د بي‌بي‌سي د ۲۰۲۳ کال ۱۰۰ ښځې: د سږ کال په نوملړ کې څوک دي؟

د بي‌بي‌سي نړيوال سرويس د ۲۰۲۳ کال د ۱۰۰ ښځو لړۍ د ځينو عکسونه

بي‌بي‌سي د ۲۰۲۳ کال لپاره د نړۍ له ګوټ ګوټه د ۱۰۰ الهام بښونکو او با نفوذه ښځو نوملړ خپور کړ

په دوی کې د بشري حقونو وکیله امل کلوني، د هاليووډ فلمي ستورې امېرېکا فيرېرا، د فېمینېزم مخکښه ګلوریا سټينم، د امریکا پخوانۍ لومړۍ مېرمن ميشل اوباما، د سينګارتوکو سوداګرۍ څښتنه هدا قطان او د سرو زرو توپ ګټونکې فوټبالره ايتانا بونماتي شاملې دي.

په داسې یوه کال کې چې سخته تودوخه، ځنګليز اورونه، سېلابونه او د طبیعي پېښو اړوند نور خبرونه د نړۍ د رسنيو سرليکونه ګرځېدلي، په دې لېست کې هغه مېرمنې هم ځای شوې دي چې له خپلو ټولنو سره مرسته کوي چې د اقليمي بدلون او له کبله یې د پېښېدونکو اغېزو پر وړاندې عمل او مبارزه وکړي.

تر دې مخکې چې د ملګرو ملتونو د اقليمي بدلون اړوند COP28 کنفرانس تر سره شي، موږ د بي‌بي‌سي د سلو ښځو په نوملړ کې د اقليم برخې د ۲۸ مخکښو مېرمنو نومونه هم ځای کړي

نومونه پرته له کومې ځانګړنې په نوملړ کې مخکې او وروسته راغلي

کلتور او زدکړه

کلارا ایليزابېت فراګوسو اوګارتې

کلارا ایليزابېت فراګوسو اوګارتې ، مکسیکو

ټېلر چلوونکې

ټېلر چلوونکې کلارا ایلیزابېت فراګوسو اوګارتې د خپل ژوند ۱۷ کاله په داسې یوه مسلک کې تېر کړي چې عموماً یې نارینه کوي. هغه په مکسيکو کې پر اوږدو او د دغه هېواد په ځينو تر ټولو خطرناکو سړکونو ټېلر یا لوی بار وړونکی ګاډی چلوي.

اغلې اوګارتې په خټه د دورانګو ده او په ۱۷ کلنۍ کې یې واده کړی. دا څلور اولادونه او اووه لمسي، لمسۍ لري.

په مکسيکو کې داسې ښځې ته خلک "ټرېلیره" وايي او دا اوس هم له مکسیکو تر امریکا او له هغه ځایه مکسیکو ته توکي لېږدوي رالېږدوي.‌

اوګارتې ځوانې موټر چلوونکې هم په دې موخه روزي چې د نرانو لخوا نیول شوي‌ دې مسلک ته ښځې هم وهڅوي چې ځان ورګډ کړي او د بار وړونکو لویو لاریو په دې سوداګرۍ کې جنسي برابری رامنځ ته کړي.

کارولینا دیاز پایمېنتېل

کارولینا دیاز پایمېنتېل ، پیرو

خبریاله

کله چې بلاخره د عمر په وروستيو شلو کلونو کې اوتیزم پکې تشخیص شو نو کارولینا دیاز پایمېنتېل ځان ته یو کیک پوخ کړ چې دا واقعیت ونمانځي چې اوس هغه پوهېږي چې اعصاب یې د نورو په پرتله توپیرلري.

اوس هغه څودېرش کلنه ده او "پرخپل اوتېزم ویاړي"، د یوې خبریالې په توګه کار کوي او د اعصابو د متفاوتوالي او ذهني روغتیا په هکله راپورونه جوړوي.

دیاز د هغه منفي باور د ختمولو لپاره هم کار کوي چې معمولا د روحي-ټولنیزو معلولیتونو درلودونکي کسان ورسره مخ کېږي. دیاز د یوشمېر غیر-انتفاعي پروژو بنسټګره هم ده چې د اعصابو متفاوتوالي په اړه عامه پوهاوی ډېروي، لکه د بایپولار اخوا، د پیرو د اعصابو د متفاوتوالي ایتلاف او غیرعادي پروژه.

دیاز د هغو ژورنالیستانو په کتار کې ده چې د پولیتزر مرکز او روزالین کارتر موسسې لخوا یې مالي ملاتړ کېږي.

چیلا کوماري برمن

چیلا کوماري برمن ، بریتانیا

هنرمنده

چیلاکوماري برمن په رازراز هنرونو کې کار کوي لکه د چاپ جوړول، رسامي، نقاشي، درې بعدي هنر او فلم. هغه د خپلو اثارو په مرسته د ځینو مسلو په اړه بحث کوي لکه د واقعي شیانو ترسیمول، جنسیت او کلتوري هویت.

سږکال، دغې هنرمندې د بریتانیا د بلکپول ښار په فېستوال کې چې له ۱۸۷۹ راهیسې دوام لري، خپل اثار ولیدل. Lollies in Love With Light یو ډول تکنیکلررسامي ده چې د ایسکریم خرڅولو یو موټریې په مرکز کې دی، د ایسکریم له هغې سوداګرۍ یې الهام اخیستی چې والدینو یې درلوده.

په ۲۰۲۰کې برمن هندي افسانو، ولسي کلتور او د ښځو ځواکمنتیا په تړاو 'د نوې زړورې نړۍ یاد' په نامه هغه رسامي جوړه کړه چې لندن کې د ټېټ برېټن د هنري اثارو نندارتون د ودانۍ مخه یې ښکلې کړې وه.

تېرکال برمن ته د MBE جایزه ورکړل شوه.

هوسۍ احمدزۍ

هوسۍ احمدزۍ، افغانستان

د تلویزیوني خپرونو وړاندې کوونکې

کله چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې طالبان پر افغانستان واکمن شول نو هوسۍ احمدزۍ د تلویزیوني خپرونو له یو شمېر محدودو ښځینه وړاندې کونکو وه چې هېواد کې یې خپل کار ته دوام ورکړ.

د خوندیتوب اندیښنو او په رسنیو کې د ښځو د کار په اړه ټولنه کې د مخالفتونو سره سره هوسۍ په شمشاد تلویزیون کې خپل کار روان وساته.

له هغې راهیسې یې یو زیات شمېر د طالبانو مامورینو سره مرکې کړې خو د پوښتنو په اړه محدودیتونه موجود دي او هغه نه شي کولای د هغوی د چلند په اړه ورڅخه پوښتنې وکړي.

احمدزۍ په حقوقو او سیاسي علومو کې زدکړې کړې او څو کاله کېږي چې رسنیو کې کار کوي. د نجونو تعلیم ته یې پام اړولی چې د طالبانو لخوا په شدت سره محدود شوی.

نتالیا ادريسووا

نتالیا ادريسووا، تاجکستان

د زرغونې انرژۍ مشاوره

د تاجکستان په لرو پرتو سيمو کې ښځې ډېر کله برېښنا او اور بلولو ته لرګي نه لري. خو نتالیا ادريسووا د دې کړکېچ د له منځه وړلو لپاره یوه چاپېریال دوستانه پروژه جوړه کړې او ښځو ته د طبعي سرچینو، توکو او د ګټورې انرژۍ کارولو په اړه پوهاوی ورکوي او روزي یې.

د روزنې او ټرېنينګونو تر څنګ د هغې بنسټ د کمې انرژۍ یا برېښنا مصرفوونکي وسایل هم وړاندې کوي، لکه د لمریزې برېښنا پر مټ کارکوونکی چایجوش او دیګ بخار. نتالیا همدا راز د ښځو په ملاتړ سره د جنسيت برابري ته هم کار کوي.

اوس هغه په ځينو سيمو کې په دې برخه کې هم په روزلو بوخته ده چې د اقلیم بدلون معلوله کسان څه ډول اغېزمنوي او د دې لپاره لارې چارې لټوي چې باید په سیاسي بحثونو کې یې په اړه خبرې وشي او د هغوی غږ واورېدل شي.

په نړۍ کې سخت موسمونه او طبعي پېښې موږ ته دا خبرداری راکوي چې طبیعت او اقلیم پر خلکو اغېز پرېباسي. موږ له طبيعته په داسې بې پروایۍ سره باید کار وانخلو چې له کبله یې اوښتونکي خطرونه ونه سنجوو.

نتالیا ادريسووا

جنت الفردوس

جنت الفردوس، بنګله دېش

له سوزېدو ژوندۍ پاتې شوې

جنت الفردوس له داسې سوزېدو ژوندۍ پاتې شوې چې د بدن ۶۰ سلنه برخه یې سوزېدلې وه خو وروسته فلم جوړوونکې، لیکواله او د معلولیت کمپاېنره شوه.

هغه د غږ او نظر(Voice & Views) سازمان بنسټګره ده. دا د بشري حقونو یو سازمان دی چې له سوزېدو د ژوندیو پاتې شویو ښځو د حقونو لپاره مبارزه کوي.

ملګري او کورنۍ یې د ای وي په نوم یادوي، پنځه لنډ فلمونه یې جوړکړي او ۳ ناولونه یې خپاره کړي، د خپلو داستانونو له لارې د معلولینو په اړه د عامه پوهاوي زیاتولو هڅه کوي.

فردوس ډیرې زدکړې کړې او په علمي لاسته‌راوړنو کې یې د انګریزي ادبیاتو د لیسانس درجه او د پرمختیايي څېړنو درجه شامله ده.

ماچا فورن ان

ماچا فورن ان، تایلنډ

د بومي وګړو او +LGBTQ حقونو فعاله

ماچا فورن ان له مینمار سره پر پوله د تایلنډ په داسې سیمه کې اوسېږي چې د اقليمي بدلون تر څنګ شخړو هم زیانمنه کړې ده. خو دې پکې خپل ټول پام او کار د لږکیو د حقونو پر دفاع ورټول کړی دی.

ماچا فورن ان په دې سیمه کې د SAYDP په نوم د یوې پرمختیايي پروژې بنسټ ايښی. د دغه سازمان موخه د زرګونه بې وطنه او بې ځمکې ځايي ښځو، نجونو او د +LGBTQ ټولنې ځوانو غړو پر زدکړو بسیه کول او ځواکمنول یا پر خپلو پښو درول دي.

ماچا فورن ان په خپله هم همجنس خوښې او د لږکیو له ډلې یوه فېمينېسټه ده او په دې سیمه کې د یوه داسې خوځښت مشره ده چې د جنسيتي تاوتریخوالي د مخنيوي لپاره هلې ځلې کوي. همدا راز د هغو خلکو وکالت او ورته د خپلې ځمکې درلودو حق غوښتنه کوي چې بې ځایه شوي او له خپلو حقونو محروم ساتل شوي‌ دي.

د یوې سيمې د بومي یا اصلي وګړو، د +LGBTQ ټولنې غړو، ښځو او نجونو له ګډون پرته هېڅکله هم د اقلیم اړوند ستونزو حل ته یو پايښت او معنا لرونکی حل نه شي موندل کېدای.

ماچا فورن ان

سارا اوت

سارا اوت، امریکا

ښوونکې

سارا اوت د سپتمبر ۱۱ تر بریدونو وروسته د امریکا فلوریډا ایالت ته لاړه او د منځني ښوونځي دا ښوونکې وايي چې هغه مهال په ناسمو مالوماتو تېروتله.

که څه هم د ساینس په برخه کې يې زدکړې کړې وې خو د یوې مودې لپاره دا شکمنه وه چې ګواکې د اقلیم بدلون ریښتیني څه نه دي.

یو وخت يې دا ومنل چې په سمه نه وه او دا منښته حقیقت ته د رسېدو پر لاره د هغې لومړنی قدم شو. د سارا اوت دا سفر د دې لامل شو چې هغه د ساینسي زدکړو ملي مرکز د اقلیم بدلون برخې سفیره وټاکل شوه.

دا اوس د امریکا په جورجیا ایالت کې اوسېږي او د اقلیم بدلون موضوع ته په کتو خپلو زدکوونکو ته د فزيکي ساینس مفهوم ورزده کوي. همدا راز هغوی ته په خپله ټولنه کې چاپېریال ته د ورپېښو ستونزو په اړه پوهاوی ورکوي.

د چاپېریال بدلون موضوع د ټولو ګډ مسولیت دی او په یوازې سر څه نه کېږي. په دې برخه کې فعالیت او مبارزه د یوه بڼ په څېر ده چې خپل فصل او موسم لري. نو موسم ته په کتو خپله برخه اخیستل او مسولیت ادا کول په کار دي.

سارا اوت

کېرا شیرووډ اوریګن

کېرا شیرووډ اوریګن، نیوزيلنډ

د ځايي خلکو او معلولو کسانو د حقونو فعاله

کېرا شیرووډ اوریګن د نیوزيلنډ د جنوبي ټاپو تي وایپونمو اوسېدونکې او د 'کای تاهو' قبیلې اړوند ده. دا معلوله او د اقلیمي چارو کارپوه ده.

کېرا د Activate په نوم د یوه ټولنیز بنسټ له رامنځ‌ته کوونکو ده چې د اقلیم اړوند عدالت غوښتنې او ټولنیز بدلون لپاره کار کوي.

د هغې چارې تر ډېره خپل پلرني ټاټوبي ماوري باندې ورټولې دي چې د اقلیم په اړه په وروستیو بحثونو کې له پامه غورځول شوې سیمه ده.

اغلې اوریګن له وزیرانو، ځايي چارواکو او مدني ټولنو سره کتلي او خپلې سيمې ته د اقلیمي بدلونونو له کبله ورپېښې ننګونې یې ورسره شریکې کړې دي. همدا راز یې د دې سیمې اصلي اوسېدونکو او معلولانو ته هم د عدالت غوښتنې غږ پورته کړی چې د اقلیم اړوند خبرو اترو او ناستو کې برخه ورکړل شي.

موږ د هغه ډول مخالف یو چې نورو ته پکې ځای نه وي، موږ خپله ونډه غواړو، موږ رهبري کوونکې ټولنه لرو او دغه ډول کار ګټور وي. زه فکر کوم اوس خلکو دا منلې ده چې د اقلیمي کړکېچ حل په دې کې دی چې د سيمې بومي یا اصلي اوسېدونکو ته باید د داخلي حاکمیت احساس ورکړل شي.

کېرا شیرووډ اوریګن

سوزان ایتي

سوزان ایتي، اسټرالیا

د ګرځندوی کارپوهه

سوزان ایتي د ګرځندوی یا سیاحت او سفر په سکتور کې له ګوتو په شمار اقلیمي ساینسپوهانو یوه ده. هغه په دې تکل د دغه صنعت مشري کوي چې په راتلونکي کې یې یو ټېکاو لرونکی سکتور وګرځوي.

هغه د Intrepid Travel په نوم یوه واړه ګرځندوی شرکت سره د چاپېریال نړیوال اغېز د متخصصې او مدیرې په توګه کار کوي او د کاربن ګاز د تولید د کمښت هدف ته د رسېدو لپاره له کارکوونکو لومړنیو شرکتونو د یوه هغه مشري کوي.

اغلې ایتي د سوداګریزو سفرونو پر مهال د کاربن ګاز د کمښت په اړه یو لارښود هم لیکلی او چاپ کړی چې د Tourism Declares ټولنې یو مهم کار او برخه ده. په دې ټولنه کې شاوخوا ۴۰۰ سیاحتي ادارې، شرکتونه او مسلکي رضاکاران ورټول دي او د اقلیم بېړنی حالت یې اعلان کړی دی.

نن سبا موږ ګڼ داسې تجارتونه وینو چې اقلیمي بدلون سره مبارزه یې منلې او پر چاپېریال یې د ناوړه اغېزو د مخنیوي لپاره د عملی ګامونو اوچتولو ته هدفونه ټاکلي دي، همدا راز پر نوېدونکې انرژۍ پانګونې ته ژمن دي او په اوږده مهال کې د کاربن ګاز د کمښت لپاره کار کوي.

سوزان ایتي

ایسي بوباسا

ایسي بوباسا، ګانا

کب پلورونکې

د ګانا فیومي کلی سمندر د ځمکې له مخې ورڅپ واهلی او ډوب کړی دی. دا د ایسي بوباسا کلی و او د اقليمي بدلون تاوان یې داسې په مستقیم ډول تجربه کړی.

د سمندر د سطحې د لوړېدو دې پېښې هغه له خپل مېړه او پنځو اولادونو سره له دې سيمې ځکه کډه کولو ته اړ کړه چې نوره د اوسېدو نه وه.

د خپلې سیمې د یوې سرلارې کب پلورونکې په توګه اغلې بوباسا له خپلو همکارانو سره په ګډه یوه ټولنه جوړه کړه چې هلته له هغو کب نیوونکو او کب پلورونکو ښځو سره مرسته وکړي چې د سمندرغاړو د ډوبېدو له کبله یې د ګټې وټې سرچینه له خطر سره مخ ده.

دا ټولنه اوس شاوخوا سل غړي او اوونیزې ناستې لري او د کاروباري ښځو ته په ورپېښو ستونزو بحثونه کوي او د اړمنو کورنیو د لاسنيوي لپاره پیسې ورته ټولوي.

هر وخت چې د سمندر څپې زموږ پر لور په غورځنګونو راځي نو موږ ناهیلې کېږو. په موږ او زموږ په راتلونکي نسل پسې مرګ راروان دی.

ایسي بوباسا

ارتي کمار راو

ارتي کمار راو، هند

عکاسه

ارتي کمار راو په جنوبي اسیا کې کار کوي او یوه خپلواکه عکاسه، لیکواله او د 'نېشنل جوګرافیک' سپړونکې ده او د اقليمي بدلون له کبله په چاپېریال کې د رامنځ ته کېدونکو بدلونونو منظرې مستندوي.

هغه دا تشریح کوي چې څنګه د اقليمي بدلون له کبله تر ځمکې لاندې اوبه په چټکۍ سره په کمېدو دي، څنګه د صنعت د ودې لپاره هستوګنيزې او طبیعي سيمې او هلته د ژویو لپاره رامنځ‌ته شوی چاپېریال له منځه وړل کېږي او له دې کبله میلیونونه ژوندي سري بې ځایه کېدو او نسل یې د ورکېدو له خطر سره مخ کوي.

ارتي په تېره یوه لسیزه کې د هند لویه وچه ګز و ګام کړې ده او د دې سيمې په اړه د هغې رپوټونه او کیسې دا ښکاروي چې چاپېریالي تخریب څنګه د ژوندي سرو ژوند او ترې چاپېر بیولوژيکي محیط اغېزمنوي.

