۍ یا ملي ماتم کلتور په توګه کاروي.

لیلي

لیلي، ایران

لاریونواله

په ایران کې د لاریون کونکو له منځه یو تصویر خورا مشهور شو، دا تصویر چې د شا لخوا اخیستل شوی پکې یوه پېغله مېرمن ښکاري چې خپل ویښته یې شاته تړلي او کوڅو ته د اعتراض په بڼه راوتلي. د هغې دا تصویر د لاریون کونکو د جرات په سمبول بدل شو، خو په غلطۍ سره په هغې د ۲۲ کلنې حدیث نجفي فکر کیده چې په روانو مظاهرو کې ووژل شوه.

له بي بي سي فارسي سره په خبرو کې د دې تصویر اصلي میرمنې ټينګار وکړ چې نوموړي به کلکه د حدېث نجفي او مهسا امیني په څېر د ایراني حکومت پر وړاندې مبارزې ته دوام ورکړي. نوموړي وویل "مونږ پر وژنې او اعدام مه ډاروئ ، مونږ د ایران د ازادۍ هیله لرو."

اولیکساندرا ماتویچوک

اولیکساندرا ماتویچوک، اوکرایین

د بشري حقونو وکیله

اولیکساندرا ماتویچوک پنځلس کلونه د مدني آزادۍ مرکز (CCL) مشري کړې، هغې ته په ۲۰۲۲ کال کې پر اوکرایین د روسیې برید او جنګي جرمونو مستندولو لپاره په ګډه د نوبل د سولې جایزه ورکړل شوه.

د مدني ازادي مرکز په ۱۹۶۰ لسیزې کې د اوکرایین د مخالفانو میراث چارو کې پر بشري حقونو تمرکز کوي. دغه مرکز په ۲۰۱۴ کال کې، د بشري حقونو لومړنی سازمان و چې کریمیا، لوهانسک او ډونیڅک ته لاړ چې د جنګي جرمونو اسناد ثبت کړي. اوس دوی د یوې نړیوالې محکمې غوښتنه کړې چې د روسیې لخوا په چیچنیا، مالدووا، ګرجستان، سوریه، مالي او اوکرایین کې، د بشري حقونو د سرغړونو په اړه څېړنې وکړي.

زړورتیا له جنسیت سره تړاو نلري.

اولیکساندرا ماتویچوک

هاديزاتو ماني

هاديزاتو ماني، نایجېر

د غلامۍ ضد کمپانیره

هغه په ۱۲ کلنۍ کې د پنځم واده په ډول په غلامۍ ورکړل شوې وه تر څو د واهایا دود له مخې څلورو قانوني میرمنو ته خدمت وکړي . په ۲۰۰۵م کال کې په قانوني ډول له غلامۍ ازادیدو وروسته بیا واده شوه خو د هغې پخواني څښتن په نوموړي د واده دعوه وکړه . ماني په دې قضیه کې مجرمه وپېژندل شوه او د شپږو میاشتو په بند محکومه کړای شوه.

ماني د نایجېر واکمنان وننګول او وروسته سترې محکمې په ۲۰۱۹م کال کې د دې د محکومیت حکم او د واها دود لغوه کړ. هغه اوس د غلامۍ ضد مدافع وکیله ده او د خپل پلټفارم له لارې له هغو میرمنو سره مرسته کوي چې غواړي له غلامۍ ځانونه خلاص کړي.

نرګس محمدي

نرګس محمدي، ایران

د بشري حقونو کمپاینره

ژورنالېسته او د سولې نوبل جایزې کاندیده نرګس محمدي د ایران د بشري حقونو مدافعینو د مرکز مرستیاله ده. نوموړي په ایران کې د اعدام سزا د لغوه کولو لپاره نه ستړې کیدونکي کمپاینونه کړي. د اوسنیو لاریونونو پر مهال هغې د اېوېن له زندانه ملګرو ملتونو ته یو خط ولیږه او په دې بنسټ یې غږ کړی چې د ایران حکومت د لاریون کوونکو د اعدام له سزا وګرځوي.

په ۲۰۱۰م کال کې اغلی محمدي په ۱۱ کاله بند محکومه شوه چې وروسته بیا دا موده ۱۶ کالو ته وغځول شوه، کله چې هغه په ضمانت له بنده بیرون وه په یوه وینا کې یې د اېوېن په زندان کې له بندیانو سره په کیدونکی چلند سختې نیوکې وکړې. له ۱۶ پخوانیو بندیانو سره د مرکې پر بنسټ جوړه شوې د نرګس محمدي ډاکومنټري په زندانونو کې د شکنجې پراخ حکایتونه لري. د نوموړي دوه زامن اوس د هغې له مېړه سیاسي فعال تقي رحماني سره په جلاوطنې کې ژوند تیروي.

جودیت هیمن

جودیت هیمن، امریکا

د معلولینو د حقونو ملاتړه

جودیت هیمن خپل ژوند د معلولیت لرونکو کسانو د حقونو لپاره مبارزې ته وقف کړی. په ماشومتوب کې په ګوزڼ تر اخته کېدو وروسته، هغه لومړنۍ کاروونکي شوه چې په نیویارک ښار کې د ښوونکي په توګه د ویلچییر په وسیلې کار کوي.

هغه په نړیواله کچه د معلولیت د حقونو د غورځنګ یوه پیژندل شوې مشره ده، د هغې فعالیت او د متحده ایالاتو په فدرالي ودانۍ کې ترټولو اوږدې ناستې کې د هغې د ګډون په شمول د قانون پلي کولو کې د پام وړ رول لوبولی دی. هیمن د کلنټن او اوباما په دواړو ادارو کې دنده ترسره کړې، ا غیر انتفاعي فعالیتونوکې شل کلنه تجربه لري.

د ۲۰۲۰ کال د ۱۰۰ لیست کې شاملې د معلولینو فعالې شاني دهانا له خوا نومول شوې

په رېښتیا مې له جودیت څخه الهام اخیستی، هغې له ۳۰ کلونو ډېر وخت په نړیواله کچه د معلولینو بشري حقونو لپاره کار کړی. هغه یوه نه ستومانه کېدونکې مدافعه ده اود معلولینو د حقونوغورځنګ کې یې مهم رول لوبولی.