هغې د Marginlands: India's Landscapes په نوم کتاب هم لیکلی. دغه کتاب د هغو خلکو کیسې او تجربې بیانوي چې له بېلابېلو چاپېریالي خطرونو سره مخ محیط کې ژوند کوي.

د اقليمي بحران تر ټولو ځوروونکی اړخ له ځمکې، اوبو او هوا سره زموږ د ژورو اړیکو پرې کېدل دي. له سره د دې اړیکې د رغولو اړتیا ده.

ارتي کمار راو

اکسانا زابوژکو

اکسانا زابوژکو، اوکرایین

لیکواله

اوکسانا زابوژکو د اوکرایین یوه ستره لیکواله او روڼ انده بلل کېږی چې له ۲۰ ډیر اثار لري لکه تخیلي داستانونه، شعر او غیر تخیلي اثار.

په نړیواله کچه د خپلو کارونو لکه 'د اوکرایین د جنسي مسایلو په ډګر کې او د پرېښودل شویو اسرارو د موزیم' په اړه کارونو له امله پېژندل شوې څېره ده.

هغه د کیېف د شیوچنکو پوهنتون د فلسفې له څانګې فارغه شوې او د هنرونو فلسفې په برخه کې دوکتورا لري.

د اوکسانا کتابونه په ۲۰ ژبو ژباړل شوي او د هېواد دننه او بهر یې ډېرې جایزې ګټلې لکه، د مرکزي اروپا انجېلس ادبي جایزه، د اوکرایین د شیوچېنکو ملي جایزه اود فرانسې ملي جایزه- د ویاړ ډله.

شیربو ساګینبیوا

شیربو ساګینبیوا، قرغزستان

د 'ژوند لپاره' د خیاطۍ بنسټ شریکه

شیربو ساګینبیوا په سرطان اخته وه،‌ د هغې سرطان ناروغي څلورمې مرحلې ته رسېدلې وه او درې کاله یې ورسره سخته مبارزه وکړه چې د درملو لپاره پیسې پیدا کړي. نوموړې اوس ښه ده.

هغې په سرطان اخته څلورو نورو ناروغانو سره یو ځای د "فار لایف" په نامه یوه خياطي جوړه کړه چې دودیز لاسي توکي پکې جوړېږي، دوی د خیاطۍ له لارې ګټل شوې پیسې په سرطان اخته ناروغانو درملنې لپاره ورکوي.

تر دې دمه دوی د ۳۴ مېرمنو لپاره چې مالي مرستې ته اړتیا لري ۲۶۵۰۰ ډالر ټول کړي چې د خپلې درملنې لګښتونه پرې پوره کړي.

د مرستې په دې لړ کې شیربو ساګینبیوا حس کړه، هغه کسان چې د درملنې له مرکزه لیري سیمو څخه راځي، د اوسېدو ځای ته اړتیا لري، نو یوه لیلیه یې برابره کړه چې دوی پکې د درملنې په موده کې پاتې شي.

داریا سیرینکو

داریا سیرینکو، روسیه

شاعره

لیکواله او سیاسي فعاله داریا سیرینکو د جګړې ضد فمینیستي مقاومت او پر اوکرایین د روسیې د یرغل پر وړاندې د خوځښت همغږي کوونکې ده.

تېرو نهو کلونو کې هغې په روسیه کې پر جنسي تاوتریخوالي لیکل کړي. همدا راز یې د فيمينیزم او جګړې پر ضد دوه نثري‌ کتابونه لیکلي دي

سرینکو همدا راز د Quiet Pickett په نامه د هنري خوځښت بنسټګره هم وه چې ځينو ځانګړو مسایلو کې د خلکو د ښکېلولو لپاره به یې پر بنرونو پیغامونه لیکل او هغه به یې ځان سره لېږدول.

دوه اوونۍ مخکې له هغې چې روسیه پر اوکرایین خپل بشپړ یرغل پیل کړي، سیرینکو د روسي چارواکو له خوا د "افراطي" پیغامونو په خپرولو تورنه شوه. وروسته له هغې نوموړې سملاسي جورجیا ته کډواله شوه. روسیه یې اوس د "بهرنۍ ایجنټې" په نامه یادوي.

سګاریکا شريرام

سګاریکا شريرام، متحده عربي امارات

د ښوونې او روزنې او اقليمي مسئلو سلاکاره

پېغلوټې سګاریکا شريرام په ښوونځیو کې د اقليم اړوند زدکړو د الزامي کولو لپاره مبارزه کوي.

د کوډېنګ په برخه کې د خپل مهارت په مرسته سګاریکا د Kids4aBetterWorld په نوم یو پروګرام جوړ کړی چې د نړۍ په کچه ماشومان په دې برخه کې روزي او هغوی سره مرسته کوي چې په خپله ټولنه کې ځینې ګټورې پروژې رامنځ‌ته کړي.

هغه د چاپېریال اړوند موضوګانو په اړه پرلیکه او افلاین ډول ځينې روزنیز ورکشاپونه جوړوي او ماشومانو روزي چې څنګه پر اقلیمي بدلون مثبت اغېز پرېباسلی شي.

سګاریکا په دوبۍ کې پر زدکړو بوخته ده او د دې تر څنګ د ماشومانو د حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د مشورتي ډلې غړې ده چې دا پکې د چاپېریال اړوند حقونو دفاع کوي.

دا د خبرداریو ورکولو نه بلکې د عمل وخت دی، نو هر ماشوم باید وروزل شي چې په ګټه رسوونکې بڼه ژوند وکړي او هغو سنجول شوو یا سيسټماتیکو بدلونونو ته وربرابر شي چې موږ یې ‌په خپله نړۍ کې راوستل غواړو.

سګاریکا شريرام

لیسیا فېرتز

لیسیا فېرتز، ایټالیا

ماډله او اغېز لرونکې

داسې ۹۳ کلنې ښځې ډیرې نه دي چې په انسټاګرام کې ۲۳۵،۰۰۰ فالوران لري خو ایټالیا کې د بدن د مثبتوالي ترټولو پخوانۍ اغېز لرونکې لپاره، دا یوازې د کار پیل دی.

لیسیا فېرتز د دویمې نړیوالې جګړې پرمهال ژوند کاوه، د خپلې ۲۸ کلنې لور او میړه مړینه یې ولیده.

خو کله چې یې لمسي د هغې لپاره انسټاګرام کې یو پروفایل پرانیسته چې خوشحاله یې کړي، د هغې رنګین لباس او په زړه پورې موسکا د دې سبب شوه چې سملاسي د ټولنیزې رسنۍ ستوري باندې بدله شي.

هغې خپل ژوندلیک لیکلی او په ۸۹ کلنۍ کې یې د 'رولینګ سټون مجلې' د پوښ لپاره یې د ماډلې په توګه خپل لوڅ عکس خپور کړی.

هغه د بوډا کسانو، ښځو او د +LGBTQ د حقونو مدافع او فعاله ده، د بدن مثبت والي او د دې فکر بدلون لپاره تبلیغ کوي چې موږ د بدن زړښت او زوړوالي په اړه څه ډول فکر کوو.

هدا قطان

هدا قطان، امریکا

د سينګارتوکو سوداګرۍ څښتنه

هدا قطان په امریکا کې له عراقه یوې کډه شوې کورنۍ کې زېږېدلې او په اوکلاهوما کې لویه شوې ده. د سينګار او ښکلا اړوند مسلک يې د ژوند ارمان و او دې هیلې ته د رسېدو لپاره یې خپل میراثي او دوديز مسلک پرېښود.

په لاس انجلس کې د مېک‌اپ زدکړې په یوه وتلي ښوونځي کې له شاملېدو سره یې له منځني ختيځه ځينې خورا مشهور پېرودونکي ورجلب او د هغوی لېست یې رامنځ ته کړ چې د شاهي کورنۍ غړې هم پکې وې.

د هدا قطان د سينګارتوکو برانډ د ۵۰ میليونه فالورز په درلودو سره په انسټاګرام کې تر ټولو ډېر مینه‌وال یا خوښوونکي لري.

اغلې قطان په ۲۰۱۳ کې بازار ته د مصنوعي یا ساختګي بڼو په وړاندې کولو سره د 'هدا بیوټي' په نوم د سينګارتوکو ځانګړی برانډ رامنځ ته کړ. اوس د هغې سوداګري میلیارد ډالرو ته رسېدلې او د سينګار ۱۴۰ ډوله محصولات یې د ټولې نړۍ په کچه له ۱۵۰۰ په ډېرو پلورنځيو کې خرڅېږي.

ماریجیتا موجاسیویچ

ماریجیتا موجاسیویچ، مونتینګرو

د معلولینو د حقونو فعاله

کله چې مارجیتا په لیسه کې وه نو له دوو مغزي حملو وروسته ژوندۍ پاتې شوه او ژوند یې په ډرامه‌یې ټوګه بدل شو.

د فزیکي او روحي اغېزو تجربه کولو سره سره چې زیاتره یې لا تراوسه هم شته دي، ماریجیتا اوس د ځوانانو سلاکارې او د معلولینو د حقونو فعالې په توګه کار کوي.

هغه د خپل غږ په کارولو سره د هغو کسانو په اړه چې عصبي ستونزې لري، د خلکو رویې او چلندونه ننګوي.

ورکشاپونه یې جوړکړي چې معلولیت سره ژوند نومېږي او هلته د خپلو تجربو په مرسته بېځایه قضاوتونه ننګوي.

ماریجیتا د ون نیورولوجي په نامه د نوښت سفیره هم ده چې غواړي د اعصابو ناروغۍ د نړیوالې عامه روغتیا لومړیتوب وګرځوي.

افروز نما

افروز نما، پاکستان

شپنه

افروز نما هغه وروستۍ پاتې 'واخي' شپنه ده چې له تېرو شاوخوا درو لسیزو راهیسې اوزې، مېږې او نور څاروي ساتي او پیايي.

د پاکستان په شېمشال دره کې له پېړیو راهیسې د شپنۍ دغه روان دود هغې ته له خپلې مور او نیا په میراث رسېدلی چې اوس د له منځه تلو په حال کې دی.

هلته هر کال شپانه خپلې رمې د سمندر له سطحې ۴۸۰۰ متره لوړو څړځایونو ته بیايي،‌ هماغلته ترې لبنیات تولیدوي او بیا یې د اړتیا وړ توکو باندې تبادله کوي او خپل څاروي هم پرې ساتي.

دې ګټې وټې د دغو شپنو کلي ته سوکالي راوړې او د هغوی ماشومان د زدکړو کولو جوګه شوي دي. د افروز نما اوس په هم په زړه دي چې د خپل کلي لومړنۍ ښځه وه چې یو جوړ بوټان یې اخیستی وو او په پښو کول یې.

لالا پاسکینیلي

لالا پاسکینیلي، ارجنټاین

هنرمنده

(هغه ښځې چې د مجلې پر پوښتۍ نه وې) د هنرمندې لالا پاسکینیلي د ذهن زېږنده ده. دا فکر په ۲۰۱۵ کال کې د دې لپاره پنځول شوی چې د ښکلا په اړه جوړې کلیشې او په رسنیو او عامه نامتو کلتورونو کی د مېرمنو استازیتوب تر پوښتنې لاندې راولي.

دا پروژه د هغو پراخه خپاره شویو کمپاینونو تر شا ده چې ښځې د زړښت او خوړو د رژیم په ګډون د خپل بدن د بېلابېلو برخو په تړاو ارزونې ته رابلي. د دې پروژې وروستی شعار د HermanaSltaLaPAnza (خورې، د خپلې خیټې رودل پرېږده) هشتګ دی چې د هرې طبقې او عمر خلکو کیسې پکې راخیستل کېږي.

دا وکیله، شاعره، همجنس خوښې او فعاله فیمېنسته هڅه کوي چې د ښځینه ښکلا برخه کې هغه کلیشه شوي معیارونه له منځه یوسي چې د هغې په وینا (جنسیتي او نژادي تبعیض ته) لمن وهي.

جیتسومنا تنزېن پالمو

جیتسومنا تنزېن پالمو، هند

بودایۍ راهبه

په ۱۹۴۰تمه لسیزه کې هند کې زېږېدلې. جیتسومنا تنزین پالمو په کم عمر کې د بودېزم دین ومانه.

هغه شل کلنه وه چې هند ته لاړه او لومړۍ لویدیځواله شوه چې د تبتي بودایۍ راهبې په توګه وټاکل شوه.

تنزین پالمو په هیماچل پردېش کې د ښځینه روزونکو د موقف لوړولو او د دې لپاره چې خپل فکري او معنوي وړتیا درک کړي د Dongyu Gatsal Ling Nunnery په نامه یې سازمان جوړ کړ چې له ۱۲۰ زیاتې راهبانې پکې دي.

نوموړې وروسته له هغې ډېره وپېژندل شوه چې د خپل عمر ۱۲ کاله یې همالیا کې یوه لیري پروت غار کې تېر کړل. په ۲۰۰۸ کال کې هغې ته د Jetsunma نادر لقب ورکړل شو چې د درناوي وړ لارښود او ښوونکي په مانا دی.

جېس پېپر

جېس پېپر، بریتانیا

د اقلیم کافې بنسټګره

Climate Café د کافي‌خونې یا سماوار ته ورته ټولنه ده چې خلک پکې د کافي څښلو ته راټولېږي او د اقلیم بدلون په اړه نظرونه او د خپل کار کړنو ‌په اړه خبرې سره کوي. جېس پېپر د دې ټولنې لومړنۍ کافې د سکاټلېنډ په بیرنم کلي کې په ۲۰۱۵ کې جوړه کړه.

اغلې پېپر اوس د یوې نړیوالې شبکې په توګه له نورو ټولنو سره هم مرسته کوي چې ورته ځایونه جوړ او سره ونښلوي.

هلته د کېدونکو ناستو ګډنوال وايي چې دغه کافي‌خونې د اقلیمي بحرانونو په اړه د خپلو اندېښنو او نظرونو بیانولو او شریکولو لپاره خوندي ځایونه دي.

اغلې پېپر د اقلیم اړوند ځينو ټولنو کې کلیدي او د مشرتابه رول لري او د سکاټلنډ د شاهي جغرافيايي ټولنې او د هنرونو شاهي ټولنې افتخاري غړې هم ده.

تر ډېره په ټولنو کې د اقلیم په اړه د روانو کارونو او مثبتو بدلونونو راوستلو مشري ښځې او ماشومان کوي. دا ما هیله‌منه کوي چې وینم څنګه خلک د بدلون راوستلو لپاره سره یو ځای کېږي او یو بل ته الهام ورکوي او د لا نورو بدلونونو راوستلو لپاره سیاسي فضا او فرصتونه رامنځ ته کوي.

جېس پېپر

پاولینا چایزیانې

پاولینا چایزیانې، موزامبیق

لیکواله

پاولینا چایزیانې هغه مهال د موزمبیق لومړنۍ ښځینه ناول لیکونکې شوه چې 'په باد کې د مینې شعر' په نامه یې په ۱۹۹۰ کلونوکې خپل لومړی ناول خپور کړ.

د موزمبیق پلازمېنې مپوتو په څنډو کې سترې شوې چایزیانې په یو کاتولیک ښوونځي کې پرتګالي ژبه زده کړه. د ایډوارډو مونډلین پوهنتون کې یې د ژبو په څانګه کې زدکړې وکړې خو د فراغت سند یې ترلاسه نه کړ.

د هغې اثار د انګریزي، جرمني او اسپانوي په ګډون بېلابېلو ژبو ته ژباړل شوي. 'لومړۍ ښځه: د ګڼو ښځو درلودلو یوه کیسه' په نامه د هغې یو ناول په خپرېدو سره یې د خوزې کراویرینا محلي جایزه وګټله.

په دې وروستیو کې یې د کاموس جایزه ترلاسه کړه چې په پرتګالي ژبه کې د لیکنې ترټولو با اعتباره جایزه بلل کېږي.

وي کاتیوهو

وي کاتیوهو، زمبابوې/بریتانیا

یوټیوبره

پر زدکړو سربېره په مکډونالډز کې له نیمه ورځ کار کولو رانیولې بیا تر اکسفورډ او هاروارډ پوهنتونونو د اسنادو ترلاسه کولو پورې د وي کاتیوهو د زدکړو سفر نړۍ کې د زرګونه کسانو لپاره الهام بښونکې شو.

هغې پوهنتون کې له زدکړو سره هممهاله یو یوټیوب چېنل جوړ کړ چې پر مټ یې هغو کسانو سره د خپلو زدکړو تجربې شریکې کړي او درسي مواد ورته چمتو کړي چې د کمزوري اقتصاد له امله له زدکړو بې برخې دي.

له هغې وروسته کاتیوهو د Empowered by Vee په نامه یو پلټفارم جوړ کړ چې له مخې یې د نړۍ په کچه هغو کسانو ته لوړو زدکړو ته د لاسرسي زمنیه برابره کړي چې ملاتړ لپاره څوک نه لري.

هغې د ځوانانو او پیغلو لپاره "ځان سره د مرستې عملي کار" په اړه یو کتاب ولیکه او اوس په ایجوکېشن لیډرشیپ یا ( تعلیمي رهبریت) برخه کې د دوکتورا په کچه زدکړې کوي.

صوفیه کیاني

صوفیه کیاني، امریکا

زدکوونکې او ټولنیزه فعاله

په ایران کې له خپلو خپلوانو سره د خبرو پر مهال د ټولنيزې فعالې صوفیه کیاني پام شو چې د نورو ژبو پرتله د دوی په فارسي ژبه د اقلیم د بدلون په اړه کره او باوري مالومات کم دي نو په دې اړه یې د بېلابېلو موادو راژباړل پیل کړل.

د اغلې کیاني دا کار وروسته له هغه پراخ او پر یوه لویه پروژه بدل شو چې د Climate Cardinals په نوم یې د ځوانانو په مشرۍ د یوه غیرانتفاعي ډلې په اړه واورېدل. دا هغه ګروپ دی چې غواړي د نړۍ د بېلابېلو ټولنو خلکو، په ځانګړي ډول هغو ته چې انګریزي یې نه ده زده، د هغوی په خپله ژبه د اقلیم اړوند مالومات وژباړي او ور ویې رسوي.

دا ډله اوس په ۸۰ هېوادونو کې تر ۱۰ زرو رضاکاران لري. دوی تر سلو ډېرو ژبو باندې تر یو میلیون ډېرې کلمې ژباړلې دي.

د اغلې کیاني موخه دا ده چې غواړي پر یوې ژبې د نه پوهېدو له کبله د نړۍ په هېڅ ځای کې څوک ساینسي مالوماتو ته له لاس‌رسي بې برخې پاتې نه شي.