الیس پاتاشو

الیس پاتاشو، برازیل

ځايي فعاله

د اقلیم کمپاینره، خبریاله او اغېز لرونکې، الیس پاتاشو غواړي په دې هکله عام پوهاوی ډېر کړي چې څرنګه د چاپېریال او کرهنې په اړه د برازیل حکومت وروستۍ تګلارې د اصلي خايي خلکو د ځمکې حقونو ته ګواښ پېښوي. هغه د پاتاشو خلکو په استازولۍ غواړي چې د ځايي ټولنو په هکله استعماري نظریات وننګوي او د چاپېریال ساتنې فعالینو د وژنو قضیې روښانه کړي.

هغه د کولابورا رسنۍ خبریاله ده او په یوټیوب کې دخپل چېنل 'نوهې'، لپاره د برازیل د اصلي ځايي خلکو د مقاومت په هکله محتویات جوړوي.

Malala Yousafzai

د ۲۰۲۱ کال د ۱۰۰ ښخو لیست کې د ښځو زدکړې د فعالې ملالۍ یوسفزۍ لخوا نومول شوې ده

ویاړم چې سږکال د بي بی سي د ۱۰۰ ښځو لېست لپاره الیس پاتاشو نوموم. د اقلیم، جنسیتي مساوات، او د اصلي ځايي خلکو حقونو لپاره مبارزه کې د الیس ټینګه ژمنتیا ماته هیله راکوي چې یو پايښت لرونکې او له برابرۍ ډکې نړۍ ته رسېدل ليرې نه دي.

تمنا زریاب پریاني

تمنا زریاب پریاني، افغانستان

فعاله

تمنا زریاب پریاني او د هغې خویندې جنورۍ میاشت کې د زدکړو او کار د حق غوښتنې په لاریون کې تر ګډون څو ورځې وروسته د وسله والو لخوا په زوره له کوره ایستل شوې وې. د نړیوالو د غندلو او د هغوی د خلاصون د غوښتنې وروسته، طالبانو په دې چاره کې لاس لرل رد کړل.

هغې وکولی شول د نیول کیدو په تړاو خپل عکس العملونو ویډیو واخلي او آنلاین یې خپاره کړي. د پریانې خپرې شوې ویډیو د ښځینه فعالانو پام ځان ته ور اړولی چې ورکې شوې دي. هغې درې اونۍ په زندان کې تیرې کړې. او اوس په جرمني کې ژوند کوي. پریاني د افغانستان له ښځو سره د پیوستون په موخه خپله پړونی وسوځاوه، هغه څه چې د ډېرو افغان مېرمنو له خوا یو لانجمن اقدام وبلل شو.

په داسې حال کې چې په نړۍ کې ښځې د پرمختګ په حال کې دي، د افغانستان ښځې شل کاله شا ته شوې دي. د ښځو شل کلنې لاسته راوړنې ترې بېرته تروړل شوې دي.

تمنا زریاب پریاني

رویا پیرایي

رویا پیرایي، ایران

فعاله

د رویا پیرایي یو انځور د سپتامبر په میاشت کې ډېر خپور شو. هغه مهال چې د نوموړي ۶۲ کلنه مور مېنومجیدي په کرمانشاه سیمه کې د دولت ضد لاریونو کې د حکومتي ځواکونو له لوري له ویشتل کیدو وروسته مړه شوه، په دې سیمه کې تر ټولو ډېر کوردان اوسي. وروسته پیرایي د خپل مور د قبر څنګ ته په داسې حال کې کمرو ته راښکاره شوه چې سر یې خریلی و او د اعتراض په بڼه یې خپل ویښته په لاس کې نیولي و.

په ایران کې د حکومت ضد لاریونونه هلته د ۲۲ کلنې مهسا امیني له وژنې وروسته پیل شوې ، دا لاریونونه له کوردي مېشتو سیمو پیل شوه خو اوس په ټول ایران کې دي. د دې په تعقیب رویا پیرایي د فرانسې له ولسمشر اېمانوېل مکرون سره هم ولیدل چې له دغو لاریونونو لا ډېر نړیوال ملاتړ تر لاسه کړي.

سنجیده اسلام چویا

سنجیده اسلام چویا، بنګله دېش

زده کونکې

په داسې حال کې چې بنګله دېش په نړیواله کچه په کوچني عمر کې د نجونو ودولو تر ټولو لوړې شمېرې لري، سنجیده اسلام چویا هلته د بدلون راوستلو هڅې کوي، د نوموړي خپله مور په کمکي عمر کې واده شوې وه خو کله چې چویا په ښوونځي کې "د کمکي عمر نجونو ودولو اغېزې" په نوم له یوه سیمناره اغېزمنه شوه پرېکړه یې کړي چې په دې برخه کې به خپله مبارزې ته را دانګي .

هغه، ملګرې، ښوونکي او ملاتړي یې اوس خپل ځانونه د غاشفورېنګ (ملخانو) په نوم یادوي، او د هر کم عمره واده راپور پولیسو ته ورکوي. اوس په پوهنتون کې اغلي چویا له نورو خلکو سره هم کار کوي چې د دوی له ډلې سره یوځای شي، نوموړي دا هر څه څاري او تر اوسه یې پولیسو ته لږ تر لږه د ۵۰ کم عمره ودونو د مخنیوي راپورونه ورکړي دي.

هایدي کروټر

هایدي کروټر، بریتانیا

د معلولیت کمپاینره

هیدې کروټر د ډون سنډروم ناروغي په اړه د خلکو لیدلوري کې بدلون راوستلو لپاره کمپاین کوي. نوموړې د هغو قوانینو له کبله د بریتانیا پر حکومت محکمه کې عریضه وکړه چې میندو ته اجازه ورکوي د زېږون ترمهاله پورې د ډون سندروم لرونکي ماشومان سقط یا زیان کړي. نوموړې دا توپیري چلن بللی. د بریتانیا لوړې محکمې د هغې د دعوا پرخلاف پرېکړه وکړه او وې ویل چې د قانون هدف دا دی چې د نازېږېدلي ماشوم او د ښځو حقونو ترمنځ یو انډول موجود وي. په نومبر کې کروتر خپله دعوا بایلوده، خو وې ویل چې دا او ټیم یې غواړي مبارزې ته دوام ورکړي او قضیه به سترې محکمې ته وړاندې کړي.

کروټر د ډون سندروم ناروغي په اړه د مثبت فکر کولو ټولنې ملاتړ کوي او د ډون سندروم په اړه د ملي تګلارې ډلې بنسټګره غړې ده. د هغې کتاب "زه فقط هایدي یم" اګست کې خپور شو.