ځوانو فعالانو د اقلیم په برخه کې د عمل کولو نړیوالې شبکې رامنځ ته کړې او هلې ځلې کوي، میلیونونه کسان یې متحرک کړي او مبارزه کوي، د فوسیلي سون‌توکو د پراختیا د مخنيوي لپاره یې زرګونه غوښتنلیکونه راټول کړي او د اقلیم اړوند نوښتونو سره د مالي همکارۍ لپاره یې میلیونونه ډالر راغونډ کړي دي. نړۍ ته ورپېښې ننګونې خورا لویې دي او موږ یې خپل عمر او تجربې ته په کتو پر وړاندې غلي نه شو پاتې کېدلی.

صوفیه کیاني

لوییس مابولو

لوییس مابولو، فلیپين

بزګره او کاروبارۍ

په ۲۰۱۶ کې د فلیپين په کمارینزسور سیمه د Typhoon Nock-Ten په نوم توپان تېر شو چې شاوخوا ۸۰ سلنه کرنيزه ځمکه یې هم له منځه یووړه.

لوییس مابولو د توپان د ویجاړي په ځواب کې هلته د The Cacao Projectپه نوم پروژه پيل کړه. موخه یې دا وه چې د کرکیلې او مالدارۍ پر مټ په ځايي غذايي سیسټم کې یو انقلاب او بدلون راوستل شي.

مابولو بزګران پر ځان بسیاینې ته وربولي، چاپېریال ته د ضرر رسوونکو خوراکي‌ توکو د تولید مخالفت کوي او په کلیو کې پر زرغونتیا د ولاړ اقتصاد غوړېدا غواړي، ځکه چې دا هغو کسانو ته کنټرول په لاس کې ورکوي چې په ځمکو کې کرکیله کوي.

هغه د اقلیم نړیوالې پالیسۍ جوړونه برخې ته مشورې ورکوي او د کلیوالو سيمو په اړه پوهه ډېروي. اغلې مابولو د ملګرو ملتونو د چاپېریال ساتنې پروګرام له لوري د ځمکې د 'ځوانې اتلې' په توګه نومول شوې.

زه پر دې پوهېدو سره هیله‌منه شوم چې په نړۍ کې روان خوځښتونو زموږ غوندې خلکو پیل کړي دي چې د ځمکې د زرغونتیا لپاره کار کوي او بېلابېلې ټولنې سره نښلوي. داسې ټولنې چې خوړو ته د خلکو لاسرسی پکې شته، اقتصاد یې څرخي او پر عادلانه او مساوي اصولو یې چارې پر مخ بېول کېږي.

لوییس مابولو

ساعتېری او ورزش

دیا مرزا

دیا مرزا ، هند

فلمي ستورې

د هندي فلمونو ستورې دیا مرزا په سېنمايي ډګر کې د خپل کار له کبله ګڼې جایزې ګټلې دي او د دغه هنر تر څنګ د چاپېریال او بشري حقونو اړوند فعالیتونو کې هم ښکېله ده.

هغه 'د ملګرو ملتونو د چاپېریال پروګرام' د ښه نیت سفیره ده او د اقلیم بدلون، پاکې هوا او د ځنګلونو او ژویو د خوندیتوب په اړه پوهاوی او پیغامونه خپروي.

دیا مرزا د 'ون انډیا سټوريز' یا 'د یوه هند کیسې' په نوم پروډکشن جوړ کړی چې پر ټولنه اغېز کوونکې کیسې وړاندې کوي. داسې کیسې چې دا وايي، "تاسې څو شېبې فکر کولو ته اړ باسي."

هغه همدا راز د ماشومانو د خوندیتوب ادارې یا 'سېف د چېلډرن' او د ژویو د هوساینې او خوندیتوب نړیوال وجهي صندوق سفیره ده او د دې تر څنګ په هند کې د طبیعت د خوندتیوب اړوند ادارې د بورډ غړې هم ده.

الیس اوسمن

الیس اوسمن، بریتانیا

فلمي داستان لیکونکې

جایزه کټونکې لیکواله، انځورګره اوفلمي داستان لیکونکې الیس اوسمن د ځوانانو لپاره د انځورلرونکي نامتو داستان هارټ سټاپر جوړوونکې ده. د +LGBT د پوخوالي کیسه یې هم د نېټفلېکس د ایمي جایزه ګټونکي تلویزیوني فلم لپاره چمتو کړه.

اوسمن د دې فلم ټولې برخې لیکلې او له موسیقۍ نیولې د لوبغاړو ترغوره کولو پورې يې په هر پړاو کې ګډون درلود.

هغې د ځوانانو لپاره یوشمېر نور ناولونه هم لیکلي لکه، (د راډیو چوپتیا، بې مینې او یوازې) چې په ۱۹ کلن عمرکې یې خپاره کړل.

د هغې کتابونو جایزې ګټلې، جایزو ته نومول شوي لکه، (د یا کتاب جایزه، د اینکي جایزه، د کارنیګي مډال او د ښه لوستلو انتخاب) جایزې.

ایتانا بونماتي

ایتانا بونماتي، هسپانیا

فوټبالره

په کاتالونیا کې زېږېدلې ایتانیا بونماتي سږ کال له خپلې ډلې بارسلونا سره یو ځای د هسپانیا لیګ او چمپین لیګ دواړه وګټل.

هغه د فوټبال نړیوال جام ستورې شوه. نوموړې د هسپانیا په اتلولۍ کې لوی لاس درلود، درې ګولونه یې وکړل او د لوبو غوره لوبغاړې ونومول شوه. هغې په ۲۵ کلنۍ کې د سرو زرو پنډوسکی( توپ) ګټلی و او د کال د یوفا غوره لوبغاړې نومول شوې وه.

د لوبو په ډګر کې دننه او بهر هغه د خپل غږ له پورته کولو وېره نه لري. نوموړې په فوټبال کې د ښځو د مساوات غږ پوره کوي.

د نړیوال جام اتلولۍ له ګټلو سره د هسپانیا د فوټبال فدراسیون مشر لویس روبیالیز د جینیس هیرموسو په نامه لوبغاړې په شونډو ښکل کړې وه، بونماتي هغه مهال هم يوفا کې د هغې نجلۍ په ملاتړ وغږېده. نوموړې همدا راز وخت ناوخت د ټولو هغو نجونو په ملاتړ غږ پورته کوي چې له ورته ننګونو سره مخ وي.

عزیزه ثابتي

عزیزه ثابتي، لبنان

ځغاستونکې ورزشکاره

وروسته له هغې چې عزیزې ثابتي لبنان کې د ۱۰۰ متره ځغاستې ریکارډ مات کړ "تاریخ کې ترتولو چټکې لبنانۍ ښځې" په توګه وستایل شوه. په دې وروستیو کې بیا د خبرونو سرټکو ته راغله چې د لبنان د لومړنۍ تورپوستې ورزشکارې په توګه یې سږکال د لوېدیځې اسیا او عربو اتلولۍ کې د سروزرو مډال ترلاسه کړ.

عزیزه له لایبیریايۍ مور او لبناني پلاره زېږېدلې، په ۱۱ کلنۍ کې لبنان ته تللې چې هلته له نژادپالنۍ او د پوستکي د رنګ پر بنسټ توپیري چلند سره مخ شوې.

د ورزش له لارې یې پر ځان باور او ځواک موندلی او د فعالتوب تکل یې کړی.

هغه له خپل دریځ څخه په کار اخیستلو په هېواد کې سیستمي نژاد پالنې په اړه غږېږي او د ټولګډونۍ او مساوات لپاره مبارزه کوي، د لبناني ځوانانو هڅولو لپاره ښونځیو او پوهنتونونو سره همکاري کوي.

انډریزا دیلګادو

انډریزا دیلګادو، برازیل

د کلتوري چارو مدیره او روزونکې

انډریزا دیلګادو په دې لټه وه چې د افسانوي کتاب په جوړېدونکې ناسته کې د ګډون تجربې د ساوپاولو په څنډه کې بې وزله ګاونډیانو سره شریکې کړي. هغې د دې کار لپاره د پریفاکون جوړولو کې هم مرسته کړې. پریفاکون د افسانوي کتاب ناسته ده چې له ۲۰۱۹ کال راهیسې ساوپاولو کې جوړېږي.

د دې وړیا ناستې پام پر افسانوي لیکوالانو، هنرمندانو او هغو کسانو ورټول دی چې د کلتوري پنځوونکو او مرسته کوونکو په توګه له پامه غورځول شوي دي.

پر افسانوي کتابونو، ‌ویډیويي لوبو او کنسرتونو سمبال د پریفاکون لړۍ درېیمه غونډه په ۲۰۲۳ کال کې ترسره شوه چې له ۱۵ زرو ډېرو کسانو پکې ګډون کړی و.

دېلګادو د یوې یوټیوبرې او پاډکاسټرې په توګه خپلو پلټفارمونو کې برازیل کې فرهنګ ته د لاسرسي په دیموکراتیک کولو کې او په ځانګړې توګه کلتوري برخه کې د تور پوټکو هنرمندانو د کار په اړه غږېدلې ده.

دیساک میډ ریتا کوسوما دیوي

دیساک میډ ریتا کوسوما دیوي، اندونیزیا

پردیوال چټکه ختونکې

هغه مهال چې دیساک میډ ریتا کوسوما د یوي د اندونیزیا په بالي کې په لومړني ښونځي کې وه نو پر دیوال باندې د ختلو لپاره بلنه ورکړل شوه او ډېرژر یې پردیوال چټک ختلو سره مینه پیدا شوه.

د ځونانو په سیالیو کې یې لومړي بریالیتوبونه تجربه کړل خو"د اندونیزیا د دیوال ختلو ملکه" سږ کال په ریښتیا لوړو ته وختله او د ۲۰۲۳ کال د ښځو د چټک ختلو نړیوالې سیالۍ کې یې د سرو زرو مډال ترلاسه کړ او ۶.۴۹ ثانیو ریکارډ یې ټینګ کړ.

ددې بریا له امله یې د پاریس د ۲۰۲۴کال په المپیک کې د ګډون تکټ ترلاسه کړ، هلته به د چټک ختلو سیالۍ د لومړي ځل لپاره په جلا توګه ترسره کیږي.

دا ختونکې ښایی د اندونیزیا لپاره تاریخ جوړکړي چې تر اوسه یې یوازې په بدمینتون، وزن پورته کولو او غشي ویشتلو کې مډالونه ترلاسه کړي.

انتینیسکا سينسي

انتینیسکا سينسي، ایټالیا

د اس پر شا نڅا او جمناسټېک کوونکې

کله چې انتینیسکا سینسي په دېرش کلنۍ کې د اس پر شا جمناسټېک ورزش پیل کړ نو ګمان یې نه و کړی چې لس کاله وروسته به په یوه لوبډله کې د همدې ورزش اړوند لوبو کې ګډون ته په سفر لاړه شي.

د ایټالیا شمالي سیمې لافینيسي اوسېدونکې د دې وزرش کوونکې ژوند هم له ګڼو کړاوونو ډک دی. د هغې په زېږون کې تر ځينو پېچلتیاو رامنځ‌ته کېدو نه وروسته یې مور ته ډاکټرانو ویلي وو چې ښايي سینسي له لومړي ځل زکام کېدو ژوندۍ ونه وځي.

اغلې سينسي په ایټالیا کې د معلولانو د ملاتړ یوې ادارې ANFFAS په نوښت جوړ شوي پروګرام کې د اس پر شا جمناسټېک او نڅا پیل کړه او په دې ورزش کې د لافینسي لوبډلې غړې شوه.

هغه اوس په نړۍ کې د دغه ورزش له دوو اتلو لوبغاړو انا کاوالارو او نېلسن ویدوني سره په ګډه د روزونکې په توګه کار کوي.

امیریکا فېرېرا

امیریکا فېرېرا، امریکا

فلمي ستورې

د ساعت تیرۍ او تفریح د نړۍ پېژندل شوې څېره، د جایزو ګټونکې، فلمي ستورې، ډایرکټره او فلم تولیدوونکې امیریکا فرېرا د باربي، 'ومن هف کرفز او اګلي بېټ' په ګډون نندارو او فلمونو کې په مرکزي رول کې راڅرګنده شوې. دغو نندارو ریکارډونه جوړ کړي.

هغه د ایمي جایزې تر ټولو کم عمره لاتینۍ ګټونکې ده. دا جایره ورته (اګلي بېټ) ننداره کې د خپل رول لوبولو له امله ورکړل شوې. نوموړې د خپل وخت فعاله او په فلمونو کې د ښځو د حقونو تکړه ویناواله ده چې په نندارو کې د ښځو په استازیتوب لوبېږي.

د هاندوران له کډوالو راپورته شوې دې فلمي ستورې اوس د لاتیني وګړو د ژوند ښه کېدو لپاره خپلې هڅې پیل کړې دي.

ډایون لي

ډایون لي، جنوبي کوریا

د Kpop4Planet کمپاین رامنځ‌ته کوونکې

ډایون لي د Kpop4Planet یا K-pop کمپاین رامنځ‌ته کوونکې ده او په ترڅ کې یې له اقلیمي کړکېچ سره د مبارزې لپاره د نړۍ په کچه ګڼ پلویان ورجلب کړي دي.

دا کمپاین په ۲۰۲۱ کې پیل شوی او په ترڅ کې یې د جنوبي کوریا له سندرغاړو، د تفریحي پروګرامونو او د بېلابېلو برخو له مشهورو او نفوذي خلکو غوښتنه شوې چې د اقلیم بدلون لپاره عملي مبارزه وکړي او خلک چاپېریال ته ګټه رسوونکې یا د نوېدونکې انرژۍ کارولو ته ور وبولي.

دې ډلې په خپل کمپاین کې د هغوی له لوري پر خپرېدونکو یا چاپېدونکو فزیکي البومونو نیوکه کړې چې ګواکې چاپېریال ته ضرر رسوي او د K-pop پر مټ یې د ځينو مشهورو شخصیتونو ډيجيټلي البومونو په خپرولو سره هغوی هڅولي چې د فزیکي هغو پر ځای ډيجيټلي یا کمپيوټري البوم وکاروي.

اغلې لييان اوس د موسیقۍ تر ډګره ها خوا د سینګار او فېشن برخې شرکتونه او برانډونه په نښه کړي دي چې عموماً مشهور کسان یې کاروي او هغوی یې ننګولي چې ګواکې ځينې تولیدات یې اقلیم او چاپېریال اغېزمنوي

موږ د ټولنیز عدالت لپاره راپورته شوې یو او تر هغه به ارام نه شو چې بدلون مو نه وي‌ راوستلی. موږ دا ثابته کړې، بیا به یې هم ثابتوو او د اقلیمي بحران پر ضد به خپله مبارزه روانه ساتو.

ډایون لي

جسټینا مایلز

جسټینا مایلز، د امریکا متحد ایالتونه

کڼه ممثله

په فبروري کې یوې ورزشي نندارې کې چې Super Bowl LVII نومېږي او په نړۍ کې خورا ډېر کتونکي لري، جسټین مایلز تاریخ جوړکړ.

دغې ممثلې چې کڼه ده او په غوږو څه نه اوري، د پاپ موسیقۍ د نامتو ستورې ریحانه یوه سندره وویله. دا له انرژۍ ډک او په زړه پورې کار و او په ټوله نړۍ کې ډېرو خلکو دا ننداره وکتله.

له دې کبله هغه لومړنۍ کڼه ممثله شوه چې د سوپربولز د نامتو نندارې په نیمه پایلوبه کې یې د امریکايي اشارې ژبې څخه کار اخیسته. پخوا یې هم په امریکايي اشارې ژبې د Lift Every Voice and Sing چې د تورپوستو ملي سرود په نوم هم یادېږي، تمثیل کړی و او دا یې هم لومړی ځل و.

مایلز غواړي نړۍ ته د کڼو خلکو نور اصلي تمثییلونه هم وښيي او هیله لري چې خپل یو دفترجوړ کړي او نور کاڼه خلک هم وروزي.

زندیل ندلوو

زندیل ندلوو، جنوبي افریقا

د ژورې لامبو وهلو لارښوده

د ژورې یا ازادې لامبو وهونکو د لارښودې په توګه زندیل ندلوو د سویلي افریقا لومړنۍ تورپوستې ښځه ده چې غواړي سمندر ته د خلکو لاس‌رسی لا ډېر متنوع کړي.

هغې د 'سمندر توره ښاپېرۍ' یا د The Black Mermaid Foundation په نوم بنسټ جوړ کړی. دا بنسټ له ځوانانو او سيمه‌ييزو خلکو سره سمندر ته په لاس‌رسي کې په دې هیله مرسته کوي چې نوې ډلې او خلک هغه ځایونه د ساعتېرۍ، مسلکي کارونو او د سپورټ یا ورزش لپاره وکاروي.

اغلې ندلوو فلم جوړوونکې، کیسه ویونکې او د سمندر په اړه د مالوماتو خپروونکې ده. هغه د خپلو دغو مهارتونو په مرسته غواړي چې په نوي نسل کې د سمندر د ساتلو هوډ او جزبه راپيدا کړي، خلک د سمندرونو د ککړتیا، د سمندر د سطحې د لوړېدو او د چاپېریال د خوندي ساتلو په اړه وپوهوي.

د اقلیمي بدلون له کبله رامنځ ته شوو بحرانونو ته په کتو چې کله وینم ګڼ ځوانان په ټولنه کې د بدلون راوستلو لپاره راپورته شوي او غږ اوچتوي نو دا ما ته هیله رابښي.

زندیل ندلوو

جورجیا هریسون

جورجیا هریسون، بریتانیا

تلویزیوني څېره

وروسته له هغې چې جورجیا د انځور خپرېدو له امله د جنسي ځورونې قرباني شوه، پرېکړه یې وکړه چې خپله کیسه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مبارزې او د بریتانیا محکمې د نظر بدلولو لپاره وکاروي.

جورجیا د Love Island او The Only Way is Essex په نامه خپرونو له امله د تلویزوني څېرې په توګه پېژندل کېده. هغې یو کمپاین پیل کړ چې پر مټ یې د بریتانیا انلاین خوندیتوب په قوانینو کې بدلون راولي او له انځورونو د ناوړه ګټې اخیستنې لپاره جرمونه پکې وڅېړل شي.

هرېسون اوس د خواله رسنیو له پلټفارمونو د هغو کسانو پر وړاندې د کوټلو ګامونو اخیستلوغوښتنه کوي چې بې اجازې یا له خوښې پرته د یو چا انځورونه خپروي.