غواړم چې میندوارې ښځې د ډون سندروم په اړه سم مالومات ولري. غواړم چې خلک له وخت سره سم پرمخ لاړشي او وګوري چې موږ په ریښتیا څوک یو!

هایدي کروټر

جېرالدینا ګویېرا ګارسېز

جېرالدینا ګویېرا ګارسېز، اېکوادور

د ښځینه وو وژنو خلاف فعاله

جېرالدینا ګویېرا ګارسېز چې له څه باندې ۱۷ کلونو راهیسې د ښځو حقونو دفاع کوي، اېکوادور کې د تاوتریخوالي قرباني ښځو د خوندیتوب برخه کې فعاله ده. هغه د جنسیت پر اساس د ښځینه وو د وژنو خلاف د پوهاوي ډېرېدو لپاره مالوماتو راټولولو کې تخصص لري.

هغه د 'خاطرو د کارتوګرافۍ' نوښت چلوونکې ده، چې غواړي د ښځینه وژنو د قربانیانو 'ژوند ترسیم' او خاطرې یې ژوندۍ وساتي او په دې توګه ښځو سره د خلکو چار چلن کې کلتوري بدلون راولي. ګویېرا د 'فېمینستي ټلوالې' او لاتینه امریکا کې د جنسیتي تاوتریخوالې ضد شبکې لپاره د قضیو څرک لګوي او ثبتوي یې. نوموړې اېکوادور کې د الديا بنسټ او د ښځو د پناه ځایونو شبکې استازیتوب هم کوي.

که د ښځینه‌وو وژنو مخنیوي لپاره کوټلي ګامونه پورته نشي، هېڅوک پرمختګ نشي کولی. د نویو قوانینو له تصویب او نافذېدو سره سره موږ لاهم وژل کېږو او په دې کې باید بدلون راشي.

جېرالدینا ګویېرا ګارسېز

ماود ګوبا

ماود ګوبا، بریتانیا

د +LGBTQI فعاله

ماود ګوبا خپله کډواله ده او د یوې کډوالې په توګه یې له تېرو دوه لسیزو راهیسې د کډوالو د ادغام او دوی ته د حقونو ورکړې په برخه کې له بنسټیزو سازمونو سره کار کړی. هغه اوس د Micro Rainbow یا کوچنۍ زرغونې په نوم بنسټ مشره ده چې همجنسبازه پناه غوښتونکو ته خوندي سرپناوې برابروي. هغه دوی ته د هستوګنځيو برابرولو پروژو مشري کوي چې په کلني ډول ۲۵ زره بې کوره کسانو ته د شپې تېرولو ځایونه او ورته کاري زمینې برابروي.

تازه ګومبا له افغانستان بریتانیا ته د راغلو افغان +LGBTQI د ادغام بهیر هم مخ ته وړي. هغه د بریتانیا د تورپوستو ویاړ ټولنې یوه بنسټ اېښودونکي او د بورډ اوسنۍ مشره ده.

روغتیا او علم

کیمیکو هیراتا

کیمیکو هیراتا ، جاپان

د اقلیم د چارو کمپېنره

د سکرو ډبرو انرژۍ سرسختې مخالفې کیمیکو هیراتا خپل نږدې نیم ژوند د دې لپاره په هلو څلو تېر کړی چې جاپان پرفوسیلي سونتوکو له اتکا خلاص کړي. فوسیلي سونتوکي د اقلیمي بدلون تر ټولو ستر لامل ګڼل کېږي. د هغې پیاوړې ټولنیزه مبارزه د دې لامل شوه چې د سکرو انرژۍ ۱۷ پلان شوې بټۍ لغوه شي. هغه لومړنۍ جاپانۍ ښځه ده چې د چاپېریال ساتنې 'ګولډمن جایزه' یې ګټلې ده.

هیراتا ۱۹۹۰یمو کلونو کې تر هغې وروسته یوه چاپخونه کې خپله دنده پرېښوده او د اقلیم فعاله شوه چې د ال ګور د 'ځمکې انډول' کتاب یې ولوست. هغه اوس د 'کلایمېټ انټیګرېټ' په نامه د یوه خپلواک سازمان اجرايي مشره ده چې د ۲۰۲۲ جنورۍ کې جوړ شوی او د کاربن د خپریدو بندولو لپاره کار کوي.

جېن ریګبي

جېن ریګبي ، امریکا

ستور پېژندونکې او فضايي فزیکپوهه

د ناسا فضايي فزیکپوهه ډاکټره جېن ریګبي په دې هکله څېړنې کوي چې د فضايي وخت په اوږدو کې کهکشانونه څرنګه تکامل کوي. دا د هغه نړیوال ټیم یوه مخکښه ساینسپوهه وه چې د نړۍ ترټولو ستر فضايي ټېلسکوپ جېمز وېب یې فضا ته وتوغاوه. جولای کې د دغه ټېلسکوپ لخوا اخیستل شوي لومړني بشپړرنګه تصویرونه د اېنفرارېډ وړانګو په مرسته له بېسارو جزییاتو ډک وو چې تراوسه له کهکشانونو اخیستل شوي.

ریګبي له ۱۰۰ ډېرې علمي لیکنې کړې چې د همپوړو ساینسپوهانو لخوا ارزول شوې او څېړنو یې ګڼې جایزې هم ګټلې دي. هغه د ساینس، ټکنالوجۍ، انجینیرۍ او ریاضي ډګرونو کې د مساوات او ټول ګډونه چلن لپاره مبارزه کوي.

"کله چې زدکوونکې وم، د اېل جي بي ټي کیو له بېلګو یا رول ماډلونو بې خبره وم. هیله کوم چې زه دې د داسې وروستي نسل برخه اوسم چې د دغو رول ماډلونو له لاروۍ پرته لوییږي.

جېن ریګبي

نایا لیبېرت

نایا لیبېرت ، ګرینلنډ

ارواپوهه

دروحي زیان د علاج کارپوهه نایا لیبېرت لا ۱۳ کلنه وه چې په ۱۹۶۰ او ۷۰ کلونو کې ډنمارکي ډاکټرانو د ګرینلنډ د اینویت توکم خلکو د زېږون د کنټرول تګلاره عملي کوله او په اجباري توګه یې د نایا رحم کې د میندوارۍ ضد اله چې کویل نومېږي، ولګوله. سږکال ډنمارک او ګرینلنډ رسما هوکړه وکړه چې د دغو دودونو په اړه پلټنه پېل کړي، چې ښايي ۴۵۰۰ ښځې او نجونې یې اغېزمنې کړې وي.