کاین هنین وای

کاین هنین وای، میانمار

ممثله

کاین هنین وای تقریبا ۲۵ کاله پخوا په میانمار کې د ممثلې په توګه کار پیل کړ، د سان یې په نامه فلم کې د مخکښ رول له کبله یې شهرت وموند. وروسته د برما په سینما کې یوه ډېره بریالۍ ممثله شوه.

خو د هغې نوم اوس د خیریه کارونو له کبله یادېږي. په ۲۰۱۴ کې یې د کاین هنین وای موسسه جوړه کړه. دا یوه خیریه موسسه ده چې د بېلابېلو هدفونو ملاتړکوي، لکه د یتیمانو او بې کسه ماشومانو پالنه.

د خپلو کارونو له لارې هغه اوس د تقریبا ۱۰۰ ماشومانو پالنه کوي چې د بېلابېلو دلایلو له مخې یې والدین د هغوی د پالنې وس نه لري.

هنین وای د ماشومانو د قاچاق د مخنیوي سفیرې په توګه هم خدمت کوي.

بیانکا ویلیمز

بیانکا ویلیمز، بریتانیا

ورزشکار

بیانکا ویلیمز د اروپا او همګټو هېوادونو د څلور مداره سل متره ځغاستې په سیالیو کې د سرو زرو مډال ګټونکې ده. هغه همدا راز د بریتانیا او شمالي‌ ایرلنډ لوبډلې روزونکې وه چې په ۲۰۲۳ کال کې یې د اروپا لوبډلې اتلوتلي خپله کړه.

په جولای کې هغې د بریتانیا د ورزشکارانو په اتلولۍ کې د دوه سوه مترو ځغاسته په دویمه درجه پای ته ورسوله چې پر مټ یې بریتانیا لوبډلې لپاره بوداپېسټ کې د نړیوالو ورزشکارانو په اتلولۍ کې خپل ځای خوندي کړي.

هغه او ملګرې یې ریکارډو داس سانتوس د ۲۰۲۰ کال په جولای کې د لندن پولیسو له خوا درول شوې او تلاشي شوې وه.

ویلیامز او داس د پولیسو پر ضد رسمي شکایت ثبت کړ او د دوی پر وړاندې یې پر توکمیز چلن تورن کړل. دوه پولیسان د ناوړه چلن په تور مجرم وپېژندل شول او په پایله کې له دندې ګوښه کړل شول.

پارامیدا

پارامیدا، جرمني

ډي‌جې او د موسیقۍ تولیدوونکې

په ایران کې تېر کال د اعتراضونو له پیلېدو ډېر مخکې ډي‌جې پارامیدا په ایران کې د مېرمنو لپاره ټاکل شوي کلتوري محدودیتونه تر پښو لاندې کړي وو.

پارامیدا د پېغلتوب وخت په تهران او فرانکفورت کې تېر کړی او له هماغه راهیسې یې له موسیقۍ او نڅا سره مینه وه. اوس په برلین کې اوسېږي.

د نڅا له مشهورو او تاریخي موسیقۍ په الهام اخیستو سره د هغې ثبت کړی موزیک "لو آن د راک" ډېر مهشور دی چې نن سبا یې په سرخلاصه ځایونو کې د خوښۍ د ګډا فرهنګ دود کړی دی.

د برلین د 'برګین پانوراما بار' د اوسېدونکې په توګه پارامیدا په نړیواله کچه د ډېرو د خوښې وړ او تکړه د ډي‌جې موسیقۍ تولیدوونکې ده. هغې په دې ډول د موسیقۍ په نرواکه غونډو او شپنیو محفلونو کې د جنسیت نه برابري ننګولې ده.

کمیلا پيرېلي

کمیلا پيرېلي، پاراګوای

د اولپيک لوبو لوبغاړې

که څه هم د کمیلا پيرېلي مسلک د ځغاستې اووه مداره سیالۍ دي خو هغه ځل یې پر خنډونو اوښتو سل متره ځغاسته وکړه چې دا پکې وځلېدله او د ټوکیو اولمپيک سیالیو کې تر ګډونه یې ورسوله.

هغه په خپل کورني نوم ګوراني پانتېر باندې مشهوره ده، د ورزش په برخه کې په ملي کچه ګڼ ریکارډونه او لاس‌ته راوړنې لري. د دې تر څنګ هغه د ورزشي برخې روزونکې او د انګریزي ژبې ښوونکې هم ده.

پيرېلي په پاراګوای کې داسې کورنۍ کې زېږېدلې چې د چاپېریال اړوند پوهه پکې زیاته وه او هغې د اقلیم د بدلون اغېزې له نږدې کتلې او تجربه کړې دي.

هغه اوس د EcoAthlete اتله ده،‌ معنا دا چې پيرېلي ژمنه ده چې د خپل ورزش مسلک له لارې خلک وهڅوي چې د اقلیم بدلون په اړه غږ پورته کړي او د کاربن ګاز د تولید په کمولو کې عملي ګامونه پورته کړي.

زه په داسې یوه کلي کې ستره شوې یم چې هره ورځ به مو ځنګلي ژوي لیدل. اوس چې پوهېږم هماغه ژوي د اقليمي‌ بدلون له کبله کړېږي او ځورېږي نو دا ما اندېښمنه کوي او غواړم د ژغورلو لپاره یې مرسته وکړم.

کمیلا پيرېلي

هرمانپریت کاور

هرمانپریت کاور، هندوستان

د کرېکټ لوبغاړې

سږکال هرمانپریت کاور لومړنۍ هندۍ ښځه شوه چې د کال د پنځو کرېکټ کوونکو په کتار کې یې نوم د کرېکټ د ویسډن په کتاب کې شامل شو.

د هند د ښځو د کرېکټ د ملي لوبډلې د مشرې په توکه هرمانپریت په کور دننه او بهر په وار وار بریاوې ترلاسه کړې دي. تېر کال د هغې په مشرۍ لوبډلې د کامنویلت یا همګټو هېوادونو په لوبو کې د سپینوزرو مډال ترلاسه کړ.

په کورني کرېکټ کې د هغې په مشرتوب د ممبۍ هندیانو په مارچ کې د ښځو د پریمیرلیګ لومړۍ لوبه وګټله.

د هغې یوه ستره بریا په ۲۰۱۷ کې وه چې د ښځو نړیوال جام سیالیو په نیمه پایلوبه کې یې د اسټرالیا پر وړاندې په ۱۱۵ بالونو ۱۷۱ منډې جوړې کړې او مرسته یې وکړه چې لوبډله یې وروستي پړاو یا فاینل ته لاړه شي.

ان ګرال

ان ګرال، فرانسه

طنز ویونکې او ټوکماره

د The Greenwashing Comedy Club داسې یوه ټوکماره ډله ده چې د چاپېریال اړوند ستونزو سره د مبارزې تر څنګ د فېمينېزم، فقر، معلولانو او د +LGBTQ حقونو لپاره هم هلې ځلې او حق غوښتنه کوي.

دا ټولنه فرانسوۍ ټوکمارې یا کومیډين ان ګرال رامنځ‌ته کړې ده. هغه په دې نظر ده چې د طنز په ژبه د خلکو په ذهنونو کې د بدلون زړي یا تخمونه کرل کېدای او ان خویونه یا عادتونه یې تر تاثیر لاندې راوستل کېدای شي.

اغلې ګرال پر دې باور ده، کومه ټولنه چې پر ساعتېرۍ روانه وي او خلک لنډ پیغامونه او نظرونه خوښوي نو هلته د طنز ژبه د اقلیم بدلون اړوند نظرونو او مفکورو شریکولو لپاره ډېره یوه ښه وسیله کېدای شي.

د The Greenwashing Comedy Club ډلې د کامیابۍ یو زړه راښکونکی دلیل دا دی چې نن سبا ډېر خلک د اقلیم بدلون ته اندېښمن دي او دوی غواړي چې سره راټول شي، وخاندي او بیا له غونډې په داسې حالت کې لاړ شي چې مبارزې ته ځان چمتو احساسوي.

ان ګرال

سیاست او عدالت غوښتنه

ميشل اوباما

ميشل اوباما ، امریکا

وکیله، لیکواله او کمپاینره

د امریکا متحده ایالتونو پخوانۍ لومړۍ مېرمن ميشل اوباما 'د نجونو لپاره د فرصتونو اتحاد' یا GOA بنسټګره ده. دا بنسټ د اړوند نړيوالو سازمانونو په ملاتړ سره غواړي ډاډ ترلاسه کړي چې نجونې په هغه کچه زدکړو ته لاسرسی ولري چې مستحقې یې دی.

دا ټولنه د 'لېټ ګرلز لرن' یا 'نجونې زدکړو ته پرېږدئ' پر بنسټ رامنځ‌ته شوې. هغه نوښت چې اغلې اوباما د لومړۍ مېرمنې په توګه د کار کولو پر مهال کړی و او اوس د یوه دولتي بهیر په توګه په ټوله نړۍ کې د نجونو لپاره د با کېفيته تعليمي اسانتیاو برابرولو په موخه کار کوي.

د لومړۍ مېرمنې په توګه ميشل اوباما درې نور لوی نوښتونه هم په خپل نوم کړي دي: 'لېټس موو' یا 'ځئ چې حرکت وکړو' یې هغه پروګرام دی چې له مېندو او پلرونو سره مرسته کوي چې خپل اولادونه په سمه توګه وروزي، د ځواکونو د ملاتړ بنسټ يې بل هغه دی چې له پخوانيو سرتېرو او د هغوی د کورنيو ملاتړ کوي او درېيم یې هم لوړو زدکړو ته د ځوانانو د هڅولو پروګرام دی چې اغلې اوباما پکې تر ننه کار کوي.

الیسیا کاهویا

الیسیا کاهویا ، اېکوادور

د بومي خلکو د حقونو فعاله

د اېکوادور د امازون ځنګلونو د ساتنې لپاره د مبارزې یو مهم شخصیت په توګه الیسیا کاهویا سږ کال یوه ستره لاسته راوړنه درلوده.

اګست کې په یوه تاریخي ټولپوښتنه کې د اېکوادور خلکو رایه ورکړه چې د یاسوني ملي پارک سیمه کې د تیلو د نویو څاګانو کیندل بند شي، دا پرېکړه به په دې معنا وي چې د نړۍ په یوه سیمه کې چې خورا ډېر راز راز نباتات اوحیوانات پکې شته او د هغه ځای بومي خلک چې د نړۍ نورو خلکو سره تماس نه لري هم هلته ژوند کوي، د تیلو دولتي شرکت به هلته خپل عملیات پای ته ورسوي.

کاهویا چې یاسوني کې زېږېدلې او د واوراني وګړو مشره ده، څه باندې لس کاله د یوې ټولپوښتنې لپاره مبارزه کوله.

هغه اوس د اېکوادور د بومي ځايي خلکو د کنفدراسيون یا اتحادیې د ښځو د څانګې مشره ده.

اقلیمي بدلون زموږ لپاره هر څه ډېر بدل کړل، د سېلابونو سبب کېږي چې زموږ کرنیز محصولات له منځه وړي. کله چې لمر له حده ډېر ګرم او وچکالي وي نو زموږ د خوړو زیاته برخه له منځه ځي. دا موږ ډېر خواشیني کوي ځکه چې د کرنیزو محصولاتو لپاره زموږ ټولې هڅې بې نتیجې پاتې کېږي.

الیسیا کاهویا

مریم ال خواجه

مریم ال خواجه ، ډنمارک / بحرین

د بشري حقونو کمپاینره

د بشري حقونو فعاله ډنمارکۍ / بحرینۍ مریم ال خواجه په بحرین او خلیج سیمه کې د سیاسی اصلاحاتو رسا غږ دی.

د هغې د فعالیت موخه د بشر حقونو سرغړونو په ډاګه کول دي، په ځانګړې توګه د خپل پلار عبدالهادي الخواجه د ازادېدو په ملاتړ یې د FreeAlKhwaja په نامه کمپاین پیل کړی و. هغه یو فعال و چې په ۲۰۱۱ کال کې بحرین کې د دیموکراسي غوښتونکو په ملاتړ احتحاج کې یې برخه اخیستې وه او په عمري بند محکوم شوی.

ال خواجه د سیویکوس په ګډون د بشر حقونو نړیوالو غونډو کې خدمت کړی او د فریدا په نامه د ځوانو فمینیستانو په سازمان کې ښکېله پاتې شوې ده.

سومیا تورا

سومیا تورا ، افغانستان

د کډوالو حقونو فعاله

د دوستۍ شبکه یو سازمان دی چې افغانانو ته د مهمو زېرمو او اطلاعاتو چمتو کولو ته وقف شوی دی؛ هم هغو ته چې په افغانستان کې دي او هم هغو کسانو ته چې د کډوالو په توګه ژوند کوي. دا سازمان په ۲۰۲۱ کې پر افغانستان د طالبانو واکمنېدو په ځواب کې جوړشوی دی.

بنسټګره یې سومیا تورا چې خپله هم کډواله ده، د بېځایه شویو کسانو پر وړاندې شته ننګونو باندې پوهېږي.

د هغې کار د کډوالو او پناه غوښتونکو پر بیا هستوګن کولو او د جګړو ځپلو زدکوونکو لپاره پوهنې روزنې ته پر لاسرسي متمرکز دی.

سومیا د پوهنې روزنې بدلون راوستونکي ځواک باندې په پوهېدو سره له یو شمېر سازمانونو سره کار کړی لکه ملګري ملتونه، نړیوال بانک، د ملالۍ مالي صندوق او د شمیت راتلونکې په نامه موسسه. د دغو همکاریو له لارې، اغلې تورا پوهنې روزنې ته د لاسرسي لپاره مبارزه کوي، په ځانګړي ډول په بېړني حالت کې پناه وړونکو او د ښځو او نجونو لپاره.

بېرنادیت سمېت

بېرنادیت سمېت ، ټرټل ټاپو/ کاناډا

د ورکو شویو کسانو کورنیو دفاع کوونکې

په ۲۰۰۸ کې د خپلې خور له ورکېدو وروسته، بېرنادېت سمېت په نا ستومانه کېدونکي ډول د ځوابونو موندلو په لټه کې شوه.

هغه په ټوله کاناډا کې د ورکو شویو او وژل شویو ځايي ښځو او نجونو د کورنیو لپاره یوه مخکښه دفاع کوونکې شوه او یوه ایتلافي ډله یې جوړه کړه چې فعالیتونه همغږي کړي اوځوابونه پیدا کړي.

هغې د یو نوښت په بنسټ ایښودو کې هم برخه درلوده چې 'ډراګ ده رېډ' نومېږي او غواړي د جسدونو او شواهدو د موندلو لپاره د 'وینيپېګ رېډ سیند' وپلټي.

په دې وروستیو کې بېرنادېت سمېت د مانیتوبا سیمې ولایتي ولسي جرګې غړیتوب لپاره درېيم ځل وټاکل شوه او تاریخ یې جوړ کړ. هغه همدا راز د هغو دوو ښځو په کتار کې راغله چې د ولایتي وزیرانو په توګه وټاکل شوې. هغه اوس د کورونو، اعتیاد او بېکورۍ د چارو وزیرې په توګه خدمت کوي.

یایل براودو- بهات

یایل براودو- بهات ، اسراییل

حقوق پوهه / وکیله

د Women Wage Peace سازمان شریکه رییسه یایل براودو-بهات د حقوقو په برخه کې خپله سابقه د اسراییلو د سولې ولسي غورځنګ ته راوړې چې ۵۰،۰۰۰ غړي لري.

WWP سازمان چې په ۲۰۱۴ کې تاسیس شوی، غواړي د اسراییلو او فلسطینیانو ترمنځ لانجه د سیاسي خبرو اترو له لارې حل کړي او د سولې په پروسې کې د ښځوپر رول باندې ټینګار کوي.

په تېرو دوو کلونو کې دغه سازمان د یو فلسطیني ورته سازمان سره همکاري کړې چې 'د لمرښځې' نومېږي.

براودو- بهات وايي، د خپلې روزونکې ویویان سېلور ډیره منندویه ده چې د دوی د سازمان WWP شریکه بنسټګره ده او د خپل ژوند لسګونه کلونه یې د اسراییلیانو او فلسطینیانو ترمنځ پوهاوي او مساوات ته وقف کړي دي. سیلور د ۲۰۲۳ د اکتوبر پر ۷مه د حماس په برید کې ووژل شوه.

شمسه اراویلو

شمسه اراویلو، سومالیا/ بریتانیا

د ښځو د ختنه کولو مخنیوي مبارزه

شمسه اراویلو غواړي د نجونو ختنه کولو دود یا اېف جي اېم پای ته ورسوي. هغه په همدې اړه د خپلو ویډیوګانو په مرسته ښځو او نجونو ته پوهاوی او روزنه ورکوي.

اراویلو چې سومالیا کې زېږېدلې خو اوس په بریتانیا کې ژوند کوي، په شپږ کلنۍ کې ختنه شوې ده، د دې دود له مخې د غیرطبي دلایلو پر بنسټ د ښځې د جنسي غړي یوه برخه یا ټوله پرې کېږي.

ویډیوګانې یې پر ټیک ټاک له ۷۰میلیونو ډیر کتونکی لري. هغه غواړي ډاډه شي چې هېڅوک بې معلوماتو پاتې نه شي.

اوس اراویلو له هغو بریتانوي اتباعو سره مرسته کوي چې له هېواد بهر ایسار پاتې دي او په اصطلاح د غیرت او ننګ پر بنسټ له تاوتریخوالي سره مخ دي. هغه د لندن ښاري پولیسو ته د اېف جي اېم په اړه هم مشورې ورکوي او د Garden of Peace یا د سولې بڼ په نامه یې خپله یوه خیریه موسسه هم جوړه کړې ده.

دهېنا داوېسن

دهېنا داوېسن، بریتانیا

د پارلمان غړې

په ۲۰۱۹کې، دهېنا داوېسن له ۱۸۸۵راهیسې چې د بیشپ اوکلند په سیمه کې انتخاباتي حوزه جوړه شوه نو د لومړي ځل لپاره د محافظه کار ګوند پارلماني وکیله شوه. په ۲۰۲۲ کې د مساوي فرصتونو (levelling up) د چارو وزیره شوه چې ټولنیز خوځښت او بیارغونې باندې تمرکز لري.

په ۲۰۲۳ کې یې د وزارت له مقامه استعفا ورکړه، د خپلې مزمنې ناروغۍ (migraine) یا د نیم سر درد د تشخیص په اړه یې په ښکاره خبرې وکړې.

کله چې داوېسن ۱۳کلنه وه نو پلار یې د یو سوک د ګوزار له امله ووژل شو او له دې کبله یې سیاست ته مخه کړه. د یو سوک د ګوزار په اړه یې د ټولو ګوندونو پارلماني ډله جوړه کړه او اوس د یوسوک ګوزار (One Punch UK) سازمان سره یوځای د عدالت په خاطر او د سزا ور کولو قانون د اصلاح لپاره مبارزه کوي.

هغه د نیم سردرد د مزمنې ناروغۍ د تداوۍ د لاروچارو د ښه کولو په خاطر هڅې کوي او د سینې د خپرېدونکي سرطان (invasive lobular cancer) په اړه د لا نورو څېړنو د تمویل لپاره مبارزه کوي.

سپیده رشنو

سپیده رشنو، ایران

لیکواله او هنرمنده

سپیده رشنو ایران کې د اجباري حجاب قوانینو سره د مخالفت له امله شهرت وموند.

په بس کې له یوې ښځې سره له لفظي شخړې وروسته چې د حجاب د مراعات کولو او د پوړني پرسر کولو قوانین یې څارل، سپیده ونیول شوه.

هغه مهال چې لا په توقیف کې وه، په دولتي تلویزیون کې له ژوبل شوي مخ سره راڅرګنده شوه او د خپل چلند له کبله یې " بښنه وغوښته". دا د ۲۰۲۲کال په جولای کې و، فقط څو اوونۍ مخکې له دې چې ۲۲ کلنه مهسا امیني د ایران د پولیسو په توقیف کې مړه شوه.

د سږکال په لومړیو کې رشنو وروسته له هغې چې په انلاین عکسونو کې یې پوړنی نه و پرسرکړی، پړه وبلل شوه. هغه وايي چې د خپل فعالیت له امله پوهنتون ته له تلو منع شوه.

هغه اوس له زندانه وتلې او د اجباري حجاب قوانینو سره مخالفت ته دوام ورکوي.

ژو زاو زاو

ژو زاو زاو، چین

د خپلې تخمې کنګل کولو کمپاینره

ژو زاو زاو په ۲۰۱۸ کال کې د بیجنګ په عامه روغتون کې د خپلې تخمې د کنکل کولو هڅه وکړه خوهغه مجرده وه نو ورته وویل شول چې چېن کې دا کار یوازې واده کړي کسان کولی شي.

هغې په خپله لومړۍ قانوني ننګونه کې روغتون تر محکمې راکاږه چې چین کې نا واده کړې ښځې هم حق لري خپلې تخمې کنګل کړي.

دا قانوني مبارزه چې د ۲۰۱۹ کال ډسمبر میاشت کې پیل شوې وه، داسې مهال د خبرونو سرټکی شوه چې په دغه هېواد کې د زېږون کچې د ټیټېدو په تړاو اندېښنې په زیاتېدو وې.

په دې تړاو وروستۍ پرېکړه لا نه ده شوې خو د قانون، طب او اخلاقو برخه کې د پوهانو له خوا څېړل شوې. هغه اوس د نا واده کړو ښځو د میندواره کېدو او د ښځو بدني خپلواکۍ له مخکښه مدافعینو ده.

ایرینا ستاوچوک

ایرینا ستاوچوک، اوکرایین

د اقلیمي تګلارې سلاکاره

د اقلیمي تګلارو په اړه یوې مخکښه کارپوهې ایرینا ستاوچوک په دې وروستیوکې د اقلیم اروپايي بنسټ کې د اوکرایین د پروګرام مدیرې په توګه کار پیل کړی، اصلي موخه یې داده چې تر جګړې وروسته د اوکرایین د بیارغونې لپاره زرغونې او د اقلیمي بدلون پروړاندې پیاوړې حل لارې جوړې کړي.

د دې دندې له پیله وړاندې هغې له ۲۰۱۹ تر۲۰۲۲ پورې د اوکرایین حکومت د چاپېریال د چارو وزیرې په توګه کار کاوه او د اقلیمي بدلون تګلارو، د اروپا یووالي، نړیوالو اړیکو او د چاپېریال د بیالوژیکي تنوع د چارو مسوله وه.

ستاوچوک د دوو نامتو چاپېریالي نادولتي سازمانونو بنسټګره هم ده- ایکو اکشن او د کیف د بایسکل ځغلوونکوټولنه- او د مدني ټولنو سیمه‌ییزه شبکې یې هم همغږې کړې دي چې د اقلیمي بدلون پر مسایلو کار کوي.

زموږ دنده دا ده چې په کوم وضعیت او ځای کې چې یو باید خپله پوره هڅه وکړو. زه د اسیسي سینټ فرانسیس دا خبره تاییدوم چې وايي: "ضروري کارونه پیل کړئ اوببا هغه څه چې ممکن دي ویې کړئ. ناڅاپه به ووینئ چې ناممکن کارونه هم کولای شئ."

ایرینا ستاوچوک

یاسمینه بن سلیمان

یاسمینه بن سلیمان، مراکش

په سیاست کې د ښځو د ګډون موسسې بنسټګره

یاسمین د جنسیت د مساوات لپاره کار کوي او په سیاست کې د ښځو د ګډون موسسې بنسټ یې ایښی دی چې په سیاست او تصمیم نیوونکو پروسو کې د ځوانو ښځو او نجونو د ګډون لپاره مبارزه کوي.

کله چې په سپتمبر کې په مراکش کې د هغې خپل کور یوې ویجاړوونکې زلزلې وځپه نو یاسمین او سازمان یې د جنسیت په اړه حساس د مرستو غبرګون غوښتنه وکړه.

یوه اعلامیه یې خپره کړه او په هغې کې یې هغه ننګونې مشخصې کړې چې په ځانګړې توګه ښځې او نجونې ورسره مخ دي او د ناورینونو لکه د بېوزلۍ یو پړاو او اجباري ودونو له کبله شدت پیدا کوي.

د یو شمېر غیرانتفاعي سازمانونو د یوې روزونکې، سلاکارې او د مشرتابه غړې په توګه، هغې ځوانو ښځو سره مرسته وکړه چې د رهبرۍ مهارتونه زده کړي. د خپلو فعالیتونو له امله یې د ملګرو ملتونو د سوله جوړوونکو ښځو جایزه ګټلې.

ګلوریا سټاینم

ګلوریا سټاینم، امریکا

فېمينېسټه او ښځو ته د برابري غوښتونکي غورځنګ مخکښه

د نړۍ په کچه د ښځو لپاره د برابري غوښتنې په برخه کې له ۱۹۷۰مې لسیزې راهیسې د فېمينېزم نړیوال غورځنګ د مشرې په توګه د ګلوریا سټاینم هڅې د نسلونو نسلونو لپاره یوه منل شوې مبارزه ده.

اغلې سټاینم د یوې فعالې، خبریالې، لیکوالې او ویناوالې په توګه د ښځو لپاره د مساوي حقونو غوښتنې په برخه کې کار کړی دی.

هغه د 'مېس مېګزین' په نوم د ښځو ځانګړې مجلې له بنسټګرو ده چې لومړی ځل په ۱۹۷۱ کې خپره شوه او تر ننه چاپېږي. دا د امریکا لومړنۍ هغه مجله ګڼل کېږي چې هلته یې د ښځو د حقونو غورځنګ راپورته او د یوه بنسټيز بهیر په توګه رامخکې کړ.

ګلوریا سټاینم اوس ۸۹ کلنه ده او 'د ښځو رسنیز مرکز'، ERA ایتلاف، او د 'اوس برابری' په نوم سازمانو په ملاتړ سره د ښځو لپاره د یوې لا عادلانه نړۍ رامنځ ته کولو په موخه هلې ځلې کوي.

کرېستیانا فیګورز

کرېستیانا فیګورز، کوستا ریکا

ډیپلوماته او د اقلیمي پالیسۍ مذاکره کوونکې

کله چې په ۲۰۰۹ کال کوپنهاګن کې د ملګرو ملتونو د اقلیم په سرمشریزه کې خبرې اترې ناندریزې شوې کریستیانا فیګورز د ستونزې د حل لپاره رامخکې شوه.

فیګورز د اقلیمي بدلون په اړه د ملګرو ملتونو په اډانه کې سکرتره ګومارل شوې وه، هغې راتلونکې شپږ میاشتې د یوې داسې طرحې په جوړولو ولګولې چې ډاډ ترلاسه کړي ټول هېوادونه د اقلیم د ګډې ستراتیژۍ په تړاو یوه خوله دي.

تر یوې اندازې د هغې د کار د درناوي لپاره شاوخوا ۲۰۰ ګوندونو په ۲۰۱۵ کال کې د پاریس تاریخي تړون لاسلیک کړ، دا هغه نړیوال تړون دی چې د نړۍ د تودوخې د کچې راټیټولو ژمنه پکې شوې ده.

فیګورز د Global Optimism سازمان شریکه بنسټ ایښودونکې ده. دا سازمان سوداګریو سره یو ځای د اقلیمي حل عملي لارو چارو په برخه کې کار کوي.

کله کله مې دا فکرونه او احساسات ځوروي او غمجنوي چې ولې زه د کوم عملي ګام پورته کولو توان نه لرم. ځينې وختونه بیا وقهرېږم او زړه مې وي چې غبرګون ښکاره کړم. خو په ښو ورځو کې مې ټول درد او غصه د احساساتو بیان ته ځانګړې کوم او په ځان کې د دې ځواک، مینه او ژمنتیا پيدا کوم چې باید موږ ټول د خپلو اولادونو او د هغوی نسلونو لپاره یوه غوره نړۍ رامنځ‌ته کړو.

کرېستیانا فیګورز

نجلا محمد لامین

نجلا محمد لامین، لویدیځه صحرا

د ښځو حقونو او اقلیم فعاله

نجلا محمد لامین چې د المسار کتابتون مرکز بنستګره ده، غواړي د الجزایر جنوب لوېدیځ ته د صحرايي پناه وړونکو کمپونو کې ښځو او ماشومانو ته د روغتیا او چاپېریال په برخه کې تعلیم ورکړي.

نجلا په اصل کې د لوېدیځې صحرا ده چې پخوا د اسپانیا مستعمره وه او د ۱۹۷۵ راهیسې د مراکش تر ولکې لاندې وه. له تاوتریخوالي تښتیدو وروسته د هغې کورنۍ له هېواده وتلو ته اړ شوه.

نجلا محمد لامین چې په کمپونوکې زېږېدلې او لویه شوې ده، په کوچنیوالي کې انګریزي زده کړه، بهرنیو استازو ته یې ژباړه کوله او کله چې یې د زدکړې د فیس د پوره کولو لپاره د عامو خلکو بسپنه ترلاسه کړه نو پر دې وتوانېدله چې بهر کې تحصیل وکړي.

کله چې د پایښت لرونکې ودې او د ښځو په اړه څېړنو کې له زدکړو فارغه شوه نو بېرته کمپونو ته ستنه شوه چې څه باندې ۲۰۰،۰۰۰ صحرا مېشتو سره مرسته وکړي. همدا راز د اوبو او خوړو د کمښت ستونزو سره هلته مقابله وکړای شي چې د اقلیمي بدلون له امله یې وضعه لا خرابه شوې وه.

موږ باید په دښتو کې د اقلیمي بدلون له زیاتېدونکو اغېزو سره مقابله وکړو چې د سېلابونو او د رېږو توپانونو په وسیله زموږ کورونه پرلپسې ویجاړوي او زموږ خلک له سختې ګرمۍ ځورېږي. دا ټول په داسې حال کې پېښېږي چې زموږ خلکو د اقلیمي بدلون کړکېچ په رامنځته کولو کې هېڅ ونډه نه ده درلودلې.

نجلا محمد لامین

اولاندا متمبا

اولاندا متمبا، مالاوي

په کم‌عمرۍ کې د ودونو د مخنیوي مبارزه

اولاندا متمبا د مالوي په لیلونګوي ټولنه کې زېږېدلې چې د ښځینه‌و زدکړو ملاتړي پکې خورا کم دي. هلته ګڼې نجونې ۱۸ کلنۍ ته تر رسېدو مخکې له ښوونځي ایستل کېږي او ودېږي.

متمبا د خپلې ټولنې دا دود او وضعیت ننګولی او په خپله له پوهنتونه د فارغېدو تر څنګ اوس د ماسټري په کچه د زدکړو سند لري.

هغه په دې سیمه کې وار د مخه د شته قوانینو پلي کېدل غواړي چې پر بنسټ یې نجونې په کم عمرۍ کې له ودولو ژغورلی شي. متمبا همدا راز په واړه عمر کې میندوارۍ پورې له تړلو خطرونو د نجونو د ساتلو په موخه پر روغتیايي اسانتیاو د پانګونې زیاتېدو لپاره هلې ځلې کوي.

اغلې متمبا اوس د مالوي هېواد د 'AGE افریقا' په نوم د هغې ادارې مشره ده چې په دې وچه کې ټولو نجونو ته منځنيو زدکړو ته د مساوي لاس‌رسي لپاره هڅې کوي.

تمار موسيریدز

تمار موسيریدز، ګرجستان

خبریاله

تمار موسيریدز د 'تمونه' په نوم هم مشهوره ده. په ۱۸ کلنۍ کې د ګرجستان یوه رسنیزه څېره شوه چې د تلویزون پر پرده به راښکارېدله او هر چا پېژندله. خو په ۳۱ کلنۍ کې په ژوند کې هله بدلون راغی چې خبره شوه دا په ماشومتوب کې په فرزندۍ اخیستل شوې ده.

هغې د خپل اصلي مور او پلار موندلو لپاره ډېرې هلې ځلې او پلټنې وکړې. په همدې ترڅ کې یې داسې شوهد وموندل چې په ګرجستان کې ان له ۱۹۵۰ کلونو راهیسې په تور بازار کې د ماشومانو په فرزندۍ نیول په ډېره لویه کچه دود او روانه چاره ده.

تمونه په فېسبوک کې د "زه لټون کوم" په نوم یو ګروپ جوړ کړ چې په ملي کچه یې له زېږنتونونو د ماشومانو د غلا کولو او په ناقانونه توګه یې په فرزندۍ نیولو په اړه بحث رامنځ ته کړ.

دې په همدې اړه د جوړې کړې ادارې په مرسته شاوخوا ۸۰۰ کورنیو سره بېرته خپل ماشومان یو ځای کړل خو دا لا هم په خپلو اصلي والدینو پسې سرګردانه ده او تر اوسه یې نه دي‌ موندلي.

نیما نامادامو

نیما نامادامو، د کانګو دیموکراتیک جمهوریت

د معلولیت لرونکو کسانو د حقونو کمپاینره

د (هیرو وېمن رایزېنګ) شبکې موخه دا ده چې د کانګو دیموکراتیک جمهوریت کې د ښځو او تنکیو نجونو لپاره د ژوند شرايط ښه کړي.

د معلولیت لرونکو کسانو د حقونو فعالې نیما نامادامو د یوې داسې بنسټیزې موسسې بنسټ کېښود چې د تعلیم او تکنالوژۍ په مرسته د ښځو غږ اوچتوي او دا ور زده کوي چې له خپلو حقونو دفاع وکړي.

نامادامو د ختیځې کانګو په یوه لیرې پرته سیمه کې زېږېدلې. نوموړې په دوه کلنۍ کې ګوزڼ وهلې وه. هغه د خپل توکم لومړۍ معلوله ښځه وه چې له پوهنتون فارغه شوه.

هغې وروسته بیا په جندر برخه کې د دغه هېواد د کورنیو چارو د وزیر سلاکارې په توګه دنده ترسره کړې ده.

رنیتا هولمز

رنیتا هولمز، امریکا

د خپل کور درلودو کمپاینره

مادام رنیتا هولمز د امریکا د میامي سیمې په ګاونډ لېټل هایټي کې اوسېږي او په فلوریډا ایالت کې د Our Homes یا 'زموږ کورونه' په نوم د کور موندنې مشورتي شرکت مشره او بنسټګره ده.

دا د هغو ټولنو خلکو ته د کور لرلو حق ترلاسه کولو لپاره مبارزه او کمپاین کوي چې څنډې ته شوي یا محروم پاتې دي او یا هم د اقلیمي بدلون له کبله د سمندر د سطحې لوړېدو اغېزمن کړي او اوس یې په سیمه کې د کورونو بیې څو برابره لوړې شوې دي.

اغلې هولمز معلوله ده او د یوولسو ماشومانو درلودونکې یوې مور په یوازې سر لویه کړې ده

هغه د CIERW په نوم د هغه پروګرام غړې ده چې غواړي د ساینسي زدکړو پر مټ د اقلیمي بدلون اغېزې وسنجول شي او لارې چارې ورته ولټول شي. اغلې هولمز د کور موندنې له ځايي ادارو سره د افریقايي-امریکايي او د ښار مېشتو ښځو د ستونزو په حلولو کې هم همکاري کوي.

د ښځو په توګه له مورنړۍ سره زموږ د اړیکې په پېژندلو کې یوه هیله شته. موږ بدلون منونکې، ځواکمنې او طبیعت ته جوړې یو، موږ کارونه عملي کوو او پر نورو پام هم کوو.

رنیتا هولمز

مونیکا مک ویلیامز

مونیکا مک ویلیامز، بریتانیا

پخوانۍ سیاستواله او د سولې مرکچۍ

سږکال له هغې راهیسې ۲۵کاله شول چې د شمالي ایرلینډ د ګوډ فرایډې هوکړه لاسلیک شوې وه. مونیکا ویلیامز د یوې مخکښې مرکچۍ په توګه د سولې په ګڼ ګوندیزه خبرو اترو کې چې د دې موافقتنامې سبب شوې مهم رول درلود.

هغه د شمالي ایرلینډ د ښځو د ایتلاف له بنسټګرو وه، دا یو سیاسي ګوند دی چې له فرقه اي وېش څخه اوښتی او د سولې تړون لپاره یې مهم اقدامات کړي.

مونیکا د شمالي ایرلینډ لومړنۍ قانون جوړونکې جرګې لپاره ټاکل شوې وه او د شمالي ایرلینډ د بشري حقونو د کمیسیون د مشرې کمشنرې په توګه یې د شمالي ایرلینډ لپاره د حقونو د لایحې د مسودې طرح ترتیب کړې وه.

مونیکا مک ویلیامز اوس د وسله والو ډلو د لغوه کولو د چارو د کمشنرې په توګه کار کوي او د ښځو پر ضد د تاوتریخوالي په اړه یې ډېرې مقالې خپرې کړې دي.

صفیه کازاکوا

صفیه کازاکوا، روسیه

د اوروژنې کارکونکې

صفیه کازاکوا په اصل کې د اوپرا د سندرغاړو ښوونکې وه خو کله چې یې په ۲۰۱۰ کې د اور وژنې یوې ډلې سره وکتل یوه بله دنده یې پیدا کړه.