لیبېرت دغو ښځو سره مرستې لپاره کمپاین کوي، لکه هغه ښځې چې ګومان کوي د میندوارۍ ضد اله به د دوی د شنډېدو لامل شوې وي. هغې ښځو لپاره یو فېسبوک ګروپ جوړ کړی چې اړیکی وساتي او یو د بل ملاتړ وکړي.

د هرې ورځې په تېرېدو سره لا زیاتې قرباني شوې ښځې د نورو ښځو لپاره پر یوه بېلګه بدلېږي. د ډاګیزه غږېدو له لارې مو وېره له منځه ځي، ځکه پوهېږئ چې په اړه مو ناسم قضاوت نه کېږي. زموږ وېره باید موږ کنټرول نه کړي.

نایا لیبېرت

جودي کیهومبا

جودي کیهومبا ، کینیا

د اشاري ژبې ژباړونکې

جودي کیهومبا چې کله د میندو روحي روغتیا او د ماشومانو پر پالنه د بوختو کڼو میندو د خیرښېګنې مدافع په توګه خبره شوه چې د کینیا په ځینو روغتونو کې د اشارې ژبې ژباړونکي نشته، نو هوډ یې وکړ چې روغتیايي مالوماتو ته باید ټولې ښځې لاسرسی ولري.

جودي د هغه موسسې بنسټګره ده چې "خبرې کونکي لاسونه، اورېدونکې سترګې، له زېږون وروسته شدید خپګان" نومېږي او د کڼو میندو سره چې اورېدای نشي مرسته کوي. کیهومبا دا سازمان په ۲۰۱۹ کې وروسته له هغې جوړکړ چې په خپله یې له زېږولو وروسته شدید خپګان تجربه کړ. سږکال هغوی د ماشومپالنې لومړنۍ ډله جوړه کړه چې ۷۸ کڼې میندې او روغتیايي کارکوونکي او سلاکاران پکې شامل دي.

یانا زېنکېوېچ

یانا زېنکېوېچ ، اوکرایین

سیاستمداره او د جګړې د لومړی کرښې روغتیایې رضاکاره

د یانا زېنکېوېچ د خپل مرستندوی بنسټ له لارې د جګړې په لومړۍ کرښه د خلکو ژوند ژغورنې ته کار ویلی، د هغې په مشری دا بنسټ د جګړې له ډګره خلک وباسي. اغلي زېنکېوېچ د ښوونځي له پرېښېدو وروسته په روغتیايي سکتورکې رضاکاره شوه، نوموړي په ۲۰۱۴ کال کې په اوکرایین کې د لانجو له پیل سره هممهاله د خپل کار بنسټ کېښود.

نوموړي خپله شاوخوا ۲۰۰ ټپي سرتیري خوندي ځای ته لېږدولي، د هغې ټيم هڅه کوي چې په جګړه کې ټپي شویو ولسي وګړو او سرتېرو ته بیړنۍ مرستې برابرې او خلکو ته لومړنۍ روغتیايي زدکړې ورکړي. د دې بنسټ ټولټال ۶ زره خلکو ته رسیدنه کړې. د ۲۷ کالو په عمر د اوکرایین د پارلمان تر ټولو کم عمره وکیله او د پوځي طبي فرعي کمېټې مشره ده.

ایفیوما اوزوما

ایفیوما اوزوما، د امریکا متحده ایالات

عامه پالیسي او تخنیکي متخصصه

وروسته له هغې پرپېنټېرېسټ شرکت باندې چې پخوايي هلته کارکاوه د جنسي او نژادي تبعیض تور پورې کړ او د نه افشا کولو تړون یې ترپښولاندې کړ، اوس هغه په دې عزم راوتلي تر څو د هغو خلکو تر څنګ ودریږي چې په کاري چاپیریال کې ورسره ناوړه چلند کیږي. هغه د "چوپ پاتې کیدل نور نه دي پکار" کمپاین ملاتړي هم ده چې په کیلفورنیا ایالات کې هر کارکونکي ته د دې زمینه برابروي چې په کاري چاپیریال کې د تاوتریخوالي او تعصب پر ضد ټول معلومات شریک کړي ،سره ددې چې د نه افشا کولو تړون یې کړی وي. د نوموړي د کار ځای مسول پېنټېرېسټ د اوزما له تورونو وروسته د خپل کار ځای اصولو په اړه د بیا کتنې ژمنه وکړه اووې ویل چې ددې قانون ملاتړبه وکړي.

ایفیوما اوزما د تخینکی کارکونکو لارښون جوړکړ، چې کارکونکي وکولای شي خپل نظر په خوندي ډول شریک کړي. هغې د اېرت سید په نامه یوبنسټ هم جوړکړچې سازمانونوته د تخنیک په صنعت کې د مساوات په اړه مشورې ورکوي.

ای نایین تو

ای نایین تو، میانمار

د طب ډاکتره

ای نایین تو د میانمار په بحراني سیمو کې د لومړۍ کرښې دواطلبه ده، چې تر ډېره یې فکر د چین ایالت پر لېرې پرتو او بې وزلې سیمو دی. هغې د ۲۰۲۱ کال په نومبر کې د یوه کوچني عملیاتي تیاتر په تر سره کولو یو لنډمهاله روغتون جوړ کړ او له هغه وخته د ناروغانو او ټپیانو درملنه کوي.

هغه په خپل اضافي وخت کې هغو سیمو ته سفر کوي چې تر ډېره پکې طبي درملې نشته، هغه هڅه کوي د بې ځایه شویو خلکو په ګډون د سیمې له ناروغانو سره مرسته وکړي. د هغې د کار په بهیر کې، پر هغې د میانمار د پوځ لخوا "تاوتریخوالی ته د هڅولو" ،د حکومت ضد سیمه ییزو ملیشو د ملاتړ تورونه لګول شوي، کوم چې د خلکو د دفاع ځواکونو په نوم پیژندل کیږي.

سیریشا بندلا

سیریشا بندلا، هند

د هوايي چلند انجنیره

سیریشا بندلا په ۲۰۲۱ کال کې د یونیټي ۲۲ تاریخي ماموریت د یوې برخې په توګه د ورجین ګالټیک فضا يي فرعي مدار کې د لومړنی بشپړې عملې په الوتنه کې فضا ته لاړه، هغه په هند کې زېږدېلې دویمه ښځه ده چې فضا ته ځي.

په کم عمر کې یې له فضا سره مینه پیدا کړه، بندلا په متحده ایالاتو کې د ایروناټیکل انجینرۍ زده کړې ته ولاړه او اوس د ورجین ګالټیک لپاره د حکومتي چارو او څیړنې عملیاتو مرستیاله ده، د هغې په دندو کې یوه هم د څیړنې مشتریانو سره کار کول دي چې د VG په فضايي بېړۍ کې د ساینس او ​​ټیکنالوژۍ تجربې وکړي.

Sunny Leone

هغه د ۲۰۱۶ کال د ۱۰۰ ښځو ګټونکې ممثلې سني لیون له خوا نومول شوې

په داسې یو صنعت کې چې نارینه پکې مسلط دي، سیریشا چې یواځې د خپل کاراو زیاراو وقف له لارې پرهرڅه بریالۍ شي او پرمخ لاړه شي زما لپاره او مهمه لا داده چې د ټولو ځوانو نجونو لپاره چې همداشان هیلې لري الهام ګرځېدلې.

ویکټوریا بپټېسټ

ویکټوریا بپټېسټ، د امریکا متحده ایالات

نرسه او د واکسینو ښوونکي

ویکټوریا بپټېسټ د امریکا په مېرېلېنډ ایالات کې یوه نرسه ده او خلکو ته د واکسینو په اړه معلومات ورکوي. هغه په دې پوهېږي چې تورپوستي ښایې ولې د طبي مداخلې په اړه شکمن دي: بپټېسټ له هېنرېټا لېکس نسل ده، هغه یوه تور پوستي ښځه وه چې په ۱۹۵۱م کال کې د رحم سرطان له ناروغۍ مړه شوې وه خو پرته له دې چې له هغې یا وارثینو یې اجازه واخیستل شي حجرې ترې وېستل شوې وې، هغه لومړۍ میرمن وه چې حجرې یې په لاربراتوار کې د تجربې لپاره وکاریدې.

دا حجرې د هیله HeLa په نوم یادیدې او په روغتیایې څيړنو کې ترې استفاده کیده په داسې حال کې چې کورنۍ یې تر لسیزو په دې موضوع نه وه خبر کړای شوي. اوس هغه د هېنرېټا لېکس په نوم د بنسټ تر څنګ بپټېسټ د روغتیا نړیوال سازمان د سرطان ناروغۍ پر وړاندې د ښه نېت سفیره ده.

نیلوفر بیاني

نیلوفر بیاني، ایران

ایکولوژېسته

د ژوند ژواک ساتنې چارو فعاله نیلوفر بیاني یو له هغو چاپېریالي فعالانو وه چې په ۲۰۱۸ ایران کې د انقراض له خطر سره د مخامخ ژویو څارلو لپاره د کمرو کارولو له کبله ونیول شول. پر دوی له سټراتیژیکه اړخه د حساسو سیمو په اړه د پټو مالوماتو د راټولولو تور پورې شو او اغلې بیاني پر لس کاله زندان محکومه شوه.

بیاني د 'ایران چاپېریال ساتنې میراث بنسټ' د پروګرام مدیره وه چې غوښتل یې اسیايي چیتاګان او نور ژوي وژغوري. هغې په یو سند کې چې بي بي سي فارسي ترلاسه کړی، ویلي چې د ایران سپاه پاسداران ځواکونو لږ تر لږه د ۱۲۰۰ ساعتونو لپاره سخته روحي، عاطفي او فزیکي سکنجه او له جنسي پلوه ګواښلې ده. د ایران چارواکي دا تورونه ردوي.

اېنورا ساګین

اېنورا ساګین، قرغزستان

انجېنره

اېنورا ساګین د کمپیوټر د انجېنرې او د ښځو چاپیریالي حقونو اړوند یوه شرکت اجرایه مسولې په توګه هڅه کوي چې چاپیریالي ستونزو ته د ټکنالوجۍ پر بنسټ حل لارې ومومي. هغې د تازار Tazar په نوم یو اپلکشن جوړ کړی چې د ضایعاتو تولیدونکي د ضایعاتو بېرته په دوران کې کیدویا Recycle لپاره له کوره نیولي تر رېسټورانټونو، صنعتي او ودانیزو شرکتونو یوه له بل سره وصلوي. د دې اپلکشن موخه د هغو ضایعاتو مخنیوی دی چې په ځانګړي ډول مرکزي اسیا کې له پروسسه پرته ضایع کیږي، په ځمکه خوریږي او د بې ثباتۍ تر څنګ د ګڼو نورو ستونزو سبب کیږي.

هغې د قرغزستان په بېلابیلو سیمو کې د ښوونځيو له ۲۰۰۰ ډېرو نجونو زدکونکو ته د ساینس، ټکنالوجۍ، انجینرۍ او ریاضي برخه کې ورکشاپونه برابر کړي دي.

په اقلیمي چارو کې نن د ښځو د رهبرۍ او ګډون پرته ، ګومان نه کېږی چې سبا به د یوې پایښت لرونکې ځمکې اوجنسیتي مساوات لپاره د حل لارې ولرو.

اېنورا ساګین

مونیکا سیمپسن

مونیکا سیمپسن، امریکا

د زېږون عدالت فعاله

مونیکا سیمپسن د رنګ لرونکو ښځو ډلې 'سسټر سانګ' د اجرایوي مشرې په توګه د امریکا په سویلي ایالتونو کې د زیږون عدالت لپاره کار او د جنسي او زیږون ازادۍ لپاره پر مبارزې تمرکز کوي. سږکال دغه مسله وروسته تر هغه راپورته شوه چې د متحده ایالاتو سترې محکمې د 'روی او وېد' ترمنځ د دعوا حکم له منځه یووړ چې قانوني سقط ته لاسرسی یې په ټول هېواد کې یو حق ګرځولی.

سېمپسن یوه سندرغاړې او د کلماتو هنرمنده هم ده، چې له هنر سره خپل فعالیت ګډوي. هغه د 'تورپوستې مور ارزښت لري' په نامه یوې ټولنې تصدیق شوې دایه او بنسټ ایښودونکې بورډ غړې ده، چې د تورپوستو میندو ولادي روغتیا په برخه کې کار کوي.