هغه د اور وژنې کارکوونکې شوه او یوه ټولنه یې جوړه کړه چې په روسیې کې ځنګلي اورونو سره د مقابلې لپاره رضا کاران روزي. د دې په نتیجه کې په ټول هېواد کې د رضاکارانو له ۲۵ زیاتې ډلې جوړې شوې.

هغې ژمنه وکړه چې په روسیه کې د سلګونو اورونو خاموشولو کار کې مرسته وکړي او د ګرین پیس نادولتي سازمان سره یې همکاري پیل کړه، تر هغو چې دا نا دولتي موسسه په رسمي توګه یو "نامطلوبه سازمان" وبلل شو او د هغې روسي څانګه وتړل شوه.

کازاکوا د ځنګلي اورونو وژلو رضاکارانو لپاره یوه وېبپاڼه هم جوړه کړه چې د ځنګلي اورونو د مخنیوي او کنټرولولو په اړه معلومات لري او په روسي ژبه یو خورا بشپړ انلایني ډیټابیس یا معلوماتي زیرمه ګڼل کېږي.

سره د دې چې د چاپېریال کړکېچ خورا پراخ دی، هره ستره لاسته راوړنه له وړو لاسته راوړنو پیلېږي. ښايي موږ د یو نړیوال بدلون راوستو پر وړاندې کوچني ښکاره شو خو موږ باید پيل له هغو بدلونونو سره وکړو چې په وس کې مو دي.

صفیه کازاکوا

نتاشا کاندیچ

نتاشا کاندیچ، سربیا

وکیله او د بشري حقونو فعاله

کله چې په پخوانۍ یوګوسلاویا کې د ۱۹۹۰ کلونو په لومړیو کې جګړه پیل شوه نو نتاشا کاندیچ هلته جنسي تېریو، شکنجې، وژنو او په قصدي ډول د خلکو تري تم کولو ته ورته جنګي جنایتونه او ظلمونه مستند کړل.

هغې په بېلګراد کې د جنګي جرمونو محکمه کې د بېلابېلو توکمونو قرباني شویو کورنیو او خلکو کالت وکړ. نتاشا همدا راز د هغې ډلې غړې وه چې د کوسوو پر وړاندې یې د هغه مهال د ځواکمن سربیايي حکومت مشر سلوبودان میلوسیوېچ تګلاره په انتقادي ډول وڅېړله.

نتاشا کاندیچ د بشري حقونو مرکز یا HLC مشره ده چې په جګړييزو جنایتونو کې د بې پرې تحقیقاتو له کبله ډېر کله ستایل شوې اداره ده.

هغې د RECOM په نوم د پخلاینې شبکې په تنظیمولو کې هم مرسته کړې چې د بلکان په هغو جګړو کې د حقیقت موندلو لپاره کار کوي چې پکې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۳۰ زره تنه اټکل شوی دی.

امل کلوني

امل کلوني، بریتانیا/لبنان

د بشري حقونو مدافع

امل کلوني د بشري حقونو په برخه کې جایزه ګټونکې مدافع وکیله ده او دوه لسیزې یې د هغو کسانو په دفاع کې تېرې کړې دي چې د بې عدالتیو ښکار شوي دي.

په ارمینیا او میانمار کې ټول‌وژنه، په مالاوي او کینیا کې د ښځو پر وړاندې جنسي تاوتریخوالی او په اوکرايين کې د بشرضد جرمونه هغه څو تاریخي او د پام وړ قضیې دي چې اغلې کلوني یې دوسیې پر مخ وړې دي.

د هغې یوه تازه او وروستۍ لاسته‌راوړنه دا وه چې د داعش وسله‌والو او د دارفور جنګسالار له لوري د ځورول شویو کسانو قضیه یې راپورته او د قربانیانو دفاع یې وکړه. اغلې کلوني همدا راز د ځايي ظالم رژيم له لوري په نښه شویو خبریالانو او د سیاسي بندیانو د ازادۍ حق په خوندي کولو کې مرسته کړې.

امل کلوني د کولمبیا د حقوقو ښوونځي کې مرستندوی استاده او د 'عدالت لپاره د کلوني بنسټ' شریکه بنسټګره ده. دا بنسټ په ۴۰ هېوادونو کې هغو کسانو ته په وړیا ډول قانوني او حقوقي ملاتړ برابروي چې د بشر ضد کړنو قرباني شوي‌ وي.

روکشانا کپالي

روکشانا کپالي، نیپال

د کور جوړلو کمپاینره

جنسیت بدله د بشري حقونو فعاله روکشانا کپالي نیپال کې د نیوا بومي توکم وګړې ده. د سترېدو تر مهاله د خپل هویت په اړه د مالوماتو له کمښت سره لاس او ګریوان وه.

هغه د جنسیتي توپیر او جنسیت پر بنسټ د ځان پېژندنې پر لار روانه شوه. هغه تنکۍ پیغله وه چې په خواله رسینو کې راڅرګنده شوه او د همجنس‌خوښو د حقونو په اړه غږېدله.

هغه اوس مهال د حقوقو پوهنځي د درېیم کال محصله ده او په نیپال کې د اېل جي بي ټي کیو خلکو لپاره د قانوني او اساسي حقونو په پرمختګ کې فعاله ونډه لري.

کپالي د نیوا په توکم کې د جوګي له قامه ده چې دا له تاریخي پلوه ګوښه شوي وګړي دي. هغه اوس له خپلو دودیزو کورونو د جوګي خلکو د جبري شړلو پر وړاندې مبارزه کوي.

بېلا ګالوس

بېلا ګالوس، ختیځ تیمور

سیاسي فعاله

زړورې کمپاینرې بېلا ګالوس په ۲۰۰۲ کال کې له اندونیزیا د خلپواکۍ له ګټلو مخکې او وروسته د ختیځ تیمور وضعیت بدلولو کې مهم رول درلود.

هغې د جلا وطنۍ په کلونو کې د خپلو خلکو د ازادۍ د ملاتړ لپاره د نړۍ بېلابېلو برخو ته سفرونه وکړل. د ختیځ تېمور د خپلواکۍ له اخیستو وروسته بېرته دغه هېواد ته ستنه شوه او د خپل هېواد په بیارغونه کې یې برخه واخیسته. ختیځ‌ تیمور هغه مهال د سختو جګړو له امله له سختې بې وزلې سره مخ و.

په ۲۰۱۵ کال کې نوموړې د لیوبورا ګرین ښوونځی پرانیست، کوم چې دوامداره پرمختګ ته وده ورکوي اوماشومان هڅوي چې د بدلون استازي شي.

ګالوس اوس مهال د ختیځ تیمور د ولسمشر سلاکارې په توګه دنده ترسره کوي، د ښځو اقتصادي پرمختیا ته کار کوي او د +LGBTQ کسانو رسا غږ دی.

سونیا ګواجاجارا

سونیا ګواجاجارا، برازیل

د دولت وزیره

سونیا ګواجاجارا په برازیل کې د بومي ځايی خلکو د حقونو د مخ پر ودې غورځنګ یوه وتلې څېره ده. په ۲۰۲۳ کې لومړی ځل د خپل هېواد د بومي خلکو لپاره د دولت وزیره شوه چې د نوي ټاکل شوي ولسمشر لولا دا سیلوا لخوا د یوې تاریخي ټاکنې په توګه وستایل شوه.

هغې ژمنه کړې چې له چاپېریالي جنایتونو سره مبارزه به د هغې ترټولو مهم لومړیتوب وي.

ګواجاجارا د امازون د اراریبویا په سیمه کې له نالوستو والدینو زېږېدلې وه، هلته یې په خپلو سترګو لیدلي وو چې اقلیمي بدلون د چاپېریال ایکوسیستم ته څومره سخت زیانونه رسولی شي

هغه لاړه چې ادبیات زده کړي، د نرسې او ښوونکې په توګه کار وکړي او فعاله شي. په ۲۰۲۲ کې د ساوپاولو په ایالت کې د سنا جرګې لومړنۍ بومي سناتوره شوه.

موږ باید فکر وکړو چې څنګه اقلیمي عدالت پیاوړی کړو او له چاپېریالي نژادپالنې سره مبارزه وکړو، ځکه هغه خلک چې چاپېریال تر ټولو ښه ساتلی شي تر ټولو لومړی او ډېر د چاپېریال له ویجاړۍ اغیزمن کېږي. موږ، بومي ځايي خلک، د ژوندیو موجوداتو د تنوع او ژوند ريښتیني ساتونکي یو.

سونیا ګواجاجارا

رینا ګوني

رینا ګوني، جاپان

پخوانۍ پوځي افسره

د ۲۰۱۱ کال سختې زلزلې پر مهال جاپان کې ښځینه سرتېرو ۱۱ کلنه رینا ګوني وژغورله. له هغې وروسته نوموړې د دغه هېواد له دفاعي ځواکونو سره د یو ځای کېدو خوبونه لیدل.

رینا یوه افسره شوه خو د ماشومتوب خوبونه یې له منځه ولاړل؛ ځکه چې هغې هره ورځ جنسي ځورونه تجربه کوله.

رینا ګوني په ۲۰۲۲ کال کې دنده پرېښوده او د یوه عمومي‌ کمپاین په ترڅ کې یې پوځ د دې ستونزې په اړه ځواب ویلو ته وروباله. په یوه نرواکه ټولنه کې چې د جنسي تېري قربانیان غږ پورته کړي نو له سخت غبرګون سره مخ کېږي.

د هغې قضیې پوځ اړ کړ چې د پوځ په لیکو کې پلټنې پیل کړي. د دې کار له پیلېدو سره سم د جنسي ځورونې له سلو ډېر نور شکایتونو هم ثبت شول. دفاع وزارت بیا وروسته له ګوني بښنه وغوښتنه.

ساینس، روغتیا او ټېکنالوژي

جېنيفر اوچيندو

جېنيفر اوچيندو ، نایجیریا

د روان درملنې فعاله

جېنیفر اوچیندو د SustyVibes په نوم د ځوانانو له لوري رهبري کېدونکی بنسټ جوړ کړی چې موخه یې د طبعي زېرمو پایښت او په دې برخه کې عملي او اړوند ګامونو اوچتول دي.

د یوه تازه فعالیت په ترڅ کې د اوچيندو پام پر دې ورټول و چې اقليمي بحران د افریقایانو، په ځانګړي ډول د ځوانانو رواني روغتیا څومره اغېزمنوي.

په ۲۰۲۲ کې هغې د TEAP په نوم یو پروګرام پيل کړ چې هدف یې د اقلیمي کړکېچ اړوند روان درملنې، څېړنو او د دې لپاره د مبارزه کولو پر مټ په افریقا کې د اقليمي احساساتو او عواطفو پېژندل او خوندي کول وو.

همدا راز د اغلې اوچیندو هدف له هغو کسانو او ادارو سره کار کول دي چې غواړي د خلکو ذهنیتونه بدل کړي او که څه هم کله دا چاره ستونزمنه وي خو بیا هم په دې تکل دي چې د اقليم اړوند عواطفو او احساساتو په اړه وپوهېږي.

کله چې د اقليمي کړکېچ خبره کوو نو ګڼ احساسات تجربه کوو. ما ورو ورو د دغه حقیقت منلو ته غاړه ایښې چې زه ډېر څه نه شم کولای خو خپله پوره هڅه او وس کوم. د اقلیم اړوند چارو کې د نورو ملاتړ چې غواړي په دې برخه کې عملي کارونه وکړي، ما سره د خپلو احساساتو او عواطفو په خونديتوب کې مرسته کوي.

جېنيفر اوچيندو

ونجيره ماتای

ونجيره ماتای ، کینیا

د چاپېریالي چارو سلاکاره

ونجيره ماتای د ټولنيز او چاپيریالي بدلون لپاره د مبارزې کولو څه باندې شل کلنه تجربه لري او د کینیا ټولې وچې ته په دې برخه کې یوه الهام بښوونکې سرلارې ده.

هغه د Gren Belt Movement یا 'د شنه کمربند غورځنګ' په نوم د یوه داسې خوځښت مشري کوي چې د ونو په لکولو سره د ښځو پر ځان بسیاینې او ځواکمنتیا ته کار کوي. دا خوځښت په اصل کې د ونجيره مور ونګاري ماتای رامنځ‌ته کړی چې په ۲۰۰۴ کال کې يې د سولې نوبل جایزه هم ګټلې وه.

اغلې ماتای اوس 'د نړۍ د سرچينو انسټېټيوټ' کې د 'افریقا او نړیوال شراکت' سازمان اداري مشره ده او همدا راز د 'ونګاري ماتای بنسټ' مشري هم کوي.

هغه اوس د Bezos Earth Fund کې د افریقا هېواد د سلاکارې په توګه او همداراز په 'اروپا اقلیمي بنسټ' کې هم کار کوي.

موږ باید د سيمه‌ييزو نوښتونو ملاتړ وکړو لکه د ونو لګولو پر مټ بیارغونه او د نوېدونکې انرژۍ کارونه. له داسې کارونو موږ ته جوتېږي چې څه شی ممکن دي او دا هر څه ما هیله‌منه کوي.

ونجيره ماتای

انا هوتانن

انا هوتانن ، فېنلنډ

د کاربن اغېز مالوموونکې ټېکنالوژۍ متخصصه

انا هوتانن د فېنلنډ د لاهتي په فينېش ښار کې خلک زرغونتیا، پاکوالي او د چاپېریال نه ککړوونکو لېږدوونکو وسیلو کارولو ته هڅوي. دا هغه سيمه ده چې په ۲۰۲۱ کال کې د اروپا تر ټولو زرغون پایتخت وبلل شو.

هغه په دغه ښار کې د کاربن ګاز مخنيوي لپاره په خپل انداز مبارزه کوي. په نړۍ کې يې لومړی ځل د موبایل داسې یو اېپ جوړ کړی چې که ښاريان د لېږد رالېږد یا تګ راتګ لپاره د چاپېریال ککړوونکو وسیلو پر ځای عامه ټرانسپورټ او یا د بایسکل په څېر چاپېریال دوسته وسیلې وکاروي نو پيسې یا کرېډېټ ګټلی شي.

انا هوتونن د NetZeroCities په نوم یوې ادارې سره د سلاکارې په توګه کار کوي چې موخه یې په ښارونو کې د شين کوريزه ګازونو کچه صفر ته راټيټول دي. دا اداره غواړي تر ۲۰۳۰ پورې اروپايي ښارونو دې کچې ته ورسوي.

اغلې هوتانن غواړي نور خلک هم د یادو نقلیه وسیلو له کارولو خوند واخلي او په خپله هم د بایسکل چلونې مینه واله ده. دا وايي چې په ښارونو کې د ټرانسپورټ راتلونکی همدا بایسکلونه دي.

په نړۍ کې ښاروالۍ له ډېرو ښو خلکو ډکې دي چې خپلو ښاریانو ته د یوه باثباته ژوند جوړولو لپاره کار کوي. تاسې هم خپله برخه ورسره واخلئ او د مثبت بدلون پر لور چارو کې ورګډ شئ.

انا هوتانن

امینه البیش

امینه البیش، سوریه

د ژغورنې رضاکاره کارکوونکې

کله چې په ۲۰۱۷ کې د سوریې کورنۍ جګړه سخته شوه، امینه البیش پریکړه وکړه چې د سوریې د ملکي دفاع لومړنۍ ښځینه رضاکاره شي. دا د رضاکارانو یو سازمان دی چې د سپینې خولۍ په نامه هم یادېږي، غواړي چې ټپي شویو ملکي خلکو ته لومړنۍ طبي مرستي برابرې کړي او ژوند یې وژغوري.

امینه وروسته رضاکاره شوه چې زلزلې ځپلي قربانیان وژغوري، هغه زلزله چې د ۲۰۲۳ په فبروري کې یې سوریه او ترکیه وځپله او ډېرې ودانۍ یې ویجاړې کړې او د هغې خپله کورنۍ یې هم ترخاورو لاندې ایساره کړې وه.

اوس امینه د سوریې په شمال کې د خپلې ټولنې د نورو ښځو د ژوند ښه کولو لپاره کار کوي، هلته جګړه روانه ده. هغه د سوداګرۍ د مدیریت په څانګه کې زدکړې کوي او وايي غواړي چې د سوله‌ییزې سوریې په ودانولو کې برخه ولري.

سارا السقا

سارا السقا، فلسطینی سیمې

عمومي جراحه

ډاکټره سارا السقا په غزه کې لومړنۍ ښځینه تصدیق شوې جراحه ده او د غزې تر ټولو لوی روغتون الشفا کې کار کوي.

هغې د خپل انسټاګرام اکونټ په کارولو سره د جګړې په ترڅ کې د خلکو د د علاج او درملنې تجربه ثبتوله. په داسې حال کې چې اسراییل د حماس پر ضد بریدونو ته دوام ورکوي، د الشفا روغتون سخت زیانمن شوی.

السقا د برېښنا، سونتوکو، اوبو اوخوړو د نشتوالي په اړه چې د ناروغانو د درملنې لپاره یې د روغتون د کارونو مخه نیوله، خپلې لیکنې خپرولې. پر روغتون د اسراییلي عسکرو تر برید لږ وړاندې السقا اړ شوه چې روغتون پرېږدي. د اسراییلو دفاعي ځواکونو وویل، غواړي هلته د حماس پر ضد عملیات وکړي.

السقا د غزې په اسلامي پوهنتون کې د طب زدکړې کړې او جراحي یې د لندن په کوین ماري پوهنتون کې زده کړې. هغه نور په غزه کې یوازېنۍ ښځینه جراحه نه ده ځکه چې وروسته نورې ښځې هم هلته تللې دي.

لییان کولن انسورت

لییان کولن انسورت، بریتانیا

د سمندر اړوند مسئلو ساینسپوهه

سمندري بوټي د کاربن د جذبولو او د کبانو د هګیو لپاره خوندي ځالې بلل کېږي خو په اوبو کې دننه ځينې دا هستوګنځي له منځه تللي دي.

لييان کولن انسورت د Project Seagrass ټولنې له بنسټګرو او مشرانو یوه ده. دا د بریتانیا لومړنۍ داسې ټولنه ده چې غواړي د سمندري بوټو دغه ویجاړ شوي هستوګنځي بېرته له سره ورغوي.

د دې پروژې چارې له لرې کنټرولېدونکي روباټ اسانه کړې دي چې د اوبو په ژورو کې د بوټو زړي کري او بیا یې یوه کمپيوټري نقشه جوړوي چې نور هېوادونه هم دې ته په کتو د خپلو سمندرونو په اوبو کې ورته کار وکړای شي.