سماراوېټ  فېکرو

سماراوېټ فېکرو، اېتوپیا

تخنیکي کاروباري

سماراوېټ که څه هم تر ۱۷ کلنۍ هېڅکله کمپیوټر نه و کارولی خو اوس پروګرام جوړونکې، د ترکیبي یا نیمه برقي پروګرامو او سامان الاتو ډيزاینره ده، د بېلګې په توګه د اېتوپیا ټکسیو اړوند کمپنۍ اپلکشن چې RIDE نومیږي، دې جوړ کړی.

سماراوېټ فېکرو له خپلې تجربې الهام اخیستی چې د دې اپلکشن جوړولو سبب شو. نوموړي دا خوندي کار نه بولي چې له کاره ستړي راوتلي خلک بیا له ټکسیو سره د کرایې په سر جنجال کوي. اغلي فېکرو دا کار له ۲۰۰۰ پاونډو په کم لګښت پیل کړ. د هغې کمپنۍ اوس زیات شمېر کارکونکي چې ډيری برخه یې ښځې دي لري. په اېتوپیا کې په تخنیکي برخه کې لږې ښځې فعاله دي او فېکرو غواړي چې د نوي نسل نجونې وهڅوي تر څو تخنیک ته مخه کړي.

د ښځو په ملکیت او مشری سوداګري د ودې په حال کې ده، بلخوا مونږ اوس ډېرو ځوانو نجونو ته اړتیا لرو چې په ځان متکي اقتصاد ولري او د دوی نوښتګر باورونه عملي شي.

سماراوېټ فېکرو

ایریکا لیریانو

ایریکا لیریانو، ډومینیکن جمهوریت

د کوکوا کاروباري/متشبېثه

د کوکوا ځنځیره یې تولیداتو څخه د الهام اخیستو په توګه، ایریکا لېریانو په ډومینیکن جمهوریت کې د شریکه ملکیت او ګټې صادرات پیل کړل، هغې له خپلې خور جانېټ سره په ګډه اینارو INARU شرکت جوړ کړ، هغه هم له دې ارادې سره چې د کوکوا تولید او وېش به په دوامداره او سمه طریقه کوي. سږ کال د دوی دې پيل ښه ګټه ثبت کړي.

په تاریخي ډول د کوکوا صنعتي تولیدات د کوچنیو کاروباریانو انحصار کې پاتې شوي خو د دوی کمپنۍ د دې هېواد تولیدونکو ته اخلاقي سرچینې او کاریګرو ته د عادلانه مزدورۍ ورکړه یقیني کړه. هغه او په نیویارک کې پیدا شوې خور یې چې په اصل کې د بزګر له کورنۍ دي په ډومینیکا جمهوریت کې خپل تشبث په کامیاب تجارت بدل کړ. د دوی شرکت اوس د ښځو په مرسته د چلیدونکو فارمونو همکار دی او ټول هېواد ته تولیدات رسوي.

هر انسان ته باید د خپلې لارې او راتلونکي ټاکلو حق ورکړل شي، پدې کې د ښځو توان هم شامل دی داسې چې دوی ځانته خپل ژوند چې څنګه یې غواړي خپله وټاکي.

ایریکا لیریانو

نګار مارف

نګار مارف، عراق

نرسه

نګار مارف عراقي کردستان کې د سوځېدلو کسانو درملنې په مرکز کې د نرسانو مشرې په توګه کار کوي. د نیګار مارف په دنده کې د هغو میرمنو درملنه شامله ده چې ځان سوځوي، د ځان سوځولو عمل اوس هم په دغه سیمه کې د اعتراض په توګه ترسره کیږي.

مارف شاوخوا ۲۵ کاله په دواړو د سوځېدلو او ځانګړې پاملرنې په برخو کې په روغتون کې کار کړی. د هغې څانګه کې د هغو کسانو درملنه هم کیږي چې په ناڅاپي توګه سوځېدلي وي. زیاتره هغو مېرمنو چې مارف یې درملنه کړې له سوځېدو مخکې له رواني او فزیکي تاوتریخوالي سره مخ شوې دي. ځینې ان تر ۱۶ کلونو ځوانې وې.

مونیکا موسوندا

مونیکا موسوندا، زامبیا

سوداګره

مونیکا موسوندا د جاوا فوډز Java Foods بنسټګره او اجرایه مشره ده، هغه له یوې موسسې سره وکیله وه چې متشبثه شوه. د اغلي مسعودې دا شرکت په سویلي افریقا کې د خوړو د پروسس او تیارولو په یوه نوم وتي شرکت اوښتی. د هغې مقصد د داسې مناسبو خوړو چمتو کول او تر خلکو رسول دي چې د زامبیا د قوي غنمو له فصله جوړ شوې وي، په همدې ډول هغه دې ته کار کوي چې د خوړو تر لاسه کول او تر مصرف کونکو رسول څنګه اسانه او بدل کړي.

موسوندا چې د تغذیې برخې وکیله ده ، څو نورې متشبثې میرمنې څاري او له دوی سره په داسې موضوعاتو غږیږي چې کاروبار یې اغیزمنوي، نوموړي څو جایزې ګټلي او د خپل کار له کبله په داسې څيرې پېژندل کیږي چې د افریقا د کرهنې او غذایې سیستم پیاوړتیا او ودې لپاره یې کار کړی.

سوفیا هاینونین

سوفیا هاینونین، ارجنټین

محافظه کاره

د ژویو د رنګینوالي ساتنې ته ژمنه، بیولوژیسته سوفیا هینونین په سویلي امریکا کې د نابودۍ بحران بېرته راګرځولو لپاره د Esteros del Iberá بیا رغونې د لومړنیو هڅو مشري وکړه، چې په ارجنټین کې د مرطوبو سیمو اصلي ایکوسیستم او د نړۍ تر ټولو لوی هغه دی. سوفیا تر۳۰ کلونو ډېر د خوندي سیمو جوړولو کې مرسته کړې ده.

د هغې تر مشرۍ لاندې، د ارجنټاین ریویلډینګ پروژه د پټاګونیان په ګډون په څلورو اصلي ایکو زونونو کې فعاله ده. دوی له دغې لارې چې شخصي ځمکې په خوندي ملي پارکونو بدلوي او د ایکوسیستمونو د بیا رغولو او دوامداره طبیعت سیلانۍ رامنځته کولو لپاره د اصلي بڼې معرفي کوي.