اغلې کولن انسورت په څو برخو کې ساینسي پوهه لري او له شلو کلونو ډېره موده یې پر سمندرونو څېړنې کړې دي. هغه د ساینس پر بنسټ د طبیعت ساتنې او بیارغونې ته قایله ده.

داسې ډېر کارونه شته دي چې یو څوک به یې په یوازې سر کول غواړي خو ځینې شته چې په ګډه کار کول او له نورو سره د خپلې پوهې شریکول یې خوښېږي. که په دې کې زه د خپل کوچني رول خبره وکړم نو موږ بېرته د ژوند کولو وړ هستوګنځی راژوندی کولای شو او زموږ ټولنې او ځمکې ته یې له کبله رسېدونکې ګټې خوندي ساتلی شو.

لییان کولن انسورت

باینګ

باینګ، چین

ډایري یا خاطرې لیکونکې او ثبات غوښتونکې

باینګ له ۲۰۱۸ کال راهیسې یوه ايکو-ډاريري یا د چاپېریال اړوند مسئلو لیکلو د خاطراتو کتابچه لري چې دا پکې د ځايي بوټو ارزونه او د اوبو په سرچينو کې پېښېدونکي بدلونونه څاري او ثبتوي یې.

هغه د چین په کینګای ایالت کې اوسېږي چې د تېبت غرونو او درو په لړۍ کې پرته ده. دا هغه سيمه ده چې وار د مخه د تودوخې درجې لوړېدو، د یخچالونو ویلېدو او د صحراګانو رامنځ‌ته کېدو په څېر د اقلیمي بدلون ناوړه اغېزې تجربه کوي.

باینګ د شينجیانګ د ښځو د چاپېریال ساتنې شبکې غړې ده او په خپله ټولنه کې د روغتیا او ټېکاو لپاره مبارزه کوي.

هغه د داسې محصولاتو په جوړولو کې مهارت لري چې چاپېریال ته زیان نه رسوي. دا له همداسې توکو د شونډو غوړوونکي، صابون او خلتې جوړوي او په دې توګه په خپله سيمه کې د اوبو سرچينې له ککړتیا ساتي او نورو ته هم پيغام ورکوي چې خپل چاپېریال وساتي.

فابیولا ترییو

فابیولا ترییو، مکسیکو

ټولنیزه ارواپوهه

کله چې ټولنیزې ارواپوهې فابیولا ترییو تقریباً دوه لسیزې پخوا خپل اکاډمیک سفرپیل کړ نو په مکسیکو کې د ښځو جنسي فعالیتونو په اړه- د ټولنیز عدالت یوې مسلې په توګه- کومې څېړنې نه کېدې.

ترییو د خپلو کارونو په مرسته لاره پرانیسته چې ټولنیزې نابرابرۍ، د جنسیت پربنسټ تاوتریخوالی او د جنسي فعالیت سیاسي ځواک په اړه څېړنه کوي او غواړي چې د ښځو لپاره د جنسي عدالت په خاطر مبارزه وکړي.

هغه استدلال کوي چې ځینې نابرابرۍ ښځې له جنسي پلوه لا کمزورې کوي. د ویناګانو، علمي څېړنو او عملي ورکشاپونو له لارې هغې له خلکو سره مرسته وکړه چې د جنسي خوند بېلابېل ډولونه لکه اوج ته رسېدل یا ارګاسم او خود ارضايي وپلټي او پر دې مسلو باندې په تحقیق کولو بریالۍ شي.

په لاتیني امریکا او اسپانوي ژبو ټولنو کې د هغې اثار مینه وال لري، هلته خلک د ښځینه روغتیا او جنسي مسلو په اړه خبرې کول لا هم ننګ ګڼي.

جانان داديورېن

جانان داديورېن، ترکیه

ساینسپوه او مخترع

جانان داديورېن د امریکا په متحده ایالتونو کې د ماساچوسېت د تکنالوجۍ په انستیتوت کې د پرفیسرۍ مقام کاندیده ده، او په دې وروستیو کې یې د تي د سرطان د وخت نه مخکې موندلو یوه اله اختراع کړې ده چې د الټراسونډ په مرسته کار کوي او پر تي د پاسه نصب کېږي.

هغې له خپلې خاله/عمه څخه الهام اخیستی چې په ۴۹کلنې کې یې د وروستي پړاو د تیو سرطان درلود، سره د دې چې پرلپسې یې معاینې کړې وې، شپږ میاشتې وروسته مړه شوه.

جانان د خپلې خاله د بستر تر څنګ د یوې تشخیصیه وسیلې یوه طرحه جوړه کړه چې کېدای شي په سینه بند کې نصب شي او د هغو کسانو لپاره چې د تي سرطان له لوړ خطر سره مخ دي په مکررو معایناتو سره مرسته کولای شي. دا تکنالوژي ښايي د میلیونونو کسانو ژوند ژغورلو سره مرسته وکولای شي.

ایزابېلا دلوژيک

ایزابېلا دلوژيک، پولنډ

غږ ثبتوونکې

ایزابېلا دلوژيک په خپل لاس کې د غږ ثبتولو یو ریکارډر ګرځوي. په دې ریکارډر پولڼد کې د بیاتوویزا په نامه د اروپا پخوانیو او غوره ساتل شویو ځنګولو کې غږونه ثبتوي.

یوازې دا نه ده چې هغه یوه ښځه ده او د نارینه‌و تر واک لاندې ټولنه کې دا کار ترسره کوي چې غیر معمول به وي،‌ بلکه هغه مور زادي ړنده زېږېدلې ده.

دوزوک وروسته له هغې د مرغانو د غږونو پر وړاندې حساسه شوه چې په دولس کلنۍ کې یې کورنۍ ریکارډر ورکړ. هغه یوازې د غږونو په مرسته کولی شي بېلابېل ډولونه وپېژني.

هغه په دې باور ده چې د طبیعت ټوله ښکلا او په غږونو کې پروت ارامښت د خپل منځي توپیرونو په پام کې نیولو پرته باید له یو بل سره شریک شي.

اولینا روزوادوفسکا

اولینا روزوادوفسکا، اوکرایین

د ماشومانو د حقونو مدافع

د جګړې په تاوانونو کې اوکراییني ماشومانو سره مرسته د روزوادوفسکا دنده ده. هغه د (ماشومانو غږ) په نامه د یوې خیریه موسسي بنسټګره ده چې د ماشومانو رواني ملاتړ برخه کې کار کوي.

دا بنسټ په ۲۰۱۹ کال کې څلور کاله وروسته له هغې جوړ شو چې د روسیې په ملاتړ بېلتون غوښتونکو د اوکرایین پر وړاندې جګړه پیل کړه او روزوادوفسکا دونباس کې لومړۍ کرښې ته نږدې په رضاکارانه ډول کار پیل کړ.

دا بنسټ اوس له سلو ډېر روانپوهان لري چې په ۱۴ بېلابېلو مرکزونو کې کار کوي. دوی په لسګونه زره ماشومانو او والدینو سره مرسته کوي.

روزوادوفسکا د House Made of Splinters په نامه یوه مستند کې هم برخه اخیستې وه چې اسکار جایزې ته نوماند و. هغې د بنسټ له غړو سره یو ځای (د ماشومانو د غږونو له لارې جګړه) په نامه یو کتاب هم خپور کړی و.

رومایتا البوسعیدي

رومایتا البوسعیدي، عمان

ساینسپوهه

ښځو او نجونو! تاسو د اقلیمي بدلون د حل مهمه برخه یاست. دا د عمانۍ ساینسپوهې رومایتا البوسعیدي د ۲۰۲۱کال د ټېډټاک وینا عنوان و چې پر انلاین له یو میلیون زیاتو خلکو ولیده او دا د عربي ښځو د حقونو په برخه کې د هغې د مبارزې څرګندونه کوي.

د البوسعیدي د خپلومهارتونو له امله د عمان د اقلیمي بدلون اوچاپیریال ټولنې د ځوانانو په شوراکې ځای وموند.

هغې د بایډن ادارې ته هم مشورې وکړې چې څنګه د اقلیم په برخه کې بهرنۍ مرستې وکړي او د پایښت لرونکي سیاحت په اړه یې د ګرینلینډ حکومت سره مشورې وکړې.

البوسعیدي تر ټولو ځوانه عمانۍ ښځه ده چې جنوبي قطب ته رسیدلې او د WomeX بنسټګره ده. دا یو پلېتفورم دی چې عربو ښځوسره مرسته کوي چې د سوداګرۍ مذاکراتو مهارتونه زده کړي.

د اقلیمي بدلون مسلې د حل لومړۍ لاره دا ده چې ښځې او نجونې ځواکمنې شي. هغه زیاتېدونکی اغیز به چې دوی یې پر ټولنو لري، د خلکو نظر اوعمل بدل کړي او دا ځای چې موږ یې کور بولو وساتي.

رومایتا البوسعیدي

ګلاډېز کالیمه زيکوسکا

ګلاډېز کالیمه زيکوسکا، یوګانډا

د حیواناتو ډاکټره

ګلاډېز کالیمه زیکوسکا په یوګانډا کې جایزه ګټونکې او د چاپېریال خوندي ساتنې لپاره مبارزه کوونکې مېرمن ده. هغه په خپل هېواد کې د نسل ورکېدو له خطر سره د مخ غرنیو ګورېلاو د خوندیتوب لپاره کار کوي چې هستوګنځي یې د اقلیمي بدلون له کبله د له منځه تلو په حال کې دي.

هغې د TPH په نوم یو داسې بنسټ رامنځ ته کړی او مشري یې کوي چې د عامې روغتیا له لارې د چاپېریال خوندیتوب غواړي. دا نادولتي ټولنه همدا راز خلکو سره مرسته کوي چې د ګورېلاو او د نورو ځنګلي ژویو د روغتیا ساتنې تر څنګ هغوی ته په خپل طبیعت کې په خوندي ډول ژوند کول ممکن کړي.

په شاوخوا درو لسیزو کې د اغلې زيکوسکا په مرسته په دې سیمه کې د غرنیو ګورېلاو شمېر له ۳۰۰ اوس ۵۰۰ ته لوړ شوی دی او دا له نسل ورکېدو د هغوی د ژغورنې په برخه کې ډېر د پام وړ کار دی.

کالیمه زیکوسکا د ملګرو ملتونو د چاپېریال ساتنې پروګرام له لوري د ۲۰۲۱ کال د 'ځمکې اتله' ونومول شوه.

یو څه چې ما ته د اقلیمي بحرانونو په روان وضعیت کې هیله راکوي هغه پر دې د خلکو پوهېدل دي چې باید ژر تر ژره لاس په کار شو. د دغو کړکېچونو د کمولو او ورسره د مبارزې لپاره ډېرې نوې لارې چارې رامنځ‌ته شوې دي.

ګلاډېز کالیمه زيکوسکا

سومیني

سومیني، انډونيزیا

د ځنګلونو مدیریت کوونکې

د انډونیزیا د اچې ولایت په دودیزه ټولنه کې دا ډېره نادره ده چې یوه ښځه دې مشره و اوسي.

سوميني چې وپوهېدله په کلي کې یې د سېلابونو د راوتو یو بنسټيز لامل هلته د ځنګلونو وهل دي چې د اقلیمي ستونزو لامل هم ګرځي نو پرېکړه یې وکړه چې د خپلې ټولنې له نورو ښځمنو سره په ګډه د دغه عمل پر ضد راپورته شي.

د هغې په مشرۍ ډلې ته د چاپېریال او ځنګل ساتنې وزارت له لوري جواز ورکړل شو چې د داماران بارو کلي ټولنه د ۳۵ کلونو لپاره د خپل ټول ځنګل د ساتلو بشپړ واک لري چې ۲۵۱ هېکتاره پراخ دی.

سوميني اوس د LPHK په نوم د خپل کلي د ځنګل د ساتنې ټولنې مشري کوي. دا ټولنه په ناقانونه توګه د ونو وهلو، هلته د سوماترن پړانګانو، پېنګولېن او د نسل ختمېدو له خطر سره د مخ نورو ژویو ښکار ته هم څوک نه پرېږدي.

په بې رحمۍ سره د ځنګلونو وهلو او هلته په ناقانونه توګه د ژویو ښکارولو ته په کتو په اوسنیو وختونو کې ځنګلونو ته ډېره پاملرنه په کار ده. هغه هم په داسې یوه وخت کې چې موږ ټول په شریکه له اقلیمي بحرانونو سره مخ یو. که خوندي ژوند غواړئ نو ځنګلونه خوندي کړئ.

سومیني

بسیمه عبدالرحمان

بسیمه عبدالرحمان، عراق

په چاپېریال دوسته بڼه د ودانیزو چارو ترسروونکې

عراقۍ بسیمه عبدالرحمان په ۲۰۱۴ کې په امریکا کې پر زدکړو بوخته وه چې اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش د هغې د پلرني هېواد ډېره برخه ولکه کړه.

د عراق ګڼ کلي د جګړې په پایله کې ویجاړ شول خو کله چې بسیمه د ساختماني انجینرۍ برخه کې له ماسټري کولو سره بېرته خپل کور ته ستنه شوه نو له خپلې ټولنې سره د مرستې یوه لار ور تر سترګو شوه.

هغې د KESK په نوم شرکت جوړ کړ چې د زرغونو ودانیو جوړولو ته ځانګړی شوی لومړنی نوښت وبلل شو. یاني د ودانیو جوړولو پر مهال یې له داسې ټېکنالوژۍ کار واخیست چې کمه برېښنا او انرژي مصرفوي او پکې کارېدونکي مواد یې هم چاپېریال دوسته دي او ټولې ودانۍ یې د عراق په دودیزه بڼه جوړولې.

هغه د دې فکر عامولو او زبادولو ته ژمنه ده چې په اوسني عام ډول د ودانیو جوړول د راتلونکو نسلونو په خیر تمامېدونکې چاره نه ده.

زه ډېر کله اقليمي کړکېچ ته فکرمنه اوسم. که څه هم کومه ځانګړې مرسته نه شم کولای خو حیرانه شم چې د دغه جنجال له کبله د راپېښېدونکو خطرونو د کمولو لپاره لږ تر لږه تر خپله وسه مرستې کولو نه پرته څوک څنګه ارامه پاتې کېدلی شي.

بسیمه عبدالرحمان

مارسیلا فرنانډېز

مارسیلا فرنانډېز، کولمبیا

د غرختونکو لارښوده

یخچالونه د ځايي ټولنو لپاره د تازه اوبو مهمې سرچینې دي خو په کولمبیا کې دا په چټکۍ سره په ویلې کېدو او ورکېدو دي.

مارسیلا فرنانډېز د Cumbres Blancas یا د 'سپينې څوکې' په نوم د یوې نادولتي ادارې بنسټګره ده. هغه له خپلو همکارانو سره په ګډه په دې سیمه کې د یخچالونو د ویلې کېدو په اړه په ټولنه کې د عامه پوهاوي کچه لوړوي. د دوی په سیمه کې یو مهال ټولټال ۱۴ یخچالونه وو خو اوس یې یوازې شپږ پاتې دي او هغه هم له خطر سره مخ دي.

اغلې فرنانډېز د ساینسي سفرونو، د غرختونکو،‌عکاسانو، ساینسپوهانو او د هنرمندانو ډلو په تنظیمولو سره په چاپېریال کې روان بدلونونه څاري او د یخچالونو د ورکېدو د مخنيوي لپاره ځينې خلاقانه لارې چارې سنجوي.

هغې د خپلې یوې بلې پروژې "Pazabordo" یا 'په کښتۍ کې سوله' په ترڅ کې هغو سیمو ته هم سفرونه کړي چې د کولمبیا ۵۰ کلنې کورنۍ جګړې او تاوتریخوالي اغېزمنې کړې دي.

له یخچالونو مې له غم سره تامل زده کړی دی. که دوی ته غوږ ونیسئ نو پوه به شئ چې د هغوی له منځه تلل نه جبرانېږي خو موږ بیا هم تر خپله وسه مرسته کولای او اغېز پرېباسلی شو.

مارسیلا فرنانډېز

استرید لیندر

استرید لیندر، سویډن

د ترافیکي خوندیتوب استاده

که څه هم شمېرې ښيي چې په ترافیکي پېښو کې چې موټر مخامخ ټکرشي ښځې زیاتره د ټپي کېدو یا مړینې له خطرسره مخ کېږي خو له لسیزو راهیسې موټر جوړېدل او د یو متوسط نارینه انسان د بدن مصنوعي ماډل د ټکرونو پر بنسټ یې خوندیتوب ازمویل کېده.

انجینرې استرید لیندر کوښښ وکړ چې دا طریقه بدله کړي، د پروژې په مشرتوب یې د نړۍ لومړی د متوسطې ښځینه بدن مصنوعي ماډل د موټر د ټکر د زیان د کچې ازمویلو لپاره جوړکړ چې د ښځو د بدن جوړښت په نظر کې نیسي.

لیندر د سویډن د سړکونو او ترانسپورت د څېړنو انسټیتوت د ترافیکي خوندیتوب د چارو او چامبرز پوهنتون کې مرستیاله پروفیسره ده. هغه په بیولوژيکي میخانیک او پر سړکونو د ټپي کېدو د مخنیوي کارپوهه ده.

نیها منکاني

نیها منکاني، پاکستان

قابله

تېر کال چې پاکستان کې سخت ویجاړوونکي سېلابوونه راغلل نو قابلې نیها منکاني اغېزمنو سیمو ته سفر وکړ چې د خپل مسلک له لارې خدمت وکړي.

هغې د 'مما بېبي فنډ' یا 'د مور او ماشوم صندوق' په نوم د خپلې خیریه ټولنې له لارې له خپلې کاري ډلې سره په ګډه تر ۱۵ زرو ډېرو اغېزمنو شویو کورنیو ته د قابلګۍ او د زېږون اړوند د ژوندژغورنې وسایل ورسول.

د هغې تمرکز تر ډېره د اقلیمي بدلون له کبله اغېزمنو سیمو ته د بېړنیو مرستو او د سرچینو په تنظيمولو باندې وي.

د 'مما بېبي فنډ' اوس دومره پيسې لري چې یوه امبولانس کښتي یې اخیستې او سمندرغاړو ته څېرمه اوسېدونکې میندواره مېرمنې پکې د بېړنۍ درملنې لپاره نږدې روغتونونو او کلېنیکونو ته لېږدوي.

په هغو ټولنو کې د قابله‌ګانو کارونه ژوندژغورونکي دي چې له اقلیمي ناورینونو سره مخ دي. موږ هم د اقلیم برخې فعالان او هم هغه څوک یو چې په داسې حالاتو کې تر هر چا مخکې باید لاس په کار شو او ځان ډاډه کړو چې که څه هم شاوخوا ته به یې ویجاړی شوی وي خو هلته شته مېرمنې او میندواره ښځې باید روغتیايي خدمتونه تر لاسه کړي او د اړتیا پرمهال باید پام پرې وشي.

نیها منکاني

اېزابېل فاریاس مېیر

اېزابېل فاریاس مېیر، چیلي

له وخت نه وړاندې د مینوپاز کمپاینره

اېزابېل فاریاس مېیر هیڅکله ګومان نه کاوه چې د دې نامنظمه میاشتیني عادتونه به کوم خطر ولري. خو۱۸کلنۍ ته تر رسېدو لږ مخکې ډاکټرانو ورته وویل چې له وخت نه مخکې مینوپاز لري یعنې تخمدانونه یې بېمهاله له کاره لوېدلي دي. دا حالت هغه مهال پیدا کېږي چې تخمدانونه سم کار نه کوي او له ۴۰کلنۍ وړاندې په یو سلنه ښځو کې پیدا کېږي.

په دې حالت کې ښځې د مینوپاز په شان نښې نښانې لري خو د مینوپاز په پرتله ډېر له وخته مخکې عمر کې څرګندېږي. فاریاس په دې اړه په ډاګه غږېدلې چې دې ستونزې څرنګه د هغې پر ژوند اغېز کړی او د هډوکو نرمښت هم ورته پیدا شوی دی.

دغې ۳۰ کلنې خبریالې په لاتیني امریکا کې د وخت نه مخکې مینوپاز لپاره لومړۍ سیمه‌ییزه شبکه جوړه کړه چې معلومات شریک کړي، خرافاتوسره مبارزه وکړي او د دې ناروغۍ درلودونکو کسانو لپاره یوه خوندي فضا رامنځته کړي.

تیان وو

تیان وو، سینګاپور

ویناواله

د یوې چاپېریال پوهې په توګه تيان وو پر خواله رسنیو د اقلیم بدلون په اړه نظرونه او مفکورې وړاندې کوي.

هغه د The Weird and the Wild په نوم پر لیکه کانال لري چې د اقليم په اړه ساینسي مالوماتو ته یې ځانګړی کړی دی چې هم ورته د کتونکو لاسرسی اسانه دی او هم ډېر ډاروونکی نه دی. موخه یې د دې ستونزې پر وړاندې د عملي ګامونو پورته کولو لپاره خلکو ته د مالوماتو ورکول او د ټولنو پکې ښکېلول دي.

تیان وو د چاپېریال اړوند مسئلو په اړه یوه خپرونه هم وړاندې کوي چې تر ډېره پکې په جنوب ختيځه اسیا کې د اقلیم اړوند موضوګانو باندې خبرې کېږي. موخه یې دا ده چې د اقلیم اړوند پېچلي مسایل په ساده او د مدیریت کېدو وړ برخو باندې وویشل شي.

هغه همدا راز د 'نېشنل جوګرافیک' برخې ځوانه سپړونکې یا شنونکې هم ده.

اقلیمي بدلون پېچلی، لوی او ډاروونکی دی. خو د وېرې پر ځای موږ له پوره تجسس او پام سره د خپلې ځمکې د خونديتوب لپاره کار ورته کولای شو. وسایل او لارې چارې ښې کولای شو او څه چې ګټه نه کوي له هغه باید لاس واخلو.

تیان وو

انا ماریا فونټ ویلارویل

انا ماریا فونټ ویلارویل، وینزوېلا

پارټیکل فزیکپوهه

پروفیسره انا ماریا فونټ ویلارویل د زراتو فزیک څیړونکې په توګه د سوپرسټرینګ پر تیورۍ باندې کار کوي چې غواړي ټول پارټیکلونه یا زرات او د طبیعت بنسټیز ځواکونه د انرژۍ د وړو، لړزېدونکو تارونو د ماډل له مخې توضیح کړي.

د فونټ څېړنو د مادې د جوړښت اوکوانټم جازبې په برخه کې د دې تیورۍ د پایلو پوهېدل لا ژور کړل چې د بلک هول یا تورسوري او بېګ بانګ یا سترې چاودنې وروسته لومړۍ شېبو د توضیح کولو سره هم تړاو لري.

پروفیسرې فونټ پخوا د وېنزوېلا د فونداسیون پولار جایزه ګتلې وه او سږکال د یونسکو په ساینس کې د ښځو افتخاري جایزې لپاره غوره شوې وه.

نتالي پسایلا

نتالي پسایلا، مالټا

د طب ډاکټره

مالټا د ماشوم زیانولو په اړه په اروپا کې تر ټولو سخت قوانین لري او نتالي پسایلا له هغو ښځو سره مرسته کوي چې معلوماتو او مشورې ته اړتیا لري.

نتالي د Doctors for Choice Malta موسسې له بنسټګرو ده او د ماشوم زیانولو غیرجنايي کولو او قانوني کولو، او د میندوارۍ ضد دارملو ته د لا ښه لاسرسي په خاطر مبارزه کوي.

پسایلا وايي مالټا کې د ماشوم پر زیانولو نژدې بشپړ بندیز دی او د حامله‌ګۍ ختمولو ته یوازې هغه مهال اجازه ورکوي چې د ښځې ژوند په خطر کې وي. په دې معنا چې ښځې له طبي مراقبت پرته د حامله‌ګۍ ضد داروګان اخلي. پسایلا د مرستندویه تیلیفون یوه لیکه چمتوکړې ده چې د ماشوم له زیانولو وړاندې، د هغې په ترڅ کې او را وروسته ښځو ته مرستې چمتو کوي.

هغې د جنسي فعالیت په اړه د ښوونې روزنې یو کتاب هم خپورکړی دی چې د ۱۰-۱۳ کلنو لپاره دی اوMy Body's Fantastic Journey نومېږي. دا د دې لپاره دی چې هېواد کې د نسايي ولادي روغتیا په اړه د عامه پوهاوي لا ښه کولو سره مرسته وکړي.

سوسن چومبا

سوسن چومبا، کینیا

ساینسپونه

سوسن چومبا اوس د 'ورلډ ریسورسېز انسټیټوټ' کې مدیره ده. هغه وايي، د کینیا په کیرینیاګا سیمه کې د ماشومتوب پرمهال د بېوزلۍ تجربه کولو له امله هڅېدلې چې د نورو خلکو د ژوند ښه کولو سره مرسته وکړي.

هغه ترهر څه وړاندې د ځنګلونو ساتنې، د ځمکو د منظرو د ښکلا او د افریقا د خوړو سیسټمونو بدلولو سره لېوالتیا لري.

د کانګو له استوايي ځنګلونو نیولې د لویدیځې افریقا تر وچ ساحله او ترختیځې افریقا پورې، چومبا خپل وخت له وړو بزګرانو سره پر کار تېروي، په تیره بیا ښځو او ځوانانو سره مرسته کوي چې له خپلو ځمکو ښه ګټه ترلاسه کړي.

چومبا خپلې تجربې له حکومتونو او څېړونکوسره شریکوي چې د اقلیمي بدلون د لا سختېدو پر وړاندې ټولنو سره مرسته وکړي.

زه ترډېره د نړۍ د مشرانو لخوا د ګامونو نه اخیستلو له امله اندېښمنه یم، په تېره بیا د چاپېریال لپاره د زیان رسوونکوګازونو د سترو تولیدوونکو چې د بدلون راوستو لپاره اقتصادي ځواک هم لري خو د پیسو، ځواک او سیاست له امله پر شا شوي دي. دد ې احساساتو د سمبالولو لپاره زه عملي کارونه کوم، په ټوله افریقا کې ښځو او ځوانانو سره کار کوم چې طبیعت وساتل شي او بېرته سم شي، زموږ د خوړو سیستمونه او تګلارې بدلې شي.

سوسن چومبا

سونیا کاسټنر

سونیا کاسټنر، امریکا

د ځنګلیزې اورلګېدنې د کشفوونکې ټېکنالوژۍ رامنځ‌ته کوونکې

روان کال د نړۍ په څو لویو ځنګلونو کې د ویجاړوونکو اورلګېدنو شاهد و. اوروژونکي ډېر کله د لمبو د خپرېدو او پراخېدو په قابو کولو کې له ستونزو سره مخ کېږي. په همدې حال کې سونیا کاسټنر غواړي داسې اورلګېدنې هماغه لومړیو شېبو کې کشف یا ومومي.

سونیا په همدې موخه د Pano Al په نوم داسې یوه اله جوړه کړې چې د مصنوعي ځيرکتیا ټېکنالوژۍ پر مټ د اورلګېدو یا خپرېدو نښې مومي او د دې پر ځای چې یو څوک اوروژونکو ته زنګ وکړي، دا اله په خپله د اورلګېدو په هماغه لومړیو شېبو کې په اتومات ډول بېړنۍ څانګې ته خبرداری ورکوي.

اغلې کاسټنر تر دې مخکې تر لسو کلونو ډېره موده د ټېکنالوژۍ بېلابېلو الو جوړولو برخه کې کار کاوه.

دا ما ډېره هیله‌منه کوي چې انسان د نوښت کولو یو فوق العاده ځواک لري. زه په خپله د دې شاهده یم چې ټېکنالوژي او پر مټ یې رامنځ‌ته کېدونکې حللارې د دې ځواک لري چې د اقلیمي کړکېچ له ناوړه اغېزو سره مبارزه وشي.

سونیا کاسټنر

تیمنیت ګبرو

تیمنیت ګبرو، امریکا

د مصنوعي ځیرکتیا کارپوهه

تیمنیت ګبرو مصنوعي زیرکتیا برخه کې یوه الهام بښونکې ښځه او "د مصنوعي ځیرکتیا د څېړنې موسسې" اجرایوي مشره او بنسټ ایښودونکې ده. د مصنوعي ځیرکتیا د څېړنې دا موسسه په دې برخه کې د بې پرې څېړنې لپاره جوړه شوې.

هغې د څېرې پېژندنې په ټکنالوژۍ کې پر نژادي تعصب نیوکه کړې او یوه غیر انتفاعي موسسه یې جوړه کړې چې په مصنوعي ځیرکتیا کې د تور پوټکو خلکو د ګډون د ښه والي لپاره کار وکړي.

په ایتوپیا کې دا زېږېدلې د کمپیوټر کارپوهه د هغه بورډ غړې هم ده چې ایتوپیايي زدکوونکو ته پکې د کمپیوټري پروګرامونو تدریس کېږي.

هغې په ۲۰۲۰ کې ګوګل کې د مصنوعي ځیرکتیا ډلې د سرپرستې په توګه کار کاوه او هم مهاله یې یوه علمي مقاله هم ولیکله چې د اقلیتونو او لیري پرتو سیمو د اوسیدونکو پر وړاندې د دوه ګوني چلند سربېره پکې د مصنوعي ځیرکتیا د ژبې د موډلونو په اړه مسایل راپورته شوي وو.

هغه مهال شرکت ویلي وو چې دا مقاله یې په پام کې نه ده نیولې او ګبرا پخپله استفعا کړې خو په حقیقت کې د همدې مقالې له امله شرکت هغه له دندې ګوښه کړې وه. هغې پخپله بیا دا خبره وکړه چې د تعصب اړوند مسایلو د راپورته کولو له امله یې له شرکته ایستلې.

تران ګم

تران ګم، ویتنام

د بیولوژيکي ګاز سوداګره

تران ګم په ۲۰۱۲ کې د ویتنام د څارویو په فارمونو کې د انرژۍ د تولید یوه داسې لاره چاره خلکو ته وروپېژندله چې اقلیم دوسته ده او چاپېریال ته یې تاوان نه رسېږي.

د دوو ماشومانو دې مور ته د سوداګرۍ په مارکیټ کې یوه تشه برېښېدلې وه او د هغې د ډکولو لپاره یې په هانوی سیمه کې د بیولوژيکي ګاز د تولید دستګا ولګوله. هغې وروسته دا چاره څېرمه درو نورو ولایتونو ته هم وغځوله.

تران ګم له بزګرانو سره مرسته وکړه چې څنګه د خپلو څارویو له خوشایو او نورو فضله موادو بيولوژيکي ګاز تولیدولی شي چې د انرژۍ د نورو سرچینو پرتله له همدې ګازه په ګټه اخیستو خپل کورونه رڼا کولای او اخلی پخلی پرې کولای شي، او په دې توګه خپل لګښتونه راکمولی شي.

د تران ګم په څېر سوداګرۍ ځايي خلکو ته کاروزګار برابروي او همدا راز د اقلیم اړوند ستونزو سره د مبارزې په برخه کې د یوې سیمې د سیاسي تګلارو د ملاتړ لامل کېږي.

موږ باید ژوند وکړو او ښه ژوند وکړو، نو په فزیکي ورزش، متوازن خوراک، ښه خوب کولو سره موږ د هغو ژوند ژغورلی شو چې راته ګران دي. زه خلک هڅوم چې طبیعي ژوند وکړي، په خپله میوې او سبزۍ وکري او ویې خوري او کیمیاوي سرې او نور مواد پرې ونه کاروي.

تران ګم

کلاودیا ګولډین

کلاودیا ګولډین، د امریکا متحد ایالتونه

اقتصادپوهه او د نوبل جایزې ګټونکې

کلودیا ګولډین یوه امریکايۍ اقتصادي تاریخپوهه او د کار اقتصادپوهه ده. سږکال یې د ښځو د ګمارنې او د معاشونو د جنسیتي توپیر د علتونو په اړه د خپلو څېړنو او لیکنو له امله د اقتصاد په برخه کې د نویل جایزه ترلاسه کړه.

هغه درېیمه ښځه ده چې دا ډول جایزه یې ګټلې او لومړنۍ داسې ښځه ده چې جایزه یې له نارینه همکار سره شریکه نه ده.

ګولډین د هاروارډ په پوهنتون کې د هېنري لي د اقتصاد پروفیسره ده او داسې مسلې څېړي لکه د عاید نامساویتوب، ښوونه روزنه او مهاجرت.

د هغې یوه خورا اغېزمنه لیکنه د دندې او کورنۍ په خاطرد ښځو د هڅو د تاریخ او د ښځو د دندې او واده په اړه پرېکړو باندې د میندوارۍ ضد داروګانو د اغېز په اړه ده.

الهام یوسفیان

الهام یوسفیان، امریکا/ایران

د اقلیم او معلولیت لرونکو برخې سلاکاره

الهام یوسفیان په سترګو ړنده او د بشري حقونو فعاله ده. هغه د اقلیم بدلون په پایله کې د پېښېدونکو خطرونو له کبله د بېړنیو حالاتو پر مهال د معلولیت لرونکو کسانو د خوندیتوب او حقونو لپاره مبارزه او وکالت کوي.

الهام په ایران کې زېږېدلې او لویه شوې او په ۲۰۱۶ کې امریکا ته کډواله شوې ده. هغه اوس 'د معلولیت لرونکو نړیوال اتحاد' کې مهم رول لوبوي. دا هغه نړیواله شبکه ده چې تر ۱۱۰۰ ډېرې د معلوله کسانو استازولي کوونکې ادارې پکې ورګډې یا شاملې دي.

د هغې هدف پر معلولانو د اقلیم بدلون د اغېزو په اړه د چارواکو یا پرېکړه کوونکو مسولانو پوهول او خپلو مکلفیتونو ته متوجه کول دي. هغه له اقلیمي کړکېچ سره د مبارزې په برخه کې د معلولو کسانو د ونډې او ظرفیت کارونې دفاع هم کوي.

موږ د معلوله کسانو په توګه په ځلونو ثابته کړې چې څنګه سخت او ننګوونکي حالات قابو کوو او حل لارې ورته مومو، هغه هم په داسې حال کې چې هېڅوک راسره نه وي. معلولیت لرونکي کسان هم له اقلیمي بدلون سره د روانې جګړې او مبارزې په لومړۍ کرښه کې د درېدلو توان لري.

الهام یوسفیان

د بي‌بي‌سي نړيوال سرويس د ۲۰۲۳ کال د ۱۰۰ ښځو لړۍ د ځينو عکسونه

۱۰۰ ښځې څه دي؟

هرکال د بي‌بي‌سي ۱۰۰ ښځو څانګه په ټوله نړۍ کې د سلو بانفوذه او الهام بښونکو ښځو نوملړ جوړوي. موږ مستند فلمونه، فیچرونه جوړوو او د هغوی د ژوند په اړه ورسره مرکې کوو. دا کیسې ښځو ته پام اړوي او د بي‌بي‌سي پر ټولو پلتفورمونو یا ژبو خپرېږي او بروډکاست کېږي یا په غږيزه بڼه هم خپرېږی.

پر فېسبوک او انسټاګرام د بي‌بي‌سي ۱۰۰ ښځې تعقیب کړئ. د BBC100Women# په کارولو سره بحث کې ګډون وکړئ.

دا ۱۰۰ ښځې څرنګه غوره شوې دي؟

د بي‌بي‌سي د ۱۰۰ ښځو ډلې د هغو نومونو پر بنسټ یو نوملړ جوړ کړ چې د څېړنو له لارې یې راټول کړي او یا د بي‌بي‌سي د نړیوال سرویس د ژبو څانګو او د بي‌بي‌سي میډیا اکشن څانګې لخوا یې وړاندیز شوی.

موږ هغو کاندیدانو پسې ګرځېدو چې د خبرونو سرټکي یې جوړکړي یا یې په تېرو ۱۲ میاشتو کې پر مهمو خبرونو اغېز کړی او هغه چې د ویلو لپاره الهام بښونکې کیسې لري، یا مهمې لاسته‌راوړنې لري، یا یې پر خپلو ټولنو تاثير درلودلی خو خبرونوکې نه دي راغلې.

د سږ کال د موضوع په تړاو هم یو شمېر نومونه وارزول شول؛ 'اقلیمي بدلون او د نړۍ پرښځو او نجونو باندې یې بې تناسبه اغېز' د سږ کال موضوع ده. له دې شمېر د اقلیمي بدلون په تړاو ۲۸ کسه مخکښه کسان او د چاپېریال د چارو نور مخکښان غوره شول.

د ټولو سیاسي بهیرونو او د ټولنې د ټولو برخو استازي مو په نظر کې ونیول، د هغو موضوعاتو په تړاو مو نومونه وکتل چې په اړه یې راز راز نظریات موجود دي او هغه ښځې مو هم ونومولې چې بدلون یې رامنځته کړی.

مخکې له دې چې نهايي نومونه غوره کړل شي، سیمه‌ییز استازیتوب او مناسب بې پریتوب مو هم په حساب کې ونیوه. ټولو ښځو خپل رضایت څرګند کړ چې نومونه یې په نوملړ کې شامل شي.