مارینا ویازوفسکا

مارینا ویازوفسکا، اوکرایین

ریاضي پوهه

د اوکرایین ریاضي پوهه چې د دې کال په پیل کې دویمه ښځه شوه چې په تاریخ کې یې د معتبر فیلډز مډال وګاټه. دغې جایزې ته ډیری وخت د ریاضیاتو د نوبل جایزه هم ویل کیږي - دغه جایزه هر څلور کاله وروسته ورکول کیږي. مارینا ویازوسکا د څلور سوه کلنې معما حل په تړاو جایزه وګټله، دا ستونزه یې حل کړه چې څنګه یو شمېر ګردۍ کرې په خورا اغېزمنه توګه په داسې یو ځای کې چې ۸ بعده ولري ځای په ځای کړل شي.

ویازوفسکا په لوزان کې د سویس فدرالي ټیکنالوژۍ انسټیټیوټ (EPFL) کې میشته ده او د ریاضیاتو په انسټیټیوټ کې د شمیر تیوري پروفیسوره او مشره ده.

یولیا پایوفېسکا

یولیا پایوفېسکا، اوکرابین

د بیړنۍ خونې ډاکټره

اوکراینۍ ستایل شوې غیرپوځي روغتیا پاله، او د Taira's Angels نومي ډلې بنسټګره ده، یوه رضاکاره مرستندویه ډله چې پخپلو هڅو یې ټپي شوي سلګونه سرتیري او ولسي وګړي ژغورلي . یولیا پایوفېسکا چې د تایره په نوم هم مشهوره ده، د مارچ په میاشت کې هغه مهال چې له ماریيوپول ښاره یې ولسي وګړي خوندي ځایونو ته لېږدول د روسي ځواکونو لخوا ونېول شوه.

هغې پرخپل بدن یوه کمره لګولي وه چې د ښار په څنډو کې د خپلې کاري ډلې کارونه ثبت او بیا هغه ویډیوګانې رسنیو ته ور کړي.د روسي ځواکونو په بند کې له بند تېرولو درې میاشتې وروسته اغلي پایوفېسکا په زندان کې له هغې سره کیدونکو ظلمونو په اړه غږ پورته کړ او په بندخونه کې وخت یې له دوزخ سره پرتله کړ.

سئنډی کابرېرا ارتیګا

سئنډی کابرېرا ارتیګا ، هندوراس

د تولید مثل حقونو مدافع فعاله

د فلسفې زدکونکې، لیکواله او فېمینسته فعاله سېنډي کابرېرا ارتیګا د تولید مثل او جنسي حقونو مدافع فعاله ده. هغه د زېږون مخنیوۍ درملو په اړه ورکشاپونو کې تدرس کوي او د (راځئ په اړه یې وغږېږو) یوه ویانده ده - دا د میندوارۍ د بېړني مخنیوي وسایلو په اړه یو ډیجیټل پلټفورم او د پوهاوي کمپاېن دی.

هغه د اکسیون ایون (د ځوانانو عمل ډلې) لپاره هم کارکوي چې د ځوانانو د بشري، جنسي او تولید مثل حقونو لپاره هڅې کوي. هغه پر هاندوراسۍ اشاري ژبې واکمنه او د یوې کڼې یوه زرې مور یوازنۍ لور ده. هغه ویاړې چې له توپیرې چلن پرته روزل شوې او پالنه یې شوې ده.

اېرینا کاندراتوا

اېرینا کاندراتوا، اوکرایین

د ماشومانو ډاکټره

ډاکټرې ایرینا او د هغې ټيم د اوکرایین خارکیېف ښار په سیمه ییز روغتون کې د سختو بمباریو سره هم مهاله د میندوارو مېرمنو، نویو زېږیدلي ماشومانو او میندو درملنې ته کار ویلی. دوی د روغتون د ځمکې سر منزل کې د کار څانګه پرانېسته، په داسې حال کې چې د دوی خپل ژوند ته ګواښ متوجې وه خو نوموړي او ټيم یې د هغو ماشومانو پاملرنه کړې چې جدي مراقبت ته یې اړتیا لرله او خوځيدای نشول.

د روغتیایې مرکز د مسولې په حیث ډاکټرې کاندرا توا په مارچ میاشت کې د ډېوېډ بېکهم د انسټګرام مسولیت واخیست تر څو هغو مشکلاتو ته انعکاس ورکړي چې دوی ورسره مخ دي. نوموړي او ټيم یې له ۲۰۱۴ کال راهیسې له ۳۰۰۰ د ډېرو مېرمنو روغتیایې او رواني درملنه کړې.

زمونږ کورونه، سړکونه، د انرژۍ تولید بنسټونه، روغتونونه او ان ژوند مو نړیدلی خو زمونږ هیلې، امېدونه او صداقت ژوندی دی او تر بل هر وخته ډېر پیاوړي یو

اېرینا کاندراتوا

ماري کرسټینا کولو

ماري کرسټینا کولو، مداګاسکار

د اقلیم برخې متشبثه

د اقلیم برخې متشبثه اواېکوفیمینېسټه ماري کرسټینا کولو په کاپ ۲۷ سرمشریزه کې د مداګاسکار د رسمي پلاوي غړې وه. هغه د اقلیمي بدلون د بشري حقونواو جنسیتي اړخونو په اړه هڅې کوي، ځکه چې د هېواد میلیونونه وکړې یې د پرله پسې وچکالیو له امله خوراکي توکو ته د لاسرسي ستونزو سره مخ دي. ملګرو ملتونو دا د اقلیمي بدلون له امله د نړۍ لومړنۍ قحطي بللې ده.

کولو د 'خلکو، ځواک، ټولګډونوالي' په نوم د یوې نادولتي موسسې سیمه ییزه مشره ده، چې د زرغون اقتصاد له لارې د بېوزلي پر وړاندې مبارزه کوي. د ګرین 'اېن' کول په نامه د هغې یوه ټولنیزه پروژه، د اقلیمي عدالت لپاره یو مخکښ ملي پلټفورم دی. هغې د جنسیتي توپیر د یوې قربانې په توګه "د ښځې دې غلې نه پاتېږي" غورځنګ پیل کړ چې د جنسي تېري د کلتور پر ضد مبارزه کوي.

موږ نه غواړو چې یوازې د اقلیمې بدلون اغېزو، پلارسالارۍ او تاوتریخوالي د بې وسه قربانیانو په سترګه راته وکتل شي. کله چې وینم چې ښځې له دغو ټولو ستونزو سره سره مقاومت کولی شي، د خورا خوشبینۍ او ویاړ احساس کوم.

ماري کرسټینا کولو

اسونیلې کوټو

اسونیلې کوټو، سوېلي افریقا

تخنیکي متشبېثه

هغې ته له هغې وروسته د کاروبار فکر پیدا شو کله چې نوموړي غوښتل د امېندوارۍ ضد اله له خپل بدنه لرې کړي خو داسې هیڅوک یې پیدا نکړه چې ورسره مرسته وکړي. وروسته هغې د FemConnect په نوم بنسټ جوړ کړ چې د میرمنو میاشتني ناروغۍ تنظیم او وړو نجونو امېندوارۍ کمولو لپاره د تکنالوجۍ په واسیله حل لارې ومومي.

دا پلېټ فارم استعمال کونکو ته له تبعیضي چلند او بدګمانۍ پرته یو شان چوپړونه وړاندې کوي. دوی د ښځو د درملنې او همدا راز د امېندوارۍ ضد درمل د دوی په فرمایش د دوی تر کورونو رسوي هو به هو داسې لکه انلاین ډوډۍ چې غواړې. کوټو ډېره لېواله ده چې میرمنو ته د دوی د میاشتني عادت او همدا راز نورې روغتیا اړوند باکیفیته خدمات ورسیږي په ځانګړي ډول هغو ټولنو ته چې په څنډه کې پاتې او له پامه غورځول شوې دي.

د خوښۍ خبره ده چې ګورو ستونزو ته د ځوانانو لخوا د حل موندلو عزم ټینګ دی، تر څو دا یقینې کړي چې راتلونکی نسل د ژوند هغه کړاونه ونه ویني چې زمونږوالدېنو تجربه کړي.

اسونیلې کوټو

ډېلېک ګورسوی

ډېلېک ګورسوی، جرمني

د زړه جراحه

ډاکټره ډلېک ګورسوی چې د ترکيې کډوالو مور او پلاره جرمني کې زېږېدلې، د زړه جراحۍ برخې مخکښه او د مصنوعي زړونو متخصصه ده. د هغې تصویر په جرمني کې د فوربس مجلې پر پوښ چاپ شوی او په اروپا کې یې د لومړۍ ښځینه جراحې په توګه چې مصنوعي زړه یې نصب کړ، هغه ستایلې ده.

هغې له یوې لسیزې ډیره موده د مصنوعي زړه په اړه د څېړنو سرلارې وه او د زړه پیوند لپاره د بدیل په پراختیا باندې کار کوي ځکه چې د بدن غړو بسپنه کول کم شوي دي. هغې خپل ژوند لیک لیکلی او اوس د زړه درملنې خپل کلینیک د جوړولو په حال کې ده.

ویګاتو ګېبریوهانس ابېرا

ویګاتو ګېبریوهانس ابېرا ، ټیګری، ایتوپیا

د بشري چارو کارکوونکې

د بشردوستانه مرستو کارکوونکې، ویګاهتا ګبریوهانس ابیرا د هادرینا Hdrina بنسټ بنسټګره هم ده، دغه بنسټ یو غیر انتفاعي سازمان دی چې موخه یې په تیګری کې د جګړې له امله د خوارځواکۍ له منځه وړل دي. هادرینا د جګړې ځپلو ښځو او ماشومانو سره د مرستې لپاره یو شمیر پروژې لري، چې پکې کورني بې ځایه شویو خلکو لپاره په کمپ کې د بیړني تغذیې پروګرام (IDP) او د ښاري باغ جوړولو پروژه هم شامل دي.

دغه سازمان د هغو ښځو د پیاوړتیا یوه پروژه هم پرمخ وړي چې د جګړې اړوند جنسي تاوتریخوالی څخه ژوندۍ پاتې شوې دي. دغه میرمنې چې د جګړې او د بې وزلۍ په پایله کې پر تجارتي جنسي کارکونکو بدلې شوې دي

۱۰۰ ښځې - د بي بي سي نړیوال سروېس

۱۰۰ښځې څه دي؟

د بي بي سي ۱۰۰ ښځو په لېست کې هرکال د نړۍ له ګوټ ګوټ ۱۰۰بانفوذه او الهام بښونکې ښځې شاملېږي. موږ د هغوی د ژوند په اړه مستند فلمونه او فیچرونه جوړوو او مرکې کوو- دا هغه کیسې دي چې ښځو ته پام را اړوي.

پرانسټاګرام، فېسبوک او ټوېټر د بی بي سي ۱۰۰ ښځې تعقیب کړئ. د BBC100Women# له لارې په دې اړه خبرو اترو کې برخه واخلئ.

دا ۱۰۰ ښځې څرنګه غوره شوې؟

د بي بي سي د ۱۰۰ ښځو د چارو مسولې ډلې د هغو نومونو پر بنسټ چې راټول کړي یې و او هغه چې د بي بي سی د راز راز ژبو څانګو یې وړاندیز کړی و، یو لېست جوړکړ. موږ هغو کاندیدانو پسې ګرځېدو چې مشهورې وتلې څېرې شوې وې یا یې په تېرو۱۲میاشتو کې پر مهمو خبرونو اغېز کړی و، همدا راز هغه ښځې چې د ویلو لپاره الهام بښونکې کیسې لري، یا یې د پام وړ کوم بریالیتوب ترلاسه کړی یایې پر خپلو ټولنو باندې داسې ډول اغېز درلودلی چې په خبرونو کې نه دې راغلی. د نومونو دا فهرست بیا د سږکال له موضوع سره پرتله شوی- هغه پرمختګونه چې په تېره لسیزه کې په بیلابیلو ډګرونو کې ترسره شوي.

موږ هغه موضوعات څېړلي چې په اړه یې د نظریو اختلاف شته دی، لکه د زېږون حقونه چې هغو کې ښايي د یوې ښځې پرمختګ د بلې ښځې شاتګ وګڼل شی، او داسې ښځې مو ونومولې چې خپله د خپل بدلون سبب شوي دي. د وروستي لېست له جوړولو وړاندې مو دا لېست د سیمه ییز استازیتوب او د لازم بې پرېتوب له پلوه وارزوه.

په دې لېست کې د ځینو ښخو هویت نه دی څرګند شوی یا یې کورنی نوم یا تخلص نه دی یاد شوی د دې لپاره چې دوی او کورنۍ یې خوندی وساتل شي، دا کار د دوی په رضایت سره او د بی بي سی د نشراتي تګلارې او د خوندیتوب لارښودونو په پام کې نیولو سره شوی.

...there we go.